د نړیوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق «جيایاېف» افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو راکمولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روحالله امین وايي، دغه پروژه به په بدخشان او کونړ ولایتونو کې پلې شي او موخه یې، د اقلیمي بدلون پروړاندې د یادو سیمو د اوسېدونکو لاسنیوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه پروژه به د ملګروملتون د پرمختیايي پروګرام یا «یوانډيپي» په همکاري د پنځو کلونو په ترڅ کې پلې شي.
هغه وویل: «دغه پروژه پراخ فعالیتونه لري چې له ډلې یې، د کرنې وده او د شاړو ځمکو بېرته احیا، د طبیعي سرچینو مدیریت، د څرځایونو، شنو او ځنګلي سیمو پراختیا، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبو سېسټمونو مدیریت دې پروژه کې شامل دي. تمه ده چې دا پروژه به یادو سیمو کې د اقلیمي بدلون اغېزو کمولو کې مرسته وکړي او وضعیت به ښه کړي.»
دغه پروژه په سیمهییزه کچه مثبتې اغېزې لرلی شي؛ خو د چارو یوشمېر کارپوهان بیا وايي، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید له افغانستان سره زیاته مرسته وشي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه شعیب سادات وویل: «اوسني اقلیمي بدلون ته په کتو چې موږ ورسره مخ یوو، دا مرستې کمې دي او باید دېر کارونه وشي دې برخه کې، څو د نړیوالو صندوقونو او میکانیزونو له لارې ډېرې مرستې ولرو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چاپېریال ساتنې یوه بل کارپوه مصطفی احمدزي وویل: که څه هم افغانستان د شنوګازونو په خپرېدو کې لږه ونډه لري؛ خو په وینا یې، له اغېزو یې، ترټولو ډېر اغېزمن دی او نړۍ بايد داسې پروژې پلې کړي چې افغانستان له دغه حالت څخه وژغوري.
هغه وویل: «اړتیا ده چې نړۍ دې برخه کې ډېر کار وکړي، څو افغانستان له یاد وضعیت ووځي. افغانستان د اقلیم بدلون کې کمه ونډه لري، خو ډېره ونډه نور هېوادونه لري. د ورته پروژو پليکول که ډېر شي، تر ډېره به افغانستان کې اغېزې کمې شي.»
د معلوماتو له مخې، افغانستان دامهال په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون د اغېزمنو هېوادونو په قطار کې شپږم ځای لري.
یوازې د تېر میلادي کال پرمهال هېواد کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن شوي او تر ۵۰۰ زره ډېر کسان د سېلابونو، وچکالۍ او نورو اقلیمي بدلونونو له امله بېځایه شوي دي.


