Asset 1SWN

سلام وطندار

روغتیا وزارت د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه د بې‌پولې ډاکټرانو رپوټ رد کړ

سرخکان-در-افغانستان-1-qnf6td8t2551xwuphf5t8kghp73mfj2vzabf8mzd6w

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د شري ناروغي زیاتوالي په اړه د بې‌پولې ډاکټرانو رپوټ ردوي او وايي، دامهال ټول هیواد کې د بېلابېلو روغتیايي ادارو لخوا د دې ناروغۍ پر وړاندې منظمه مبارزه روانه ده.

د عامې روغتیا وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، شري ناروغۍ سره د مبارزې لپاره یې د ۱۶ میلیون افغان ماشومانو لپاره منظم کمپاین پیل کړی دی.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان د بې‌پولې ډاکټرانو له سازمانه غواړي چې خپل راپورونه د حقیقت پر بنسټ وړاندې کړي، څو د خلکو لپاره د اندیښنې لامل نه‌شي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د بې‌پولې ډاکټرانو په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ چې په‌کې ویل شوي، افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د شري ناروغۍ له امله مري.

خو، د هغو یوشمېر ماشومانو کورنۍ چې په شري اخته شوي، د شري واکسین ته پر وخت نه لاسرسی او د دې واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي نشتوالی په یادې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو اصلي لاملونه بولي.

د هلمند د کارېز سیمې اوسېدونکی شیر احمد او د هرات د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکې شفیقه سلام‌وطندار ته وايي:

«زمونږ په کور کې دوه ماشومان په شري اخته شوي، لامل یې دا وو چې کور ته مو د واکسین کسان نه وو راغلي، واکسین جومات په جومات کیږي، کور کې څوک نه وي چې ماشوم ورولي. خلکو ته کره توصیې هم نه کوي. ځينو دورو کې ماشومان واکسین کیږي او ځینو کې بیا پاتې وي.»

«زما لور شپږ کلنه ده چې شري نيولې وه، وضعیت یې ښه نه وو روغتون ته مې یوړه، دوه ځلې مې واکسین ورته کړی وو، ډېر کسان شته چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي، مونږ ته یې د ګټې په اړه څه نه دي ویل شوي.»

له بلې خوا، د یو شمېر نورو ولایتونو اوسیدونکي هم د ماشومانو په منځ کې د شري د پیښو د زیاتوالي په اړه اندیښمن دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بې‌پولې ډاکټرانو په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې افغانستان کې د شري واکسین د چټک او هدفمند کمپاین پیل کول کولی شي، د دې ناروغۍ په کمولو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې شری یوه ویروسي ناروغي ده چې د مخنیوي لپاره یې واکسین کول غوره انتخاب دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام