دې وروستیو کلونو کې د کندز ولایت اوسېدونکو له مېوهلرونکو باغونو په ځانګړې توګه د انګورو، زردآلو او شفتالو باغونو سره لېوالتیا زیاته شوې.
دغه پرمختګ نه یوازې د کورنیو د ژوند په ښهوالي کې مهم رول لري، بلکې د کاري زمینو برابرولو، د داخلي بازار د ښه کیدو او د کرنیزو تولیداتو د صادراتو د ظرفیت لوړولو زمینه یې هم برابره کړې.
که څه هم فرصتونه شته، خو د کندز باغلرونکي لا هم له یوشمېر ننګونو سره مخ دي.
د مسلکي زدهکړو نشتوالی، د عصري وسایلو نه شتون او د مسؤلو ادارو له لوري د تخنیکي او مالي ملاتړ کمښت هغه ننګونې دي بڼوال ورته د پاملرنې غوښتنې لري.
د کندز یو تن بڼوال حاجي شېرمحمد چې ۵۰ کاله عمر لري وايي، په خپله ۵ جریبه ځمکه یې د شفتالو، زردالو او مڼو باغ جوړ کړی.
نوموړي له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، د باغونو نیالګي یې له سیمهییزو اقلیمي شرایطو سره سمون لري، خو د حاصلاتو بیې ډېرې ټیټې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«د خدای شکر دی، سږ کال مېوې ښې وې. زردالو ښه دي، شفتالو ښه دي او نورې مېوې هم ښې دي. ناروغۍ نه وې. یوازینۍ ستونزه دا ده چې کله زموږ باغونه میوه ورکوي، نو دا ټولې مېوې په یو وخت ښار ته راځي. له همدې امله د مېوو بیې ډېرې ټیټې دي.»
د کندز یو بل بڼوال عبدالحنان د کرنیزو بنسټونو محدودې همکارۍ ته په اشارې سره وايي، که چېرې اړینې فني مشورې ورکړل شي، شته بڼوالي نوره هم پیاوړې کېدلای شي.
هغه وايي: «که چېرې په دوامداره توګه تخنیکي مشورې او روزنه ورکړل شي، نو دا به د باغدارۍ د وضعیت په ښه کولو کې د پام وړ اغېز ولري. دامهال موږ د وچکالۍ او د کافي اوبو نشتوالي سره مبارزه کوو. د سړو خونو نشتوالی لامل کیږي چې زموږ محصولات نورو هیوادونو ته ولیږدول شي، خو وروسته بیرته د افغانستان بازار ته وارد شي، هغه هم په ډېر ستر قیمت.»
له دې سره، هممهاله نویدالله د کندز ولایت یو بل باغ لرونکی. هغه د دې ولایت د بڼوالۍ راتلونکې د حکومتي ادارو او کرنیز بنسټونو په ملاتړ پورې تړلې بولي.
«که چېرې د کندوز له بڼوالۍ ملاتړ ونشي، نو راتلونکې به یې ښه نه وي، خو که حکومت او ادارې زموږ ملاتړ وکړي او زموږ د میوو د ساتلو لپاره د سړو خونو اسانتیاوې برابرې کړي، موږ کولی شو ووایو چې د کندوز باغدارۍ پرمختګ کړی او په ریښتیا سره پرمختګ کوي.»
ورته وخت کې د کندز پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد زاهدالله عابد له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، کندوز د ګرم اوړي، معتدل ژمي او حاصلخېز خاورې له امله د ډېرو مېوهجاتو د کرنې او پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
د هغه په وینا، کندز کې د انګور، زردآلو، شفتالو، انار، بادام او مڼې باغونه په ډېرو ولسوالیو کې ښه حاصل ورکوي.
نوموړی زیاتوي چې د تخنیکي پوهې نشتوالی، اصلاحشویو نیالګیو ته نهلاسرسی او د عصري وسایلو نه لرل د بڼوالو مهمې ستونزې دي.
«بڼوال له حده ډېرې ستونزې لري. خو یو څو چې مهمې دي زه یې یادونه کوم. لومړی بڼوال سوداګریزو وریټیو ته لاسرسی نه لري. همدارنګه زمونږ بڼوال کافي پوهه نه لري او د ونو په روزلو او پاللو نه پوهېږي، مالومات نه لري چې څانګو غوڅولو په اصولو نه دي خبر، باغونو کې ناروغي نه شي کنټرول کولی، همدارنګه بڼوال پرمختللو وسایلو ته لاسرسی نه لري.»
له دې ټولو سره، کندز د کرنې ریاست د بڼوالۍ امر عبدالرحمن زاهد د باغدارۍ د ودې روان بهیر مثبت بولي او یاتوي:
«همکاره موسسو په مرسته د کرنې وزارت باغلرونکو ته ښه خدمات وړاندې کوي. د مثال په توګه، په دې وروستیو کې د یوې همکاره موسسې او د ترویج عمومي مدیریت په مرسته د کندز په ۷ ولسوالیو کې د ۷ باغلرونکو لپاره د نیم جریبه ځمکې په ساحه کې د انګورو باغ جوړ شو. د هر باغ لرونکي لپاره، باغداري له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې د کورنیو د ملاتړ په برخه کې مهم رول لوبوي.»
په داسې حال کې چې اقلیمي او اقتصادي بحرانونه د خلکو پر اوږو بار ډېر کړی، بڼوالي کولی شي د محلي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو پایداره حللاره شي، خو د بنسټونو او همکاره موسسو له ملاتړ پرته دا کار امکان نهلري.
بڼوالان له دولت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د تخصصي زدهکړو، سړو خونو، مقاومو نیالګیو او د با ثباته بازارونو برابرولو په برخه کې یې لاسنیوی وکړي.


