وروسته له هغې چې دې وروستیو کې د هېواد مختلفو ولایتونو کې سېلابونو ګڼ شمېر کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واړول، یوشمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، د دولت او مرستندویه بنسټونو مرستو ته اړتیا لري.

د تېرې اونۍ له پیل راهیسې د هېواد یوشمېر ولایتونو کې سخت بارانونه شوي چې په پایله کې یې ویجاړونکي سېلابونه راوتلي.

دغو سېلابونو کې د ځاني زیان ترڅنګ، خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

تېره ورځ د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې بارانونه وشول او د سېلابونو راوتلو په دلیل ۲۸۰ کورونه وران شوي او نژدې ۵ زره جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده.

دغو سېلابونو کې یوشمېر زیانمن شوي له دولته د مرستو غوښتنه کوي.

د لوګر د محمد‌اغې ولسوالي اوسېدونکي حمزه او د ننګرهار د مومنددرې ولسوالي اوسېدونکي یاسر په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل:

«زمونږ کور ته سېلاب راغئ او زمونږ د ځمکې حاصلات یې له منځه یوړل، تقریبآ تر ۱۲سوه جریبه ځمکه یې ورانه کړه، دولت او موسسې باید مرسته وکړي، باید له واړندې مونږ ته استنادي دېوالونه جوړ کړي.»

«د تېرې ورځې سېلابونو، کور، خونې او هرڅه ویجاړ کړل، دولت باید استنادي دېوالونه جوړ کړي، باید له مونږ سره مرستې وشي، له وړاندې باید په دې اړه پروګرامونه وسنجول شي، ترڅو د زیان اوښتو کچه مو کمه شي.»

افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت او اقلیمي شرایطو په دلیل تل له طبیعي ننګونو سره مخ دی.

دې وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلونونه او یو ناڅاپه ورښتونه د ویجاړونکو سېلابونو راوتلو لامل شوي؛ دغو سېلابونو نه یوازې د خلکو کورونه وران کړي، بلکې کرنیزې ځمکې چې د کلیوالو خلکو د عاید اصلي سرچینه ده، ورانې کړي دي.

دې وروستیو سېلابونو کې یوشمېر نور زیانمن شوي هم شکایت کوي چې د ور اوښتو زیانونو جبران او د خپلو کورونو او کرنیزو ځمکو ابادولو لپاره د دولت او مرستندویه بنسټونو مرستو ته اړتیا لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوګر اوسېدونکي عید محمد او د کاپیسا اوسېدونکي عبدالعزیز وویل:

«کرنیزې ځمکې یې له منځه وړي، کورونه یې وران کړي، د ګڼ شمېر کورنیو هرڅه یې له ځانه سره وړي، د هغوی خوراکي توکي تر اوبو لاندې شوي، یوشمېر کورنیو سره اوس هم مرسته نه ده شوې.»

«له حکومته غواړو چې د استنادي دېوالونو جوړولو ته پام وکړي، ځکه د سېلابونو په نتیجه کې فقر پراخیږي، زمونږ کرنه له منځه ځي، د عاید بله سرچینه نه‌لرو، کم له کمه مونږ ته باید له وړاندې پوهاوی راکړل شي.»

خو پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند یوسف حماد وویل، دغې ادارې تېرو دریو میاشتو کې د مرسته‌کوونکو کورنیو او بهرنیو موسسو سره په همکارۍ، نژدې ۶۷ زره سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.

««د سېلابونو احتمالي اغېزو مخنیوي او د وضعیت مدیریت لپاره دغې ادارې د موسسو په همکارۍ، یو لړ پلانونه اجرا کړي او پروژې مو پیل کړي. تېرو دریو میاشتو کې مو ۶۵زره او ۷۷۴ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې او دغه پروسه همداسې دوام لري.»

د چاپریال ساتنې برخې کارپوهان هم افغانستان کې د سېلابونو په پایله کې د زیان اوښتو لوړه کچه د مقاومتي سیستمونو کمزورتیا بولي.

د دوی په اند، د چیک‌ډیمونو، بندونو او د اوبو ذخیرو جوړول کولی شي د سېلابونو په دلیل د رامنځ ته کېدونکي زیان کچې کمېدو او د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړېدو لامل شي.

د یادونې ده چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې تر دې وړاندې ویلي وو، سېلابونو کې زیانمنو شویو کورنیو ته به د مرسته‌رسوونکو بنسټونو په همکارۍ مرستې ووېشل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام