د غزني د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست پر وړاندې د بیرته راستنېدونکو اوږدې لیکې، د هغو کورنیو د کډوالۍ او کړاوونو تصویر څرګندوي چې دې وروستیو اونیو او میاشتو کې له ایرانه بیرته راستانه شوي.
لسګونه کورنۍ تر سوزنده لمر لاندې د غزني د کډوالو چارو ریاست پر وړاندې د عریضهلیکونکو مخې ته لیکو کې ولاړې دي، ترڅو وتوانیږي چې خپلې غوښتنې محلي چارواکو ته ورسوي.
دوی هیله لري چې اسلامي امارت او مرستهرسوونکي سازمانونه یې ستونزو ته یوه حللاره پیدا کړي.
غزني کې د بیرته راستنېدونکو یوه مهمه ستونزه، په مناسبې کرایې سره کورونو ته نهلاسرسی دی.
د غزني دوو اوسېدونکو ذکریا او محمد نبي چې دې وروستیو کې له خپلو کورنیو سره له ایرانه راګرځېدلي، سلاموطندار ته وویل، له کله راهیسې چې هېواد ته راغلي د خپلوانو کورونو کې ژوند کوي او لا هم نه دي توانېدلي چې په مناسبې کرایې سره ځان ته کور پیدا کړي.
«اوس هم قلعهمیري کې د خپل ورور کور کې اوسیږو. کور پسې ګرځو، خو سخته ده چې کور را ته پیدا شي. که کوم پیدا کیږي، کرایه یې ډېره زیاته وي، کرایې یې درې برابره لوړې شوي. اصلن نه پیدا کیږي. ستونزې ډېرې دي. هلته مو اولادونو درس نه لوسته، اسناد مو نه درلودل، دلته راغلو، خدای ته امید لرو چې مسوولان راسره یو څه مرسته وکړي.»
«اوس د خپلوانو کور کې اوسیږو. سرپناه نه لرو، ستونزې ډېرې دي. کور خو اصلن نه پیدا کیږي. یوه اونۍ شوه چې کور پسې ګرځېږم، خو نه بریالی کیږم. که وي هم، کرایه یې لوړه وي. ایران کې ډېر تعصب کېده، ټوله شتمني مو هلته پاتې شوه، زمونږ پیسې یې را نه کړې، یوازې همدومره وشو چې د لارې کرایه مو شوه او بس.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غزني کې د کورونو کرایې لوړېدل دې وروستیو کې د بیرته راستنېدونکو پر وړاندې په جدي ننګونې بدل شوي.
هغه افغان کورنۍ چې له بېوزلې د خلاصون او هوسا ژوند تېرولو لپاره ایران ته تللي وو، اوس هېواد ته له بیرته راګرځېدو وروسته، بیا ځلې پخوانیو ستونزو سره مخ دي.
یدالله تازه له خپلې کورنۍ سره یو ځای له ایرانه راګرځېدلی، هغه هم د کورونو لوړې کرایې څخه شکایت کوي.
«دلته، پخوا چې خلک نه وو کډوال شوي، د کورونو کرایې ډېرې ارزانه وې، اوس چې کله کډوال خلکو او دولت ته اړتیا لري، د دې پر ځای چې ورسره مرسته وشي، کرایې یې نورې هم لوړې کړي.»
د غزني د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو پر اساس، د روان میلادي کال لومړیو دریو میاشتو کې ۵زره او ۵۰۰ کسان له ایران او پاکستانه دغه ولایت ته ورګرځېدلي، کومې شمېرې چې د هرې ورځې په تېرېدو مخ په لوړېدو دي.
د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د بیا مېشتېدني امر دُرمحمد کاکړ وویل، د راستنېدونکو د سرپناه اړتیا ته رسېدنې لپاره به راتلونکې کې هغوی ته ځمکې ووېشل شي.
«د روان ۱۴۰۴ کال د حمل له لومړۍ د جوزا تر پایه د کډوالو سیستم کې ۹۰۰ کورنۍ ثبت شوي، دوی په معمول ډول عریضې لیکي. د کډوالۍ اسناد ځان سره راوړي او زمونږ د همکارانو له لوري سیستم کې ثبتیږي. وروسته مونږ ورته د الف فورم ډکوو او راتلونکې کې وروته یوه نمره ځمکه ورکوو. ۹۰۰ کورنۍ چې سیستم کې ثبت شوي، تقریبآ پنځه نیم زره کسان کیږي.»
خو ښاغلی کاکړ له هېوادوالو غواړي چې اوسنیو بحراني شرایطو کې بیرته راستنېدونکو سره همکاري وکړي او د کورونو کرایې لوړولو څخه ډډه وکړي.
دې وروستیو اونیو کې له ایرانه د کډوالو راستنېدو لړۍ چټکه شوې، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، هره ورځ څه باندې ۵۰ زره کسان افغانستان ته بیرته راستنېږي.


