د اسلامي همکاریو سازمان نن شنبه، مرغومې ۲۸مه، د افغانستان په اړه د تماس ډلې د تخنیکي ـ مقدماتي غونډې کوربهتوب وکړ. په دې ناسته کې د تماس ډلې غړو د افغانستان پر وړاندې د ګډ او متوازن چلند پر اهمیت او اړتیا ټینګار کړی دی.
غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي خالد عبدالعزیز الخلیفي وویل، د تماس ډلې دریځ باید د افغانستان بشري اړتیاوو ته ځوابویونکی وي او له یاد هېواد سره د رغنده او مسوولانه تعامل لپاره زمینه برابره کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي: «قطر باور لري چې دا غونډه د تخنیکي ارزونو د تبادلې، د هڅو د همغږۍ او د عملي سپارښتنو د جوړولو لپاره یو مهم فرصت دی، چې د تماس ډلې د اغېزمن او یوپارچه عمل وړتیا پیاوړې کوي.»
د یادې غونډې جوړېدو وروسته، اسلامي امارت یو ځل بیا په دې ډول غونډو کې د خپل استازي د بلنې او حضور پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د افغانستان په تړاو په غونډو کې د حکومت د استازي ګډون کولای شي پر وروستیو پرېکړو اغېز ولري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د افغانستان په اړه د مهمو ناستو پرېکړې هغه مهال اغېزمنې کېدای شي چې د حکومت استازي پکې حضور ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «موږ غواړي چې په داسې غونډو کې ګډون وکړو، څو د خپلې خوا استازیتوب په ښه ډول وکړو او د افغانستان وضعیت په سمه توګه تشریح کړو، او له دې لارې د افغانستان په اړه نیول شوي پریکړې اغېزمنې او ګټورې ثابتې شي.»
هغه همداراز د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو لهخوا له افغانستان سره د بشري مرستو د لازیاتې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
سیاسي شنونکي د افغانستان په اړه د دغو غونډو اغېزمنتیا د ګډونوالو ترمنځ له لازمې همغږۍ او د هغوی د وینا او عمل ترمنځ له توازن سره تړلې بولي.
سیاسي شنونکی برنا صالحی وایي، تر هغو چې عملي ګامونه وا نه خیستل شي، دا ډول ناستې به محدود اغېز ولري.
هغه وویل: «د دغو غونډو د کمې موثریت علت د ګډونوالو تر منځ د وينا او عمل تر منځ ناسم توازن دی، او همدارنګه د نړيوالو سازمانونو او د افغانستان د دولت تر منځ همغږي نشتوالی دی؛ بل مشکل چې د دغو غونډو موثریت کم کړی، بنديزونه او د افغانستان د اوسني حکومت نه پېژندل کېدل دي؛ ځکه چې د بشرپالنې مرستو رسولو حالت جدي ننګونې ته مخامخ کړی دی.»
د یادونې وړ ده چې د اسلامي همکاریو سازمان تماس ډلې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په اړه دوه تخنیکي او مشورتي غونډې ترسره کړې دي.
د دې سازمان لومړۍ تخنیکي او مشورتي ناسته د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کارپوهانو په کچه ترسره شوه او دویمه ناسته د شنبې پر ورځ د وزیرانو په کچه د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شوه.
د افغانستان په اړه همغږي او سلا مشورې او کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې د وزیرانو د راتلونکي سفر لپاره چمتووالی، د دغو ناستو تر ټولو مهم بحثونه بلل شوي دي.


