د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال نږدې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان دي.

الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه، جولای لومړۍ نېټه، په یوه راپور کې ویلي چې نږدې ۴۰ کسان هغه مهال ووژل شول چې اسراییلي جېټ‌الوتکو پر یوه رسټورانټ «کافه» برید وکړ.

په دې کافه کې د یوه ماشومان د زېږون ورځ نمانځل کېده او غزه کې تر ټولو مشهور ځای دی. په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي. همداراز خبریالان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا کافه د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د سرپناه په توګه کارول کیده او د انټرنټ اسانتیا له امله به فعالان او خبریالان هم ورتلل.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله لږترلږه ۵۶،۵۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۳۳،۶۴۲ کسان بیا ټپیان شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام