د غزني په مُقر ولسوالي کې د دغې ولسوالي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت په یو میلیون افغانیو د یوې مدرسې د جوړېدو چارې پیل کړې.
د یادې مدرسې د جوړېدو چارې د خلکو په مالي لګښت پیل شوي چې تر راتلوتکو شپږو میاشتو به بشپړې شي.
د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلاموطندار ته وايي چې دغه مدرسه به د مقُر ولسوالي په «بابوکلا» سیمه کې جوړه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د معلوماتو له مخې، دغه مدرسه به پر یو جریبه ځمکه جوړه شي چې یو صالون او څلور خونې به ولري او څه باندې ۳۰۰ زدهکوونکي به پهکې دیني زدهکړې ترلاسه کړي.
د غزني د مقُر ولسوالي د «بابوکلا» سیمې اوسېدونکي د یادې مدرسې د جوړولو چارو پیلېدو څخه خوښي ښيي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د غزني اوسېدونکو په مرکز او ولسوالیو کې په خپل شخي لګښت ښوونځي او دیني مدرسې جوړې کړې وې.