تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسلهوالو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.
د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلاموطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیبالله لور وه.
د نوموړي په وينا، وژل شوې نجلۍ ۲۴ کاله عمر لري او نن مخکې له غرمې شاوخوا ۱۰ بجې د تالقانو ښار «حفیظبای» سيمه کې د مخپټو موټر سپرو وسلهوالو له لوري ووژل شوه.
خليل اسير زياتوي، تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه نجلۍ ولې وژل شوې خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د يادولو ده چې دغه پېښه د تخار ولايت امنيې قومندانۍ ته په ۵۰۰مټرۍ کې شوې ده.
تر اوسه پورې د يادې پېښې مسوولت چا پر غاړه نه دی اخيستی.