میاشتنی عادت یا حیض د یوې ښځې د ژوند یوه طبیعي برخه ده. معمولآ میاشتنی عادت له ۳ تر ۷ ورځو دوام کوي او ځینې ښځې یو څه ناراحتۍ سره مخ کیږي، خو شته یو شمېر ښځې چې دغه وخت کې سخت جسمي دردونه تجربه کوي.

د روغتیاپالانو په وینا، د میاشتني عادت پرمهال شدید دردونه د کیست، ماشوم‌ نه‌راوړلو، د رحم فیبروید یا هورموني اختلالاتو په څېر د جدي ستونزو ښکارندويي کوي.

د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې چې امکانات هم په کې محدود دي، میاشتني عادت ته پام نه‌کول او د شرم په سترګه ورته کتل، کولی شي د ښځو جسمي روغتیا زیانمنه کړي.

تخار کې د نسايي ولادي برخې متخصصه ملالۍ جویا وايي، د میاشتني عادت پرمهال دردونه د بدن د کمزورتیا او د ښځو د فعالیت کمېدو اصلي لاملونه دي. د هغې په وینا، په خپل وخت د غیرطبیعي دردونو تشخیص کولی شي عوارض یې راکم کړي.

هغه په دې اړه زیاتوي: «دوه ډوله دردونه لرو. یو طبیعي درد دی او بل غیرطبیعي درد دی، طبیعي درد هغه دی چې د میاشتني عادت پرمهال ښځې ورسره مخ کیږي او ملا او پښې یې درد کوي. خو غیرطبیعي هغه دردونه دي چې د زغم وړ نه وي او یوه ښځه له ورځني فعالیت غورځوي. دغو دردونو ته باید ډېر جدي پام وشي.»

د نسايي ولادي برخې له ډاکټره ثریا احمدي وايي، د میاشتني عادت پرمهال غیرطبیعي دردونو ته پام نه‌کول د کیست، رحم سرطان، کمزورتیا، خپګان او ځينو نورو ناروغیو رامنځ ته کېدو لامل کیږي.

هغه خبرداری ورکوي چې دغه پایلې د ښځو جسمي روغتیا او د هغوی د اومیندواره کېدو پر وړاندې ګواښ پېښوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«نجونې چې د میاشتني عادت پرمهال هر ډول درد سره مخ کیږي، دوی باید یوه متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي، ځکه چې دا شدید دردونه دي او طبیعي بڼه نه‌لري، باید درملنه یې وشي، که درملنه یې ونه‌شي، د کیست، دانو او سرطان رامنځ ته کېدو ته لاره هواروي، یا هم رحم یې زیانمن کیږي، همدارنګه ښځو کې د کمزورتیا، خپګان او نورو جسمي ناروغیو لامل کیږي.»

تخار کې یوشمېر هغه نجونې چې د میاشتني عادت پرمهال یې شدید دردونه تجربه کړي، نه‌پوهاوی، دردونو ته په عادي سترګه کتل او ټولنه کې ناسم دودونه هغه لاملونه بولي چې په وینا یې، ډاکټر ته یې مراجعه نه ده‌کړې او د هغوی روغتیا ته یې زیان رسولی دی.

د تخار د نهرچمن اوسېدونکې ۱۸کلنه زحل او ۲۴ کلنه سما چې له شدیدو دردونو وروسته یې اوس درملنه پیل کړې وايي: «لومړی ځل ۱۶کلنه وم چې متوجه شوم زما دردونه له نورو نجونو سره توپیر لري. خجالته به وم چې دغه موضوع یو چا سره شریکه کړم، فکر مې کاوه چې عادي خبره ده، له څلورو کلونو وروسته چې کله مې د کار کولو توان له لاسه ورکړ، ډاکټرې را ته وویل چې د تخمدان کیست لرم او باید هرڅه ژر درملنه پیل کړم.»

«ګېډې مې، ملا مې او د ګېډې لاندې برخې به مې درد کاوه، کورنۍ ته به مې نشو ویلی، ویل به یې ټولې نجونې دغسې کیږي، اوس ۲۴ کلنه یم او واده مې کړی، ماشومان مې نه پیدا کیږي، وايي رحم مې دانه لري، تقریبا دوه کاله کیږي چې تر درملنې لاندې یم.»

۲۰کلنې مروې یو کال وړاندې واده کړی او وايي، له درملنې وروسته یې هغه دردونه ښه شوي چې پخوا به یې د میاشتني عادت پرمهال درلودل.

«۱۸کلنۍ کې متوجه شوم چې ډاکټرانو راته وویل چې تخمدان کې مې کیست لرم او که واده وکړم الله راته اولاد نه راکوي. کله به چې میاشتنی عادت را باندې راغی سر به مې ضعف او زده‌ بدوالی پیدا کاوه، له شرمه به مې مور ته نه ویل.»

د دې ټولو ترڅنګ، تخار کې مدني فعاله مرسل محمدي د شرم او یا ټولنه کې د ناسمو باورونو په دلیل د میاشتني عادت پرمهال دردونو ته نه‌پام کول د ښځو د روغتیا پر وړاندې جدي ننګونه بولي او وايي، د ښوونیزو کمپاینونو په لاره اچول، رسنیو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونو جوړول او د ښځو لپاره د مشورې مرکزونو رامنځ ته کولی کولی شي د دغې ستونزې کمښت کې اغېزناکه تمام شي.

«د مدني او انساني حقوقو له نظره، د شرم او ټولنه کې د ناسمو باورونو په دلیل د ښځو او نجونو له لوري د میاشتني عادت پرمهال دردونو ته نه‌پام، د روغتیا او جنسیتي عدالت په برخه کې مهمه ننګونه ده. د دغې ستونزې لپاره لاندې ګامونه پورته کولی شو. پوهاوی ورکول، د رسنیو، ښوونځیو، صحي مرکزونو له لارې د میاشتي عادت په اړه د ښوونیزو کمپاینونو او عمومي ښوونې په لاره اچول، رواني خدماتو ته زمینه برابرول، د مشورې ورکولو مرکزونو جوړول، ترڅو هغوی وکولی شي له قضاوت کېدو پرته، د میاشتني عادت په اړه د ستونزو په تړاو مشوره ترلاسه کړي.»

دا داسې مهال دی چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ۲۰۱۸ کال کې ویلي وو، د افغانستان د ښوونځو ۷۰ سلنه نجونې د میاشتني عادت پرمهال له شنډه‌ کېدو څخه د وېرې په دلیل حمام نه‌کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام