افغانستان له سعودي عربستان سره د شوې هوکړې له مخې، هر کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره له ۱۳ تر ۳۰زره کسانو لپاره سهمیه ترلاسه کوي. دغه سهمیه د مسوولو بنسټونو له لوري د ښځو او نارینهوو ترمنځ ټاکل کېږي.
افغانستان کې مېرمنې له تېرو کلونو راهیسې د بېلابېلو لاملونو له کبله د یادې فریضې ادا کولو لپاره له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
سلاموطندار په دې راپور کې له ۲۳ مېرمنو (یوولس مېرمنې چې حج ته تللي او ۱۲ مېرمنې چې حج ته په تمه دي) خبرې کړي چې موندل شوې، ښځې د حج ادا کولو لپاره له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.
اقتصادي ستونزې، د سفر لوړ لګښت او پچهاچوونه کې شته ستونزې، د حج ادا کولو لپاره د دوی پر وړاندې له لویو ننګونو څخه دي.
۵۰کلنه صدیقه چې د لغمان اوسېدونکې ده او ۵۵کلنه ماه ګل چې د بامیان اوسېدونکې ده، سلاموطندار ته وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله نهدي بریالۍ شوي چې حج وکړي.
صدیقې وویل: «له ځوانۍ راهیسې، ما تل غوښتل چې یوه ورځ د خدای کور له نږدې وګورم. زموږ اصلي ستونزه پیسې دي. موږ شخصي عاید نهلرو. هرکله چې زه په تلویزیون کې د حج اعلان ګورم، زما زړه ماتیږي. زه پوهیږم چې د لوړو لګښتونو له امله، دا مهال زموږ لپاره دا ممکنه نهده. د حج بیه اوس ډېره لوړه شوې. که غواړو لاړ شو، نو موږ باید یا د ځمکې یوه ټوټه وپلورو یا پور واخلو چې بیا یې بېرته ورکول خورا ستونزمن دي.»
ماهګل وویل: «زموږ د حج د سفر اصلي انګېزه د خدای کور ته رسېدل دي. زه پیسې نهلرم. زه نشم تللی، ځکه چې پیسې نهلرم. خو زه ډېره هیله لرم چې خدای به یوه ورځ ما هلته بوځي. زه یوه ښځه یم چې له خپلو دوو لوڼو سره ژوند کوم. موږ ځمکه یا ملکیت نهلرو. موږ پیسې نهلرو. د کورنۍ لپاره، زما لوڼې مکلفې نه دي چې زما سره مرسته وکړي.»
د تخار اوسېدونکې ۳۸ کلنه مریم چې د بېوزلۍ له امله یې د حج کولو خوب لري، وايي: «له هغه وخته چې زه کوچنۍ وم، ما د حج کولو سره ډېره لېوالتیا لرله، خو تراوسه مې خپل خوب نهدی رښتیا شوی. ما تل د هر هغه چا سره ډېره علاقه درلوده چې له حج څخه راستانه شوی وي. ما به ویل چې یوه ورځ به زه هم لاړه شم. زه د حج کولو لپاره ډېره لېواله یم، ځکه چې زه تراوسه حج ته نهیم تللې. زه پیسې نهلرم. لګښت ډېر لوړ دی. موږ یوه منځنۍ کورنۍ یو، نو موږ دومره ډېرې پیسې نهلرو. زما خاوند کار کوي، هغه یوازې د کور لګښتونه پوره کولی شي. ترټولو لوی خنډ چې زه یې، حج کولو څخه منع کړې یم، مالي ستونزه ده.»
بلخوا یوشمېر مېرمنې له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د لګښتونو په کمولو سره، د نوملیکنې بهیر کې اسانتیا رامنځته او ښځو ته د حج کولو لپاره برابر فرصت رامنځته کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کندوز څخه ۳۴ کلنه مهتاب د سفر د لوړو لګښتونو، انتظار او په قرعهکشي کې د ځنډ په اړه وايي: «حج ته د تګ او راتګ لګښت ډېر فشار راوړونکی دی. مالي سرچینې ډېرې کمې دي. حج ته تګ او راتګ ډېر ګران دی، په ځانګړې توګه که فرضي حج وي. لګښت ډېر لوړ دی. حرمین شریفین ته د ښځو د تګ ننګونه، اقتصادي ستونزې، دویم، دوی له محرم پرته اجازه نه ورکوي. که د سفر لګښت کم وي، نو کولی شي خپله هیله پوره کړې، ډېر خلک چې د تګ توان لري په لاټرۍ کې یې، نوم نهراوځي، دوی کلونه انتظار وي.»
۲۵ کلنه ارزو احمدي چې د بادغیس اوسېدونکې ده او څو ځله یې د حج کولو نوملیکنه کړې، خو نهده توانیدلې چې سفر وکړي. هغه وايي: «زما اصلي انګېزه د هغه مذهبي دندې ترسره کول دي چې خدای موږ ته سپارلې ده. له ماشومتوب راهیسې، ما د خدای د کور لیدلو او هلته د دعا کولو خوب لیدلی دی. دلیل چې زه تراوسه حج ته نهیم تللې، دا دی چې زه ویلای شم چې ډېرې ستونزې وې. مالي ستونزې او همدارنګه لاټري چې تل زما نوم نهو. موږ مالي فشار هم لرو. زه د کور ښځه یم او زما خاوند محدود عاید لري.»
یوشمېر دیني عالمان بیا وايي چې ښځې او نارینه د حج عبادت کې برابر دي او په وینا یې، د حج کاروان کې د مېرمنو لپاره د بشپړ امنیت برابرېدو ترڅنګ کولای شي، حج وکړي.
دیني عالم صبغتالله واثق وايي: «د حج مراسمو ترسره کولو کې د عبادت په اصل کې نارینه او ښځې سره مساوي دي، خو د ښځو لپاره د حج په ځینو جزئیاتو او مراسمو کې توپیر لري چې دا د ښځو د طبیعت له امله دی. لکه څنګه چې د اخلاقو په اصولو کې یادونه شوې، ځینې توپیرونه او ورته والی شتون لري. د اکثرو علماوو نظر دا دی چې حج د محرم پرته جواز نهلري، خو ځینې معاصر فقها په دې باور دي چې که د حج په کاروان کې د یوې ښځې لپاره بشپړ امنیت برابر شي او هغه د صالحو ښځو په ملګرتیا کې وي، یا د ورته حکومت تر رسمي څارنې لاندې وي، نو هغه کولی شي پرته له محرم څخه حج ته لاړ شي.»
د ښځو حقونو برخې فعاله سوسن خالقیار بیا وايي: «هره ټولنه کې دا اړینه ده چې ښځې او نارینه له خپلو مدني او بشري حقونو څخه برخمنې شي. ډېری مسلمانې ښځې د حج کولو او د حج د مراسمو د ترسره کولو خوب ویني، خو کله چې دوی له داسې نابرابرۍ سره مخ کېږي، نو ډېرې مایوسه کېږي او دا د دې لامل کېږي چې دوی خپل ډېری خوبونه پریږدي، که په مذهبي ډګر کې وي یا په نورو برخو کې. زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې په دې برخه کې باید جنسیتي تبعیض شتون ونهلري او هر انسان، که نارینه وي یا ښځه وي، باید د اسلامي احکامو پر بنسټ له حقونو څخه برخمن شي.»
د حج، ارشاد او اوقاف وزارت د شمېرو له مخې، سږکال شاوخوا ۳۰زره کسان له افغانستان څخه د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي چې له ډلې یې، ۲۲زره نارینه او ۸زره مېرمنې وې.


