کله چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې ګرځې، تر هر څه د مخه به د خلکو له ناچارۍ او ناخوښیو سره مخ کېږي. دلته به داسې نجونې او ښځې ووینې چې بنډل بنډل ډوډۍ یې مخې ته ايښي او دې ته په تمه دي چې څوک ورشي او ترې ویې پېري. په دې ډله کې، داسې نجونې هم شته چې د درسي ټولګي پر ځای، د ناچارۍ له کبله دلته ناستې دي او سهار تر بېګاه د څو پیسو موندلو لپاره زیار ګالي.
فرشته هغه نجلۍ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته له ښوونځي پاتې شوې ده. هغه چې په ښار کې ډوډۍ پلوري، وايي: «باید زموږ ښوونځي پرانېستل شي، ژر خپلې زدهکړې پای ته ورسوو؛ ازموینه ورکړو، پوهنتون ولولو، څو راتلونکي کې یو څه رانه جوړ شي؛ خپله او د کورنۍ خرچه پیدا کړو، له دې ډوډۍ پلورلو څه په لاس نه راځي.»
یوه بله نجلۍ چې د فرشتې څنګ ته ناسته ده، مخې ته یې یو بنډل ډوډۍ ايښې ده چې ویې پلوري. کله چې ورسره خبرې پیلوو، سترګې یې له اوښکو را ډکېږي او وايي، هیله یې لرله چې راتلونکي کې ډاکټره شي؛ خو ناچاري اړ کړې چې خپلې هیلې پرېږدي او دا سختي ومني.
دا نجلۍ چې ساجده نومېږي او د اووم ټولګي زدهکوونکي ده، وايي: «پلار مې مړ شوی، مور مې ډوډۍ پخوي او زه یې دلته راوړم، پلورم یې؛ کله پلورل کېږي او کله نه کېږي. نن ډوډۍ هېڅ نه پلورل کېږي، پرون ښه وه.
زهرا هم چې ښار کې ډوډۍ پلوري، وايي چې د کور سرپرست نه لرلو، د خوراکي توکو لوړې بیې او په کرایي کور کې اوسېدو اړ کړې چې په کور کې ډوډۍ پخه او دلته یې وپلوري. هغه وايي، د نهم ټولګي زدهکوونکې ده او له یوه کال راهیسې د ناچارۍ له کبله اړ شوې چې نیمايي ورځ په ښار کې ډوډۍ وپلوري، څو کور ته پرې خوراکي توکي یوسي.
هغه په ښار کې د کوڅهډبو هلکانو له ځورونې هم شکایت کوي او ايي: «کله چې ماښام شي، ډېر هلکان راځي او موږ ځوروي، شمېرې رانه غواړي او هر ډول مفتې خبرې کوي، له نارینهوو سره یوځای یوو؛ کله ځینې نارینه راځي، لاسونه مو لمس کوي او بدې خبرې راته کوي.» هغه چې له ژونده ناخوښي یې په څېره کې له ورایه ښکاري، د ګیلې په ډول زیاتوي: «باور وکړئ موږ له ژونده ستړې کېږو او ځورېږو. کاش چې د خوړو یوه مړۍ ډوډۍ مو لرلی، دلته نه راتللی او ډوډۍ مو نه پلورلی او د خلکو له خبرو لرې وای. همداسې ستړې او ځیګرخونه کېږو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د تخار مسوولان د هلکانو له لوري د دغو نجونو ځورونه نه مني او وايي، تر اوسه په دې اړه ورته هېڅ شکایت نهدی رسېدلی. د تخار د ښاروالي ویاند حیاتالله صفري وايي: «زموږ هڅه دا ده چې د علماوو شورا او د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر سره په ګډه د دغو کارګرو ښځو د کار شرعي جواز په اړه غونډه جوړه کړو. که د اسلامي شریعت له مخې یې جواز درلود، ځای ورته برابروو.»
که څه هم هېواد کې د کارګرو ښځو کره شمېرې نشته، خو ګڼشمېر ښځې د ناچارۍ او د کور سرپرست نه لرلو له کبله اړ دي چې په ښار یا د خلکو کورونو کې کار وکړي؛ څو خپلې او د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.