دې وروستیو ورځو کې د فیروزکوه ښار د خوراکي توکو پلورنځي د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نهلري. پخوا به له سهاره تر مازدیګره فیروزکوه ښار د خلکو تګراتګ زیاد وو، خو دې وروستیو اوونیو کې د لومړینو توکو د بیو په لوړیدو سره، د خلکو تګراتګ کمرنګه شوی دی.
د غور یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د بد اقتصادي وضعیت له امله نهشي کولی په لوړه بیه خوراکي توکي وپېري او ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ دي.
د فیروزکوه ښار اوسېدونکی پروېز وايي: «د فيروزکوه په بازار کې د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي. موږ اوړه یو یا یونيم مياشت مخکې په ۱۲۰۰ یا ۱۳۰۰ افغانۍ اخيستل، خو اوس یې بیه ۱۸۰۰ یا ۱۹۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د وريجو بیه هم همداسې ۵۰۰ تر ۶۰۰ افغانیو پورې لوړه شوې ده.»
د فیروزکوه یو بل اوسېدونکی ضیاالحق وایي: «یو میاشت، یونيم میاشت مخکې چې موږ غوړي اخیستل، په ۸۰۰ افغانۍ و، خو اوس یې بیه ۱۱۰۰ یا ۱۱۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. همداراز د وریجو، لوبیا او ټولو نورو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. له حکومت نه زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې جدي څارنه وکړي، ځکه د خوراکي توکو نرخونه پورته تللي او په غور کې کار و بار هم نشته.»
د غور اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې د لومړینو توکو بیې کنترول کړي او هغو کسانو سره جدي چلند وکړي چې په لوړه بیه توکي پلوري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې د غور منډوي بازار کې د توکو پلورونکي وايي، د لوړو ګمرکي تعرفو، د سړکونو خرابوالي او د خوراکي توکو د رالېږدولو لارو د لرېوالي په دلیل د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي دي.
د غور د منډوي یو پلورونکی غلام سخي وایي: «کله چې توکي راځي، ګمرکي محصولاتو ته ډېر ې زیاتې پیسې واخیستل شي. وروسته دغه توکي هغو شرکتونو ته ځي چې په هرات، غزني یا کابل کې دي. هر هغه ولایت چې واردات کوي او بیا یې غور ته لېږي، نو قیمت ورته لا لوړ تمامېږي. همدا لامل دی چې په فیروزکوه ښار کې دوکانداران او پلورونکي مجبوره دي چې لږترلږه ۱۰، ۲۰ یا حتی ۵۰ افغانۍ د اجناسو په بیه ورزیاتې کړي.»
د غور ځایي چارواکي وايي، له دولتي بنسټونو څخه یې یوه ګډه کمیټه جوړه کړې چې په منظم ډول نرخونه کنترولوي او هېڅ پلورونکی په خپل سر د بیې لوړولو حق نهلري.
د غور د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو او سوداګریزو چارو امر مولوي عبدالخالق حیدر وايي: «انشاءالله کمېټه به په دوامداره توګه څارنه وکړي، خپل کارونه په بازار کې ترسره کوي، د احتکار او د توکو د لوړ پلور مخه نیسي. په تېرو څو ورځو کې چې د سرحدونو په برخه کې ستونزې پیدا شوې وې، د نرخونو په لوړیدو کې بدلون راغلی و، خو دا موقتي و، او اوس حل شوی دی او ستونزه نشته. تاسو هم په جریان کې یاست چې د هېواد په کچه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کمېټې مسوولیت پر غاړه لري. انشاءالله هیڅ دلیل د تشویش یا اندېښنې لپاره نشته چې خلک فکر وکړي د توکو بیې به لوړې شي.»
د غور ځایي چارواکي ټینګار کوي چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه یې لومړیتوب دی، ترڅو وکولی شي د خلکو ستونزې حل کړي.


