په یمن کې د حوثي ډله وايي چې د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې یې، درې اډې په ډرون ویشتلي دي.
د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع په یوه بیان کې ویلي چې د اسراییلو په «یافا، عسقلان او بئرالسبع» کې د ډرون بریدونه کړي دي.
د یادو بریدونو سره هممهاله د اسراییلو پوځ ویلي و چې له یمن توغول شوی یو ډرون یې، شنډ کړی دی. په ورته مهال حوثیانو یو ځل بیا هغو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې له اسراییلو سره همکاري لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادې ډلې ویلي: «ستاسو کښتۍ به له کوم مقصد پرته په نښه شي، د کښتیو او خدمې د خوندیتوب لپاره هر څه ژر له اسراییلي بندرونو سره همکاري ودروئ.»
د حوثي ډلې د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې فلسطینیانو سره د ملاتړ او پیوستون په موخه په وار وار پر اسراییلو د ډرو او توغندیو بریدونه کړي او دا لړۍ لاهم روانه ده.
دې ډلې ویلي، بریدونه به یې، تر هغو روان وي چې اسراییلو په غزه کې جګړه نهوي درولي.
زش


