د خوست ولايت مقام څخه نن ورځ پنج شنبه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په خوست ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو. 

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د یاد نظارت په ترڅ کې څلور روغتيايي مرکزونه او دری درملتونونه د روغتيايي مقرراتو او قوانينو د نه مراعت له امله د ښار په دويمه او څلورمه ناحیو کې تړل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د روغتيايي مرکزونو پلټنه او ازرونې موخه د روغتیایي مرکزونو د کیفیت لوړول او د عامه روغتیا د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول دي.

وو، په ترڅ کې یې د خوست ښار د دویمې او څلورمې ناحیې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه د روغتیایي قوانینو او مقرراتو د نه مراعت له امله وتړل شول.

خبرپانه کې له ټولو روغتیایي مرکزونو او درملتونونو له مشولانو غوښتنه شوي، چې د عامې روغتیا اړوند قوانین او مقررات په جدي ډول پلي کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام