د اسراییل او ایران ترمنځ له نښتو وروسته، له ایرانه د افغان کډوالو جبري اېستل لړۍ چټکه شوې او تېرو شاوخوا دوو اونیو کې تر ۴ سوه زره ډېر افغانان هېواد ته راګرځول شوي.

سلام‌وطندار دغه راپور کې له ایرانه راستنو شویو ۲۰ ښځو سره مرکې کړي چې ۱۴ هغو ویلي، د اخراج پرمهال ورسره تاوتریخوالی شوی دی. خو ټولو بیا ویلي چې نغدې پیسې ورڅخه اخیستل شوي او تبعیض سره مخ شوي دي.

د دغو شلو ښځو له جملې ۱۰ هغوی سره د تېرې سې‌شنبې په ورځ چې تازه له ایرانه راګرځېدلې، اسلام‌کلا پوله کې مرکې شوي او له ۱۰ نورو سره بیا کابل کې له ایران او پاکستانه د راستنو شویو کمپونو کې مرکې شوي دي.

۲۱کلنه رویا چې د سرشمېرنې پاڼه یې په لاس کې ده وايي:

«نن تازه اسلام‌کلا پولې ته ورسېدو، لاره کې ډېرو ستونزو سره مخ شولو، بې‌احترامي یې کوله، ډېرې پیسې یې اخیستې. هرڅه یې راڅخه واخیستل. د کور خاوند زمونږ پیسې را نه کړې.»

د سرشمېرنې پاڼه، موقت اسناد دي چې د ایران دولت له لوري بهرنیو اتباعو په ځانګړې توګه افغان کډوالو ته ورکول کیږي.

دې سره، د ایراني چارواکو په وینا، افغان اتباع د غیرقانوني ورتګ او استوګنې، د سرشمیرنې فورمو د وخت پایته رسېدو او اقتصادي او امنیتي ملحوظاتو په څېر د ځينو دلایلو له امله ایستل کیږي.

موسوي هم تازه له ایران څخه اېستل شوې. هغه د عاشورا په ورځ د ایران په یوه مذهبي ځای کې د خپلو ماشومانو د وهلو کیسه کوي. دې وویل، د ایران پولیسو او عامو خلکو ټولو افغانانو بد چلند کاوه او موږ ترهګر بولي.

«موږ مستقیم کمپ ته راغلو. کله چې موږ د ایران په خپلو موټرو کې سپاره شولو، مونږ ته یې ویل تروریستانو. پردې راکش کړئ او ولې مونږ ته را ګورئ، نه پوهېږم ولې مونږ ته تروریست وايي، زه یوه شیعه یم، تکیه‌خانو کې به یې هم مونږ سره بد چلند کاوه. څو ورې مخکې د عاشورا په ورځ یې یوې تکیه‌خانې څخه زما ماشومان په ځوره واېستل، هغوی یې ووهل او ویل یې زمونږ له هېواد څخه ووځئ تروریست افغانانو.»

د راستنېدونکو له ډلې یوه امیندواره وه او دوو نورو وویل چې د اخراج پرمهال د دوی د کورنۍ دوه غړې هم د امیندواره وې.

د هغوی په وینا، یوه امیندواره میرمن له ایران څخه وشړل شوه، سره له دې چې وضعیت یې نازک وو او د اکسیجن کمښت سره مخ شوه.

«زموږ سره دوه امیندواره ناروغانې وې چې یوه یې اکسیجن سره وصل وه او کمپ موږ ونه منلو. موږ مجبور شو چې موټر ودروو. دوی له موږ څخه د موټر لپاره ۱۶ میلیون تومان واخیستل، کله چې موږ پولې ته ورسیدو، ښاروالۍ له موږ څخه د هر کس لپاره ۱ میلیون تومان واخیست.»

د هرات په اسلام‌کلا بندر کې له ایران د راستنې شوې یوې کورنۍ کوچنۍ ماشومه چې په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې ویده ده. عکس سلام‌وطندار، کبرا سالاري

د ایراني پولیسو او خلکو نامناسب او له تاوتریخوالي ډک چلند ترڅنګ، راستنېدونکي افغانان له ایرانه د اېستلو پرمهال، سخته ګرمي، په پوله کې ګڼه ګوڼه، د لمر سوځنده څپې او د اوبو نشتوالي سره هم مخ دي او د دوی کړاو یې لا پسې زیات کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یوې ایراني رسنۍ په وینا، په یوه ورځ د اېستل شویو افغانانو شمېر ان ۲۹،۰۰۰ ته ورسید.

په ورته وخت کې ۶۰ کلن افغان باقر رضوي د سرطان په ۹مه د ایران په زابل کې په یوه کمپ کې د جبري کار، تندې او تودوخې له امله ساه ورکړې.

همدارنګه د سرطان په ۱۳مه اسلام‌کلا پوله کې یوې امیندواره ښځې بیا په زوره د ایستلو پرمهال یوه ماشومه نجلۍ وزېږوله.

دې سره، د بشري حقونو کارپوه نور احمد خالدي د ایران له لوري د افغان کډوالو اېستل یوه تراژیدي بولي او وايي چې پناه‌غوښتونکي د ایراني ټولنې په اوږو بار نه‌دي.

«د افغان کډوالو اېستل یوه تراژیدي ده. هغه افغانان چې هلته یې کار کاوه، په خپلو خولو یې ځان ته ژوند جوړ کړی وو او د ایران حکومت یې ملاتړ نه کاوه، هغوی خپله زیار اېسته. د ایران ټولنې ورته اړتیا درلوده. له بده‌مرغه، د ایران حکومت خپلې نیمګړتیاوې پر افغانانو اچوي.»

د سلام‌وطندار موندنې ښیي چې هیواد ته له راتلو سره سم، هرې کورنۍ ته ۱۰ زره نغدې افغانۍ او د ماشومانو لپاره د وچو شیدو په شمول، د خوړو کڅوړې او جامې ورکړل شوي.

دې سره، د حقوقي مسایلو کارپوه نوراقا شعیب د افغانستان او ایران ترمنځ د رسمي تعامل نه‌شتون د کډوالو د اېستلو لامل بولي.

«موږ ایران نه ملامت وو. د جګړې پرمهال په دې شرایطو کې عمومي قوانین د تطبیق وړ نه وي. اسلامي امارت باید د ایران او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو سره یوه کمیټه جوړه کړي او یوه غونډه وکړي. باید د ملګرو ملتونو، UNCHR څخه یو استازی وي. بودیجه باید ورته ځانګړې شي. د حل لارې په اړه باید بحث وشي.»

خو د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو سره د ایران چلند ناوړه بولي او وايي، افغانستان کې د وروستیو سیاسي پرمختګونو په پام کې نیولو سره، ځینو کډوالو د امنیتي دلایلو له امله ایران ته پناه وړې وه.

د هرات ولایت اسلام‌کلا بندر کې له ایران بېرته راستانه شوي افغانان چې د ستړیا له امله تر شنه او ګرم لمر لاندې ویده دي. عکس کبرا سالاري، سلام‌وطندار خبریاله

«نړیوالې ادارې معمولا د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي، خو دا ممکنه ده چې دوی شکایتونو ته رسیدګي وکړي او د ښځو د حقونو د ساتنې په کچه اړین اقدامات وکړي. په داسې شرایطو کې، د دې مېرمنو اخراج غیرعادلانه دی او دوی د شکایت کولو حق لري. نړیوالې ادارې هم مکلفې دي چې د دې مېرمنو ستونزې او حقونه حل کړي.»

د کډوالو چارو کارپوه نظر نظري وايي چې د کډوالو رواني وضعیت په ځانګړې توګه د مېرمنو او ماشومانو د اندېښنې وړ دی او ټينګار کوي چې د نړیوالو دوامداره مرستو او ملاتړ پرته به د کډوالو ستونزو حل ناشونی وي.

هغه وویل: «له کډوالو ملاتړ یو اړین اخلاقي او بشري ضرورت دی چې نړیواله ټولنه باید دې برخه کې ګامونه پورته کړي. له نړیوالو مرستو پرته به له بده مرغه دا وضعیت د جبران وړ نه‌وي.»

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېټې په وینا، هغه افغان ښځې چې په زور له ایران څخه ایستل شوې، تر ټولو ډېر ځوریدلي، ځکه چې دوی په داسې وضعیت کې دي چې نه په خوندي ډول افغانستان ته د راستنیدو امکان لري او نه هم دوی کوم دوامداره قانوني یا رواني ملاتړ لري.

“د هغه تراژیدۍ ژوروالی چې له ایران څخه راستندونکو مېرمنو سره مخ شوی، خورا لوی او د پام وړ دی او جامع پروګرامونو ته اړتیا لري.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولان سلام‌وطندار ته وايي چې له ایران بېرته راستنېدونکو له ډلې یې، یوشمېر پر خوارځواکۍ اخته او ځینې هم په نورو ناروغیو اخته شوي دي.

د یاد بنسټ په وینا : «موږ هره ورځ د درملو، پیچ‌کاریو او پانسمان له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې مراجعین درلودل. د روغتیا زده‌کړو برخه کې، د ماشومانو او مېندو لپاره د تغذیې ارزونه او خدمات، په ځانګړې توګه د تغذیې مشوره، د ماشومانو او مېندو روغتیا ته پاملرنه او همدارنګه د کډوالو لپاره د رواني روغتیا خدمتونه چمتو شوي دي. په ټولیز ډول، هغه احصایې چې د سرې میاشتې د فعالیتونو له پیل راهیسې د اسلام‌کلا کمپ کې تر پرون پورې، یعنې د یکشنبې په ورځ، د درملو معاینه او نسخه برخه کې ترسره شوي، ټولټال درې زره او ۸۰۴ ناروغان دي.»

د عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې ټولو بېرته راستنېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل: «د نړیوالو بنسټونو په همکاري، ګرځنده ولادت‌خونې، اضافي امبولانسونه او خدماتي ټیمونه د بېرته راستنېدونکو لپاره ځای پر ځای شوي دي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي چې روان کال تر دې مهاله له ایران څخه ۸۰۰زره افغانان راېستل شوي دي. «سږکال، په ټولیزه توګه لس لکه او ۵۰زره او ۵۴۹ کسان له ترکیې، پاکستان او ایران څخه راستانه شوي چې له دې ډلې څخه ۳۷۶،۷۳۴ کسان مجرد او ۶۸۳،۸۱۵ کورنۍ راستانه شوي چې له دې ډلې څخه ۸۶۰،۰۵۶ تنه له ایران څخه راستانه شوي، ۱۸۴،۴۵۹ تنه له پاکستان څخه ایستل شوي او ۵،۱۰۴ تنه له ترکیې څخه ایستل شوي دي.»

د هرات ولایت اسلام‌کلا بندر کې له ایران بېرته راستانه شوي افغانان چې د ستړیا له امله تر شنه اسمان او ګرم لمر لاندې ولاړ دي. عکس کبرا سالاري، سلام‌وطندار خبریاله

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالٍي له ایراني چارواکو سره یې، خبرې شوې دي. «د کډوالو پر وړاندې ثبت شوي شکایتونه له دوی سره شریک شوي او موږ تل له دوی څخه غوښتي چې له کډوالو سره نامناسب چلند ونه‌کړي او ټولو هغو اصولو او پالیسیو ته درناوی وکړي چې په ډېری هېوادونو او نړیوالو قوانینو کې پلي کېږي.»

خو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سلام‌وطندار ته وايي چې د جون له لومړۍ نیټې څخه د جولای تر اتمې نیټې پورې، له ۵۰۰،۰۰۰ څخه ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي چې بشري مرستو او د ژوند لومړني خدماتو ته بېړنۍ اړتیا لري. دا سازمان ټینګار کوي چې محدودو سیمه‌ییزو سرچینو د راستنیدونکو مهاجرینو ترمنځ د دویم ځل لپاره د بې‌ځایه‌کېدو یا بیا کډوالۍ خطر زیات کړی دی.

دې بنسټ وویل: «د جون له لومړۍ نیټې څخه د جولای تر اتمې نیټې پورې، له ۵۱۲۰۰۰ څخه ډېر بې‌اسناده افغان کډوال په نیمروز او هرات ولایتونو کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) لخوا اداره شوي، د هرکلي مرکزونو له لارې هېواد ته راستانه شول. له دې جملې څخه، ۹۵۰۰۰ ښځې (۱۹٪) او ۲۰۶۰۰۰ ماشومان (۴۰٪) دي. په ټولیز ډول، د راستنېدونکو ۵۸٪ ښځې او ماشومان دي. راستنیدونکي اوس مهال له سخت زیان‌منونکي او د بشري مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا سره مخ دي. ډېری یې د کافي شتمنیو، د پېژندنې اسنادو پرته او د ملاتړ شبکو پرته افغانستان ته راستنېږي. د دوی یو د پام وړ برخه ښځې او ماشومان دي چې لوړ خطرونو سره مخ دي. دوی په دوامداره توګه د پراخې بې‌کارۍ، د خوړو ناامنۍ او د روغتیا پاملرنې او سرپناه په څېر اساسي خدماتو ته د لاسرسي نشتوالي څخه شکایت کوي.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت کې د بهرنیو کډوالو چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي په یوه راپور کې ویلي چې د ۱۴۰۴کال لومړۍ نیمايي کې ټول هغه کسان چې شمېر یې، دوه میلیونه او ۳۳زره کسان دي، له ایران بهر کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام