هادي هادي نومېږم او د کابل د یوه خصوصي پوهنتونو د کمپیوټرساینس پوهنځي زدهکړیال یم. په یوه ښوونیز مرکز کې د تافل نړیوالې ازموینې لپاره پر چمتووالي هم بوخت یم.
له مصنوعي ځیرکتیا سره مې بلدتیا د ټولنیزو رسنیو د کارولو پرمهال پیل شو. د یوټیوب ویډیو مې لیدلې او د انسټاګرام منځپانګه مې اړوله او راوړله چې ناڅاپي مې سترګې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پر یوه مطلب ولګېدې.
د دې منځپانګې پیل تر ډېره داسې و چې د یوې نوې ښکارندې او ټکنالوژۍ معرفي وي، هغه څه چې له راتلونکې راغلې او ورو ورو د انسانانو ژوند ته دننه شوې ده. همدا د نويکېدو او نه منلو بڼه لامل شوې چې زما تلوسه یې زیاته کړه او د دې ټکنالوژۍ زدهکولو ته یې زه وروبللم.
مصنوعي ځیرکتیا سره له بلدتیا مخې، د دې ټکنالوژۍ په اړه د ډېرو خلکو ذهنیت تر ډېره د علمي–تخیلي فلمونو او کیسو تر اغېز لاندې و. مصنوعي ځیرکتیا یوه پېچلې، ناپېژندل شوې او ان تر یوه بریده اندېښمنوونکې ټکنالوژي بلل کېده؛ داسې انګېرنه موجوده وه چې دا به یا نړۍ وژغوري او یا به ورته جدي ګواښ واوسي.
په دې تصور کې، مصنوعي ځیرکتیا یوازې د ساینسپوهانو، مسلکي پروګرامرانو او لویو شرکتونو په واک کې وه او عادي خلک به ترې چندان ګټه وانهخلي. ډېرو باور نه درلود چې دا ټکنالوژي به یوه ورځ په اسانه ډول د شخصي ژوند او د زدهکړې په بهیر کې د کارونې وړ وګرځي.
خو شاوخوا یوکال وړاندې، له مصنوعي ځیرکتیا سره عملي او واقعي بلدتیا پیل شوه. دا بلدتیا د لوړو موخو لپاره نه، بلکې د شخصي لېوالتیا او د ساده کارونو لپاره وه. په پیل کې ترې د معلوماتو د لټون، د لنډو متنونو د ژباړې او د عمومي پوښتنو د ځوابولو لپاره کار اخیستل کېده.
هغه مهال دا انګېرنه موجوده وه چې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې ډېرې محدودې دي او له دې ابتدایي استفادو پرته به ترې د نورو امکاناتو تمه نه شي کېدای.
خو د وخت په تېرېدو سره، د مصنوعي ځیرکتیا په اړه لیدلوری ورو ورو بدل شو. هر څومره چې ترې ډېره استفاده کېده، هماغومره یې وړتیاوې او امکانات روښانه کېدل. دا ټکنالوژي په تدریجي ډول د ورځني ژوند او د زدهکړې د بهیر یوه ثابت او مهمه برخه وګرځېده.
اوس مهال، د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو مهمه ګټه د زدهکړې په برخه کې د مرستې او د تعلیمي مهارتونو د پیاوړتیا په توګه یادېږي؛ په ځانګړي ډول د ژبو په زدهکړه او د درسي مفاهیمو په ښه درک کې. کله چې له ستونزمنو موضوعاتو او پېچلو پوښتنو سره مخ کېږم، مصنوعي ځیرکتیا مرسته کوي چې دا موضوعات په ساده ژبه درک کړم او خپلو پوښتنو ته چټک او کره ځوابونه ومومم.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ژوند په بهیر کې یو له مهمو بدلونونو څخه چې مصنوعي ځیرکتیا رامنځته کړې، د وخت سپما او د کار د موثریت زیاتوالی دی. تر دې وړاندې، د یوې پوښتنې د ځواب یا د یوه پېچلي مفهوم د درک لپاره به ساعتونه د معلوماتو په لټون تېرېدل؛ خو اوس د کره او ګټورو معلوماتو چټک او اسانه لاسرسی، د زدهکړې لاره نوره هم اسانه کړې ده.
مصنوعي ځیرکتیا دا امکان برابروي چې د معلوماتو په پراخ بهیر کې له سرګردانۍ پرته، نېغ په نېغه روښانه او د پوهېدو وړ ځوابونو ته لاسرسی وشي.
په پای کې، مصنوعي ځیرکتیا د انساني خلاق فکر بدیل نه، بلکې یوه ځواکمنه وسیله بلل کېږي؛ داسې وسیله چې د سم او مسوولانه کارونې ارزښت یې ډېر لوړ دی.
پیغام دا دی چې ځوان نسل او هغه کسان چې تازه له دې ټکنالوژۍ سره بلدتیا پیدا کوي، باید په پوهاوي، هدفمند او مسوولانه ډول ورنږدې شي.
که مصنوعي ځیرکتیا په سمه لاره وکارول شي، د زدهکړې، فردي ودې او د ځوانانو د پرمختګ لپاره ستر فرصتونه رامنځته کولی شي. راتلونکی د هغو کسانو دی چې د ټکنالوژۍ له وېرې پر ځای، هغه پېژني او په هوښیارۍ ترې ګټه اخلي.


