سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۲ مېرمنو سره چې په کور کې یې، زېږون کړی او ۲۰ قابلو سره د مرکو پرمهال موندلې چې له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، ناسمو دودنو، د عامه پوهاوي کموالي او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې ځان او د ماشوم ژوند خپل برخلیک ته وسپاري.
د موندنو او د روغتیايي بنسټونو له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان په هېواد کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د وروستیو شمېرو له مخې، له ۴۰ تر ۵۰ سلنې زېږون لاهم په کورونو کې د قابلو په مرسته په غیرمعیاري توګه کېږي.
د پروان اوسېدونکې ۴۲کلنه فاطمه وايي چې څلور ځلې په کور کې د قابلې په مرسته یې، زېږون کړی چې یو ماشوم یې، ساه لنډۍ سره مخ شوی دی.
هغې وویل: «ما څلور بچي زېږولي، ټول یې د دودیزې قابلې په لاس زېږېدلي دي. زما لومړی ماشوم غبرګولی وو، ماشوم بېنفسه، څو چې یو یې، یوې خوا کېښود او بل یې پیدا شو. وروسته له دې چې یو څه وخت تیر شو، بیا یې ساه لنډي پیدا کړه، زما دویم ماشوم هم د دودیزې قابلې په لاس زېږېدلی و؛ ماشوم چې ساه نهلرله وېرېدلي وو.»
په کاپیسا کې یوې ۴۰ کلنې ښځې چې د شپږو ماشومانو مور ده، د دودیزې قابلې په لاس زېږون پرمهال له شدیدې وینې بهېدنې سره مخ شوې ده.
هغې ویلي: «زما شپږ ماشومان دي، درې لورګانې او درې زامن. زما وروستی ولادت شپږ کاله مخکې و او څلور ځله مې د دودیزې قابلې په لاس زېږون کړی. په یوه وخت کې ما خونریزي پیل کړه، خو قابله نه پوهېدله چې څه وکړي. هغه بېچاره شوې وه او ډارېدلې وه چې پر ما او ماشوم څه ونهشي.»
۳۰ کلنه بصیره چې د «نهرسعید» کلي اوسېدونکې ده، دوه ځله یې د دودیزې قابلې په مرسته زېږون کړی دی. هغې د زېږون د ځایونو ترمنځ د تفاوتونو په اړه وویل: «پدې کې توپیر شته؛ په شفاخانه کې ښه دی، هلته له سرم او پیچکارۍ سره مرسته کوي او ځای هم مناسب دی، نو د ولادت بهیر اسانه کیږي. خو که په کور کې وي، نو که خدای مکړه ماشوم په ستونزه کې پاتې شي، فشار یوازې پر مور او ماشوم دواړو وي. یا مور خدای مکړه خپل ژوند له لاسه ورکوي، یا ماشوم.»
۴۰کلنه فرزانه کریمي د اوو ماشومانو مور ده. هغه وایي چې د کور په چاپېریال کې د دودیزې قابلې په لاس د زېږون تجربه خورا سخته وه. هغې وویل: «د کور په چاپېریال کې زېږون زما لپاره ډېر سخت و؛ ځکه نه صحي امکانات موجود وو، نه کوم تجربهکاره ډاکټره یا قابله. تل مې وېره لرله چې زه یا ماشوم مې له کومې ناروغۍ سره مخ نهشو. خو زما درې نور ولادتونه په شفاخانه کې شوي چې ډېر ښه وو. ډاکټران مسلکي وو او هر څه منظم وو، هیڅ ستونزه مې نهلرله.»
په ورته مهال، ګڼو مېندو ویلي، سره له دې چې د کور د زېږون پرمهال له بېشمېره ستونزو سره مخ شوې دي، د اقتصادي محدودیتونو، دودیزو فرهنګي عنعناتو او د روغتونونو لرېوالي له امله اړ شوي چې خپل زېږون په کور کې وکړي.
۴۹کلنه پروین چې د لوګر اوسېدونکې ده او اوس کابل کې ژوند کوي، وایي چې شپږ ځله یې د کور په چاپېریال کې د دودیزې قابلې په لاس زېږون کړی او دوه ماشومان یې د دې زېږون پرمهال له لاسه ورکړي دي.
هغې زیاته کړه: «څلور ماشومان مې ژوندي دي، دوه مې له لاسه ورکړل؛ هغه زېږون چې په کور کې مې کړی و، له امله یې یوه لور او یو ماشوم مې له لاسه ورکړ. زما تجربه ډېره تریخه ده. په روغتون کې ډاکټران، قابله او پاملرنه شته، هر څه منظم وي، لوستې دي.»
همدارنګه، بیبیګل له تخار او ۳۷کلنه حسینا د کاپیسا اوسېدونکې، وایي چې د کورنیو ستونزو، اقتصادي مشکلاتو او د روغتونونو د لرېوالي له امله اړ شوې چې زېږون په کور کې د دودیزې قابلې په لاس وکړي.
بیبیګل وویل: «لومړی ماشوم مې په کور زېږېدلی و، ډېر سخت دردونه مې کش کړل او ګڼې ستونزې مې ولیدې؛ خو د کورنیو ستونزو له امله مې روغتون ته نه یم تللې، اجازه مې نه درلوده او اقتصادي وضعیت هم ښه نه و.»
حسینا هم وایي: «ما درې ځله زېږون کړی، دوه ځله په شفاخانه او یو ځل د دودیزې قابلې په لاس. ځکه زموږ کور له روغتون لرې و او موټر په اسانۍ پیدا نهشو، مجبور شوم چې په کور کې زېږون وکړم.»
د دې راپور په ترڅ کې له ۲۰ دودیزو قابلو سره خبرې شوي چې دوه یې ویلي، د ښځو له لاسه ورکول یې د شدیدې خونریزۍ یا نورو نامعلومو علتونو له امله تجربه کړي دي.
بلخوا قابلې وايي، د دوی تجربې ښيي چې ډېری مېرمنې په کور کې له زېږون وروسته د وینې بهېدنې، سر درد، ملا درد سره مخ شوي او ځینو مواردو کې ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی وايي چې روغتون او د ډاکټر تر څار لاندې زېږون خوندي وي، خو ډېری کورنۍ د دودونو او روغتیايي مرکزونو لرېوالي او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې کور کې زېږون وکړي.
۴۵کلنه عایشه د لغمان اوسېدونکې ده او وایي چې ۲۵ کاله کیږي د دودیزې قابلې په توګه کار کوي او تراوسه یې له ۳۵ زیاتې ښځې زېږون د دې تر څار لاندې کړی دی. هغه زیاتوي چې د ولادت پرمهال له پاکې تکې، قیچي، ګرمو اوبو او وازلین څخه استفاده کوي. «۲۵کاله کیږي چې قابله یم او تراوسه مې ۳۵ ښځو ته زېږون کړی. د ولادت پرمهال له تکه، قیچي، وازلین او اوبو ګرمې استفاده کوم.»
۴۰کلن شمینگل د لغمان اوسېدونکې او نفیسه چې ۵۵ کلنه ده د تخار اوسېدونکې ده، وایي چې د زېږون پرمهال دوو ښځو د وینې بهیدنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. شمینګل وايي: «یو ځل یوې مېرمنې د شدیدې خونریزي له امله ساه ورکړه. د خونریزي علت او پر وخت روغتون ته نه رسېدل وو، امکانات کم و، برق نه و، لاره لرې وه او ځینې کورنۍ بېسوادې وې.»
نفیسه هم وایي: «۱۵ یا ۲۰ کاله مخکې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه وخت چې داسې اسانتیاوې نهوې، موټر نه وو او ماشوم چپه زېږېدلی وو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دودیزو قابلو په وینا، که د زېږون پرمهال د مور روغتیایي وضعیت وخیم شي، دوی له کورنۍ سره خبرې کوي او ناروغه مور روغتون یا کلینیک ته لیږي. ۴۲کلنه مریم قابله ده او د غور اوسېدونکې ده. دا وايي: «که ماشوم معکوس یا سرچپه وي، زېږون غیر نرمال دی. که حل ونه موندل شي، موږ باید مور شفاخانې ته یوسو. دا د ښځو لپاره خطرناک حالت دی چې حتی د مرګ سبب ګرځي.»
۳۸کلنه زلیخا د غور اوسېدونکې ده او وايي: «که مور ډیرې خونریزي ولري، پوهېږو چې مور د ولادت لپاره مناسبه نه ده، نو هغه هم شفاخانې ته لیږدوو.»
د نسایي-ولادي ډاکټران وایي چې دودیزې قابلې هغه ښځې دي چې پرته له رسمي طبي زدهکړو، یوازې د شخصي تجربو پراساس د ولادت پروسه ترسره کوي. دوی زیاتوي چې که یوه ښځه مخکې له دې چې سزارین، لوړ فشار یا وخت نه مخکې یا وروسته ولادت ولري، باید سمدستي د روغتیايي مرکز سره اړیکه ونیسي. په دې صورت کې، د کور په چاپېریال کې د دودیزې قابلې په لاس ولادت کولای شي، د مور او ماشوم د ژوند لپاره جدي خطرات رامنځته کړي.
سحر کریمي، د نسایي-ولادي ډاکټره، وايي: «په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ تر ۵۰سلنه ولادتونه د کورونو په چاپېریال کې او د دودیزو قابلو په لاس ترسره کېږي. دا یوه ډېره نگرانونکي احصایه ده، ځکه چې دا د مور او ماشوم د مرګ خطر زیاتوي.»
شبانه یاري، یوه بله تجربهکاره نسایي-ولادي متخصصه، هم وايي چې د افغانستان په ټولنیزو او اقتصادي شرایطو کې د ښځو لپاره اکثراً کور کې ولادت کول اړین وي. هغه زیاتوي چې د کور د ولادت پرمهال، د شدیدې وینې بهیدنې، کمخونۍ، عفونتونو او د ماشومانو د تنفسي او زړه د ستونزو خطر زیاتېږي.
یاري همدارنګه وایي: «په ماشومانو کې د ولادت پرمهال د خفګۍ، سر د برخې زیان، د اوږو هډوکو کسر او د نوزادانو د احیاء ستونزې رامنځته کېدای شي. د مېندو لپاره، د کور د ولادت ترټولو لویه ستونزه وروسته له ولادت د خونریزي، کمخونۍ، عفونتونو او حتی د مړو کېدو سبب ګرځي.»
د پولې ډاکټرانو (MSF) د همغږۍ مرستیال عبدالقیوم پوپل، د کور په چاپېریال کې زېږون تاییدوي او وایي چې په ځینو ولایتونو کې، د ښځو لپاره د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی د دې سبب شوی چې ښځې د صحي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره کلینیکونو ته مراجعه ونه کړي.
هغه زیاتوي: «په افغانستان کې اوس هم په کور کې زېږون کیږي. اصلي عوامل یې د غربت او د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی دي. د MSF سازمان د اګاهي ورکولو برنامو له لارې ښځو ته هڅونه کوي چې د ولادت مخکې، په جریان کې او وروسته د صحي خدماتو لپاره د مراکزو سره اړیکه ونیسي.»
د هغه په وینا، د دغه سازمان صحي ټیمونه د تبلیغاتي فعالیتونو له لارې ښځو ته د صحي خدماتو اهمیت تشریح کوي او هغوی ته لارښوونه کوي چې د ولادت او وروسته یې هرو مرو د نسایي-ولادي ډاکټر یا قابله سره مشوره وکړي.
په ورته وخت کې، د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په تېرکال کې، شاوخوا ۲۰۰ ښځې د کور د ولادت پرمهال او د صحي تدابیرو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په وینا: «د تېرکال په معلوماتو سره، شاوخوا ۲۰۰ ښځې چې په کور کې ولادت کړی و، د صحي تدابیر نشتوالي له امله مړه شوې دي. دا یوه جدي ستونزه ده چې باید جدي اقدامات وشي.»
همدارنګه، هغه زیاتوي چې د دې ستونزې د حل لپاره، د عامې پوهاوي، د ټولنې متحرک کولو او د روغتیايي معلوماتو شریکولو لپاره کار کوي. «اوس مهال، وزارت د ۳۱۸ صحي مرکزونو په جوړولو کار کوي، چې په هغو ولسوالیو کې چې صحي مرکزونه نه لري، جوړ شي.»
د اروپا ټولنې استازولۍ هم د ۱۴۰۳ کال په لړم کې افغانستان کې د ښځو د مړینې زیاتوالی په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هرو دوو ساعتونو کې یوه مور په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه راز، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په ۲۰مه وویل چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون او حمل اړوند ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، که د مرستو بودیجه کمه شي، دغه مړینه به لازیاته شي.


