د غزني د امنيې قومانداني وياند سيداسحاق صالح وايي، پېښه پرون ناوخته د غزني د مرکز اړوند د کوتل روضې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا ډوله موټر له سړک څخه واوښت.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صالح وایي چې په قربانیانو کې درې مېرمنې او دوه نارینه شامل دي او موټر چلوونکی هم سخت ټپي شوی دی. هغه د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې غوري بللې.
د روضې کوتل د غزني ولایت مرکز اړوند ختيځ لور ته پرته ده چې د کابل ــ کندهار د لویې لارې تر ټولو خطرناکه سیمه بلل کېږي او وخت ناوخت پکې خونړۍ ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.