Asset 1SWN

سلام وطندار

فطرت: افغانستان کې د داعش حضور پراخ ښودل شوی

hamdullah-fitrat-qrkx224trb64aeavf1a4821s19st6cxmj4v0b91x8o

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د امریکا کانګرېس ته په خپل شپږشپیتم راپور کې ویلي، په افغانستان کې د داعش، د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي او القاعدې موجودیت د اندېښنې وړ بللی دی. سیګار ویلي، ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او داعش هم د دغه هېواد او سیمه‌ييزو ثبات پر وړاندې «مهم ګواښ» دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت دغه راپور نه مني او وايي، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله نشته او په هېواد کې د داعش حضور پراخ ښودل شوی دی. نوموړی ټینګار کوي چې داعش ډله افغانستان ته د ناټو په مشري د بهرنیو ځواکونو له راتګ وروسته جوړه شوې، خو اوس یې د اسلامي امارت کشفي او استخباراتي ځواکونو د عملیاتو وړتیا ور کمزورې کړې ده.

فطرت زیاتوي: «د اسلامي امارت ځواکونو داعش ډله ځپلې او که داعش ته اړوند ځینو کسانو خپل فعالیت ته دوام ورکړی وي، کشفي او استخباراتي ځواکونو یې د خوځښتونو مخه نیولې ده.»

د سیګار په راپور کې لیکل شوي چې داعش ډلې د تېر زېږدیز کال پر مهال په افغانستان، ایران، روسیې، پاکستان او ترکیې کې د ۶۰ بریدونو مسوولیت منلی دی. د دغه راپور موندنې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د داعش بریدونه د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د ترهګرو پر وړاندې مبارزې لپاره «اطلاعاتي او استخباراتي» همکارۍ ولري. نوموړی زیاتوي: «تر ټولو غوره لاره دا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه همغږي سره ولري، څو د دغو ډلو پر وړاندې لازم تدابیر ونیسي. نړۍ دې پر دې وپوهېږي چې د داعش ريښې له افغانستان څخه دباندې دي.»

بله‌خوا د نظامي چارو شنونکی محمدصادق شینواری د سیګار د راپور په اړه وايی، دغه ډول راپورونه تر ډېره سیاسي او تبلیغاتي بڼه لري. نوموړی ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو پای ته رسولو په موخه له نورو هېوادونو سره غونډې جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګرو ملتونو، د افغانستان ځینو ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو هم تر دې مخکې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې ښودلي، خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې هېچا او هېڅ ډلې ته به اجازه ور نه‌کړي، څو د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي او د نورو هېوادونو ګټې وګواښي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام