اومېندواري یو حساس پړاو دی چې پرمهال یې مناسبې تغذیې ته پام د مور او ماشوم په روغتیا کې مهم رول لري.
خو یو شمېر مېندې د دې لپاره چې وزن یې زیات نهشي د اومېندوارۍ پرمهال غذايي رژیم نیسي چې دغه کار بدن کې د اړینو مغذي موادو د کمښت او د جُنین د وزن کمېدو لامل کیږي.
د زېږون او داخله ناروغیو ډاکټران وايي، مېندو ته په کار نهده چې د اومېندوارۍ پرمهال غذايي رژیم ونیسي، ځکه د جُنین روغتیا د مور په سمې تغذیې پورې تړاو لري.
د نسايي ولادي ډاکټره ریحان قادري د اومېندوارۍ پرمهال د مېندو پر مناسبې تغذیې ټینګار کوي او وايي، د اومېندواره مېرمنو لپاره هېڅ ډول غذايي رژیم نه توصیه کیږي.
هغه وايي، اومېندواره مېرمنې باد د ورځې په ترڅ کې تر ۳ ځلې زیات خواړه وخوري.
«کله چې یوه ښځه اومېندواره وي، د خوړو محدودیت باید ونهلري، ځکه دا کار لامل کیږي چې د هغې په ګېډه کې ماشوم خوارځواکه شي. په اصل کې اومېندواره ښځو ته غذايي رژیم مناسب نه دی. اومېندواره ښځه باید یوه شپه او ورځ کې د درې ځلې خوړو خوړلو ترڅنګ دوه ځلې نور هم خواړه وخوري، که د معدې ستونزه لري لږ ـ لږ او په لنډو وقفونو کې دې خوراک کوي. په کورنۍ کې تر ټولو ښه خواړه باید اومېندواره ښځې ته ورکړل شي. یو سالم ماشوم هغه وخت نړۍ ته راځي چې مور یې په خپلو لومړیو زرو ورځو کې بشپړه او مقوی غذا ترلاسه کړي. ان هغو ښځو ته هم چې وزن یې ډېر وي، د حمل پر مهال رژیم نه ورکول کېږي.»
همدارنګه، د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون د داخله عمومی ډاکټر عبدالمحسن وايي چې د اومېندوارۍ پر مهال د مور ناسمه تغذیه له زېږون وروسته د مور پر روغتیا هم منفي اغېز کولی شي.
«سخت غذایي رژیم هغه ته ویل کېږي چې محدود خوراک وشي، لکه یوازې غوښه، لوبیا یا سبزيجات. حال دا چې انسان یوازې یوې غذایي مادې ته اړتیا نهلري، بلکې بېلابېلو او متنوع خوړو ته اړتیا لري. هغه ښځې چې داسې رژیمونه نیسي چې بشپړ غذایي مواد پکې نه وي، په لومړي ګام کې د بدن دفاعي سیستم کمزوری کېږي او په دویم ګام کې د دوی د هډوکو، عضلو او هاضمې سیستم په بدن کې پر ټولو غړو منفي اغېز کوي. په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د کمکالورۍ رژیم لري، د ویټامین ډي، پروټین او کلسیم له کمښت سره مخ کېږي. موږ داسې ښځې هم وینو چې له زیږون وروسته خپل سر پټوي چې دا د سختو سردردیو له امله وي، ځکه دوی د امیندوارۍ پر مهال د اوسپنې له کمښت سره مخ شوي وي او کافي اندازه اوسپنه یې نه ده ترلاسه کړې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا، د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون د ماشومانو متخصص غلام حضرت وايي، د نويزېږېدلي ماشوم روغتیا د مور له روغتیا سره تړلې ده او هر څومره چې مور په متوازن او مناسب ډول تغذیه شي، هومره به سالم ماشوم وزېږوي.
هغه وايي: «هره اومېندواره ښځه باید بېلابېل ډوله خواړه وخوري؛ هغه خواړه چې کافي مغذي مواد ولري او په ترکیب کې یې ویټامینونه او منرالونه شامل وي. ځکه کله چې ښځه اومېندواره وي، یوه برخه یې د مور د روغتیا لپاره ګټوره وي او بله برخه یې د ماشوم د ودې او پرمختګ لپاره ځانګړی اهمیت لري. جنین چې د مور په رحم کې وي، تغذیه یې د مور له لارې ترسره کېږي.»
دغه ډاکټر خبرداری ورکوي او وايي که یوه مور د اومېندوارۍ پر مهال غذایي رژیم ونیسي، نو ماشوم یې خوارځواکه نړۍ ته راځي او دا ماشوم به په راتلونکې کې له نورو ستونزو سره هم مخ شي.
هغه په دې اړه زیاتوي: «هغه ماشومان چې له خوارځواکه او هغو مېندو چې مناسب غذايي رژیم نه لري، نړۍ ته راځي، امکان لري چې وخت نهمخکې تولد شي او یا په خپله ماشوم خوارځواکه ووسي؛ یانې د رحم دننه یې وده کمزورې وي او کمزوری نړۍ ته راشي. دا کمزوري نه یوازې په پیل کې ستونزې جوړوي، بلکې د ماشوم او د هغوی د والدینو لپاره په راتلونکي کې هم جدي مشکلات رامنځته کوي. ان ممکن چې د ماشوم عصبي سیستم په سمه توګه بشپړ شوی نه وي او په راتلونکي کې د دماغي فالج د رامنځته کېدو لامل شي.»
په همدې حال کې یو شمېر هغو ښځو چې د اومیندوارۍ پر مهال یې غذایي رژیم نیولی و، خپلې تجربې له سلاموطندار سره شریکې کړي.
۳۵ کلنه نرګس چې د پنځو ماشومانو مور ده، په خپلې وروستۍ اومیندوارۍ کې یې رژیم نیولی و.
هغه وايي، ماشوم یې په کم لږ وزن سره زیږېدلی او د نورو ماشومانو په پرتله کمزورې دی.
«زه د پنځو ماشومانو مور یم. ما د اومیندوارۍ له اوومې میاشتې څخه غذایي رژیم پیل کړ. زه لوړ فشار لرم او وزن مې هم زیات و، نو د همدې لپاره مې رژیم ونیو. دا پرېکړه مې خپله وکړه. ما ډېر سبزيجات او مېوې خوړلې او له غوړیو مې ډډه کړې، خو له بده مرغه ماشوم مې د خپلو نورو ماشومانو په پرتله ضعیف زیږېدلی. وزن یې نږدې دوه نیم کیلو وو او زه خپله د وینې کمښت سره هم مخ شوم.»
د کاپیسا د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۰ کلنه فاطمه درې ماشومان لري او وایي چې د اومېندوارۍ پر مهال د وزن د کنټرول لپاره یې رژیم نیولی و او له همدې امله یې ماشوم سم نه وو تغذیه شوی.
هغې وایي: «زموږ په کورنۍ کې هم د وزن زیاتوالی ارثي دی او زما ماشوم هم مناسب وزن نهدرلود، ځکه ما د حمل پر مهال د وزن د کنټرول لپاره رژیم نیولی و او خپله مې سم خواړه نه خوړل. د حمل پر مهال سرخوږی او ستړیا وي. ما ونه شو کولی چې په سمه توګه خواړه وخورم. نو له همدې امله مې ماشوم کم وزن درلود.»
ګلجان یوه بله مور ده او وايي: «ما له وړاندې د معدې ستونزې لرلې، ډېره اشتها مې نه درلوده او که مې هم څه خورل، په زړه مې ښه نه لګېدل او سر مې ګرځېد. له همدې امله مې کافي خواړه نه خوړل. بیا کله چې ماشوم مې نړۍ ته راغی، ډېر ضعیف و.»
له دې ټولو سره سره، ډاکټران ټینګار کوي چې ناسالم غذايي رژیمونه کولی شي د مور او ماشوم روغتیا ته جدي زیان ورسوي.
دوی زیاتوي چې د اومېندوارۍ پر مهال د سالمې تغذیې په اړه د ښځو د پوهاوي کچې په لوړولو سره د مور او ماشوم روغتیا تضمینیږي.


