د هلمند د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي چې د دوی په سیمو کې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

دوی وايي، د روغتیايي خدمتونو نشتوالی یا کمښت له امله ډېری وختونه اړ وي چې خپل ناروغان مرکز لښکرګاه او یا نورو ولایتونو ته ولېږدوي، خو په وینا یې، ځینې وختونه روغتون ته تر درملنې مخکې ساه ورکړي.

د هلمند د ګرمسېر ولسوالي د صفار سیمې اوسېدونکی ګل محمد وايي، په سیمه کې يې روغتیايي مرکز نشته او زیاتوي چې اړ دي، خپل ناروغان د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار یا ان ګاونډي هیواد ته ولېږدوي.

هغه زیاتوي چې د سیمې خلک يې بې‌وزله دي او نه شي کولای خپل ناروغان لرو سیمو ته د درملنې په موخه یوسي.

نوموړي وویل: «زموږ له سیمې څخه تر نږدې روغتیایي مرکز پورې شاوخوا ۲۰ کیلومتره واټن دی. د ناروغ انتقال لګښت لږ تر لږه ۱۵ زره کالدارۍ کېږي. دلته نږدې لس زره کورنۍ میشتې دي، خو د ګرمسېر نیمه ولسوالي لا هم له روغتیایي خدمتونو بې برخې ده.»

همداشان د هلمند، ګرشک ولسوالي، کوفکي سیمې یو بل اوسېدونکی جان‌محمد هم ورته شکایت لري. نوموړی وایي، په سیمه کې يې د روغتیايي مرکز نشتوالی او د لویو لارو خرابوالی، د دې لامل شوی چې ناروغان يې نورو سیمو ته د لېږد پرمهال ژوند له لاسه ورکړي.

هغه په دې اړه وویل: «موږ نه ښوونځی لرو، نه کلینیک. کله چې یو ځای ته ورشو، وايي دا سیمه د نادعلي اړوند ده، او بل ځای ته ورشو، هلته موږ بل روغتیایي مرکز ته راجع کوي. زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې زموږ په سیمه کې یو روغتیایي مرکز جوړ شي.»

د کجکي ولسوالي بل اوسېدونکی شرین بیا وايي، د هرې کوچنۍ او جدي ناروغۍ پرمهال اړ دي چې مرکز لښکرګاه ښار بُست ولایتي روغتون ته ناروغان یوسې، ځکه په سیمه کې يې هېڅ ډول روغتیايي مرکز نشته.

نوموړي وویل: «موږ له ډېره لیري راځو، کلینیک نشته. که په سیمه کې یو روغتیایي مرکز جوړ شي، نه به دومره زیات لګښتونه وکړو او نه به ناروغان له مرګه سره مخ شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې، د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر نقیب‌الله فاتح په روغتیايي برخه کې د خلکو ستونزې تاییدوي، خو وايي، په ځینو ولسوالیو کې لاهم سپینې (بې‌خدمته) ساحې شته، چې اړوند وزارت به په دغو سیمو کې هم ۱۴ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

دا چې کله به په ولسوالیو کې نوي روغتیايي مرکزونه جوړیږې په دې اړه يې څه نه دي ویلي.

هغه وویل: «په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې تازه اباد شوې سیمې دي چې اوس ولسوالۍ جوړېږي. ورته نورې سیمې هم شته. موږ د دغو سیمو د اړتیاوو په اړه وزارت او مرستندویو بنسټونو ته وړاندیزونه کړي، او ژر به د خلکو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه وشي.»

باید وویل شي چې د هلمند ډېری روغتیایي مرکزونه د تېرو کلونو جګړو له امله زیانمن شوي او بیارغونې لپاره پراخې مالي سرچینې او بودیجې ته اړتیا لري.

د دغه ولایت اوسېدونکي اوس تمه لري چې حکومت او مرسته کوونکي بنسټونه د دې بنسټیزې اړتیا په اړه جدي پاملرنه وکړي او د روغتیایي خدماتو د احیا او پراختیا لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د دغو مرکزونو ترمیم او بیارغونه د هغو خلکو لپاره چې په لرې‌پرتو سیمو کې ژوند کوي، خورا مهمه ده، ځکه چې په اوسني وضعیت کې، د روغتیايي خدماتو نشتوالی یا کمښت د بې‌شمېره ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام