نوریه هغه مور ده چې څلورم ماشوم یې تازه نړۍ ته راغلی او دامهال د خوراځواکۍ درملنې لپاره روغتون کې بستر ده. هغه د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، اقتصادي ستونزې او د اومیندوارۍ پرمهال د مناسبو خوړو نه‌شتون لامل شوی چې نوی زېږېدلی ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شي او خپله هم ښه وضعیت نه لري.

هغې وویل: «زمونږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، ماشوم مې تازه نړۍ ته راغلی، خو خوارځواکه دی، څو ورځې کیږي چې بستر دی. زه خپله هم تل ناروغه یم، ډاکټران را ته وايي چې ډېره کمزورې شوې یې او باید تقویه شې. درې نور اولادونه هم لرم، اقتصادي وضعیت مو خراب دی.»

د یوې بلې ناروغې پایواز نرګس وویل، ډېری کورنۍ نه‌شي کولی د اومیندوارۍ پرمهال میندو ته مناسب خواړه برابر کړي. د هغې په وینا، فقر او بېوزلي لامل کیږي چې اومیندواره مېرمنې او ماشومان یې په مختلفو ناروغیو اته شي.

هغې سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل: «له جسمي پلوه خپله هم ډېره کمزورې ده، ډاکټران چې کوم خواړه توصیه کوي، سخته ده چې لرې پرتو سیمو کې یې کورنۍ چمتو کړی شي. ډېری کورنۍ بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او نه‌شي کولی اومیندواره مېرمنو ته غوښه، میوې او لبنیات چمتو کړي. ډېری اومیندواره مېرمنې خوارځواکۍ څخه ځوریږي، کله چې روغتونونو ته مراجعه کوو، داسې ډېر ماشومان وینو چې د خوارځواکۍ په دلیل بستر شوي، ان خپله میندې یې جسمي کمزورتیا لري او د ویټامینونو کمښت سره مخ دي»

ورته وخت کې غزني کې روغتیاپال محمد اشرف صاحب‌زاده د اومیندواره مېرمنو لپاره د مناسبو خوړو پر چمتو کولو ټینګار کوي او په دې اړه وايي: «اساسي خواړه اړین دي، له انرژۍ ډک خواړه، لکه کاربوهایډرېټ، دویم، پروتین، شحمیات او ترڅنګ یې، د خوړو مرسته‌کوونکي فکټورونه چې منرالونه او ویټامینونه دي، باید واخیستل شي. په دې مانا چې یوه امېندواره مېرمن هغه ټول خواړه واخلي چې اساسي خواړه ولري. موږ او تاسې درې وخته خواړه خورو، خو امېندواره مېرمن باید یو یا دوه ځلې ډېر خواړه وخوري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


غزني کې د رواني روغتیا ډاکټر خیال محمد افغان وايي چې بې‌وزلي او ناچاري د یوې امېندوارې مېرمنې لپاره د سټرېس او اندېښنو لامل کېدای شي او دا چاره د مور او ماشومان پر روغتیا اغېز لري.

هغه وویل: «په امېندواره مور او د هغې په ماشوم باندې د بې‌وزلۍ اغېزې جدي او څو اړخیزې کېدی شي. ماشوم کم وزن هم  زېږېدلی شي او ممکن د تغذیې او فزیکي ودې ستونزې هم ولري. د معافیت کمزوری سېسټم، بې‌وزلي، په پایله کې مور د فشار او رواني فشار سره مخ کوي، کوم چې د مور په بدن کې هورمونل بدلونونه رامنځته کوي او د جنین په عصبي او رواني پرمختګ منفي اغېزه کوي. همدارنګه د وخت څخه مخکې زیږون خطر زیاتوي.»

د ماشومان او نویو زېږېدلو د برخې متخصص نقیب‌الله کاموي د امېندواره مېرمنو د تغذیې پر ارزښت ټينګار کوي او خبرداری ورکوي چې د سالمې تغذیې نشتوالی او کمښت به مور ته ناوړه پایلې ولري.

هغه وویل: «که امېندواره مېرمن اړین غذايي مواد ترلاسه نه‌کړي، نو دا به ناوړه پایلې ولري. په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې، چیرې چې موږ له فقر او کمزوري اقتصاد سره مخ یو او زموږ په ټولنه کې یوه لویه ستونزه د خوړو فقر دی. د امېندوارو مېندو منځ کې د خوړو کمښت د دوی د ماشومانو د ضایع‌کېدو، سقط‌کېدو، له وخت څخه مخکې زېږېدلو لامل کېږي، په دې معنی چې دوی له وخت څخه مخکې زېږېږي. له وخت څخه مخکې زېږېدلي په ډیرو ناروغیو اخته کېږي او همدارنګه د ناڅاپي سقط لامل کېږي. هغه ماشومان چې مېندې یې، د امېندوارۍ پرمهال متوازن خواړه خوړلي وي، د دې بدبختو ناروغیو څخه مخنیوی کېدی شي.»

د یادونې وړ ده چې د کاري فرصتونو نشتوالی او د حکومتونو د پلانونو نشتون، د دې لامل شوی چې هېواد کې ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام