Asset 1SWN

افغانستان کې راغلیو سېلابونو د نورو په پرتله ماشومان ډېر اغېزمن کړي

Selab-Baghlan-AFP5-1140x760

په ځینو ولایتونو کې یوشمېر سېلاب‌ځپلیو کورنیو سلام‌وطندار ته ویلي چې ماشومان یې لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. د دوی په وینا، د شپې او ورځې تېرولو لپاره د اوسېدو ځای نه‌لري او له همدې امله يې ماشومان پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

د بغلان اوسېدونکی عبدالغني چې په روان کال کې یې د سېلابونو له امله خپل دوه‌کلن زوی له لاسه ورکړی وايي، اوس يې شپږ نور ماشومان هم د اوسېدو مناسب ځاى ته د نه لاسرسي له امله ناروغان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور ولايت اوسېدونکى محمد هم وايي چې د وروستيو سېلابونو له امله يې کور ويجاړ شوى او د کورنۍ غړي يې له ناوړه وضعيت سره مخامخ دي. هغه زیاتوي: «ماشومان، زړې ښځې او سپین‌ږیري په ډېر ناوړه وضعیت کې دي. د څښاک اوبه سمې نه پیدا کېږي او په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې سم خواړه هم نشته.»

يوشمېر ماشومان هم وايي چې وروستيو سېلابونو وېرولي او د کورونو له ويجاړېدو وروسته په ناوړه حالت کې شپې او ورځې تېروي. دوی زیاتوي:

«یوه کیږدۍ یې راکړه، اوس څه وکړو؛ هغه خرابه شوه. کیږدۍ تر لمر لاندې خرابه شوه. کومې اوبه چې اوس څښو، چټلې دي. موږ داسې خواړه خورو چې ناروغان کړي یوو.»

«پیسې نه‌لرو چې درمل وپېرو. جامې مو تر خټو لاندې دي؛ د اغوستلو لپاره جامې نه لرو. همدا اوس مې مور ناروغه ده، پلار مې هم ناروغ دی.»

وروستیو اورښتونو او سېلابونو د هېواد په یوشمېر سیمو کې خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي، خو یوشمېر کورنۍ وايي چې لازمې مرستې هم ورته نه‌دي رسېدلي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو د افغان سرې مياشتې ټولنې د نشراتو رییس محمدعقاب رسولي وايي، دغې ادارې په سېلاب‌ځپلیو ولايتونو کې له ٢٨٠ زرو څخه زياتو ماشومانو ته مرستې رسولي او لا هم په یوشمېر ولایتونو کې زیانمنو شویو کسانو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم اندېښنه ښودلې چې د افغانستان، بنګله‌دېش، هند، نیپال او پاکستان په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د شپږ میلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام