د سالنګ لویې لارې یوشمېر مسافرین دغه لاره کې د لومړنیو خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او له ټولګټو وزارت غواړي چې پر دې لاره تلونکو مسافرو ته اسانتیاووې برابرې کړي.
د کندوز اوسېدونکی احمد وايي، حکومت باید پر یاده لاره د مسافرو لپاره د اوسېدو ځای، روغتیايي مرکزونه او درملتونونه جوړ کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا پر یاده لاره ستونزې ډېرې دي. «خونې اړینې دي او باید جوړې شي. کلینیک او درملتونونو ته اړتیا ده. د سالنګ تونل څلور ولایتونو سره نښلوي او دومره ګڼه ګوڼه چې دلته ده او دې اسانتیاوو ته په کتو اړتیا ورته ډېره ده.»
د مزارشریف اوسېدونکي غفور هم وايي: «له حکومت مو غوښتنه دا ده چې د سالنګ شمال او سوېل کې خونې جوړې کړي او همدا مسافر چې شمال ته ځي بېړنیو شرایطو کې باید دې خونو کې پاتې شي.»
بلخوا د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، سالنګ لویه لاره کې د مسافرو ستونزو ته د رسېدو لپاره دوه کلینیکونه او د ژغورنې خونې فعالې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وویل: «د سالنګ پر لویه لاره د ژغورنې او خوندیتوب خونې جوړې شوې دي. د ټولګټو وزارت ټیم پر دې لاره ګومارل شوی چې بېړي وضعیت کې هېوادوالو سره مرسته وکړي او ستونزې یې، حل کړي. په ورته وخت کې دوه بابه کلینیکونه دواړو لوریو ته جوړ شوي چې د اړتیا پرمهال ترې استفاده وکړي.»
د ټولګټو وزارت مسوولان ټينګار کوي چې د سالنګ بیارغونې چارې به نږدې راتلونکې کې بشپړې شي او د روان کال د جدي تر څلورمې د تګراتګ پرمخ پرانیستل شي چې ورسره به پر دغه لاره د تېرېدونکو کسانو ستونزې تر ډېره حل شي.