د سپټمبر ۲۱مې د سولې نړیوالې ورځې په را نژدې کېدو سره، د هېواد له ۱۴ ولایتونو څخه ۳۰ ځوانانو د سولې د نوي تعریف په وړاندې کولو سره، هغه د جګړې له بندېدو هم پراخه بولي او د ټولنیز عدالت، کاري فرصتونو او د ښوونې حقونو پر تامین ټینګار کوي.
له دغو ځوانانو سره د «سلاموطندار» د شویو خبرو پایلې ښيي چې دوی اوسنیو شرایطو کې سوله نیمګړې بولي.
د دوی په وینا، د رسنیو، ټولنیزو شبکو او تعلیمي بنسټونو له لارې د عامه پوهاوي ورکول، فرهنګي فعالیتونه، کورنۍ او ټولنې کې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه، د کاري زمینو برابرول، د هوسا ژوند د شرایطو رامنځته کول او د زدهکړو ترویج کولی شي تلپاتې او واقعي سولې ته زمینه برابره کړي.
له هرات څخه ارواهپوهه فریبا کبرزاني سوله داسې تعریفوي:
«نه، سوله یوازې د جګړې بندېدل نهدي، بلکې د امنیت تأمین دی؛ داسې امنیت چې خلک وکولی شي په آرامۍ ژوند وکړي، زدهکړو، کار او عدالت ته لاسرسی ولري، په ازاده توګه خپل نظر څرګند کړي او نظر یې د ټولنې لهخوا واورېدل شي او ارزښت ولري. کله چې خلک د ارامۍ احساس وکړي، د ژوند دوام ته هیله ولري او د خپلو استعدادونو ته د انعکاس ورکولو فرصت ولري، نو ویلی شو چې سوله تأمین شوې ده.»
د بامیانو اوسېدونکی او د عامه پالیسیو په برخه کې لیسانس لرونکی نقیبالله فهیم دامهال د انګلیسي ژبې آنلاین ښوونکی دی. هغه د افغانستان لپاره د تلپاتې سولې د بنسټونو په اړه داسې نظر لري:
«زما په باور سوله یوازې د جګړې بندېدل نهدي، بلکې امنیت، ټولنیز عدالت، ټولو ته مساوي فرصتونه او د بشري حقونو درناوی دی. د جګړې نهشتون د سولې یوه برخه ده، خو کافي نهده. نه، افغانستان حقیقي سوله نهلري. که څه هم پراخه جګړه کمه شوې، خو د بېکاري، بېوزلي، توپیر او ټولنیزو محدودیتونو په څېر ستونزې لا هم شته چې د تلپاتې سولې مخه نیسي.»
یو شمېر ځوانان بېکاري، اقتصادي کړکېچ، د حکومت لهخوا د ځوانانو د غږ نهاورېدل او د نجونو پر زدهکړو محدودیت د واقعي سولې د نهتامین مهم دلایل بولي.
د جوزجان اوسېدونکې ۲۱ کلنه مسعوده د کاري فرصتونو د برابرولو او په ټولنه کې د فقر په لهمنځه وړلو ټینګار کوي او وايي، په داسې شرایطو کې چې خلک بېکاره او وږي وي، هغوی نهشي کولی ریښتینې سولې ته ورسېږي.
«زما په نظر یوازې د جګړې نه شتون کافي نهدی. که خلک بېکاره وي او ډوډۍ ونهلري، نو هغه سوله زما لپاره بې مانا ده. په تېرو دریو میاشتو کې زموږ زرګونه هېوادوال له پاکستان او ایران راستانه شوي، خو ډېری یې هیڅ کار نهلري. نو هغه سوله چې اوس شته، د دوی د ژوند ښهوالي لپاره هېڅ مرسته نه شي کولی.»
د بادغیس اوسېدونکی ۲۸ کلن رمضان رحماني د اقتصاد پوهنځي اوسېدونکی دی او د ځوانانو لپاره د کار او زدهکړو زمینو په برابرولو ټینګار کوي. دی وايي:
«ځوان نسل سوله په کار، زدهکړه او پرمختګ کې ویني. که ځوانانو ته د کار او زدهکړې زمینه برابره شي، نو دوی به کډوالي ونهکړي، نوښتونه به راوړي او افغانستان کې به مثبت بدلونونه رامنځته کړي. سوله هغه وخت راځي کله چې نوی نسل کار ته داخل شي. دا کار به د کاري فرصتونو د ودې، پرمختګ او د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د زدهکړې علاقې زیاتولو لامل شي.»
د بامیانو اوسېدونکې ۲۲ کلنه ملکه عادلي په بېلا بېلو برخو کې د ځوانانو د ماناداره ګډون پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، د ځوانانو د اساسي اړتیاوو ته پاملرنه کولی شي هغوی ریښتینې سولې ته ورسوي:
«د یوې ځوانې په توګه زه کولی شم د پوهاوي لوړولو، د خبرو فرهنګ په ترویج، د قومي او جنسي تعصبونو پر ضد مبارزې او په ټولنیزو فعالیتونو کې په ګډون سره خپله برخه واخلم. د رسنیو او ټولنیزو شبکو له سمو کارونې سره زه کولی شم د سولې او یووالي پیغام خپور کړم.»
په دې راپور کې ګډونوالو ځوانانو وړاندیز کړی چې د حقیقي سولې د ترلاسه کولو لپاره باید مدني بنسټونه د ظرفیت جوړونې پروګرامونه، ورکشاپونه او د پوهاوي ورکولو کمپاینونه پیل کړي، رسنۍ باید د ځوانانو غږ ته انعکاس ورکړي او د سولې مثبت روایتونه خپاره کړي.
د کندوز اوسېدونکی ۲۳ کلن میلاد او د تخار اوسېدونکې ۲۷ کلنه نسرین جویا په دې اړه وايي:
«زما له نظره د سولې راوستو لپاره یوازینی لار همدا ده چې د حکومت او مدني ټولنو لهخوا د کاري فرصتونو برابرولو، د ګډون زمینې، د زدهکړې فرصتونو او پوهاوي ورکولو ته پراختیا ورکړل شي. زه یوه نیمه میاشتې مخکې له ایران نه راغلی یم، بېکاره یم او بیا غواړم ایران ته لاړ شم، خو حیران یم چې څنګه لاړ شم. له دولت څخه هیله لرم چې لومړي ګام کې ځوانانو ته د کار فرصت، د ګډون او زدهکړو زمینه برابره کړي. زه په کور کې هیڅ عاید نه لرم.»
«یو ځوان کولی شي د زدهکړو، خبرو، مثبتو نظرونو شریکولو او د یو بل منلو له لارې د اړیکو یو پُل ووسي، نه د جلاوالي دېوال. که ځوانانو ته پوهاوی ورکړل شي او غوره فرصتونه برابر شي، دوی کولی شي یو بل ومني او مرسته ورسره وکړي. باید داسې پروګرامونه جوړ شي چې ځوانانو ته فرصت ورکړي، ترڅو په سیمهییزه او ملي کچه په سولې کې رول ولوبوي.»
په دې راپور کې د سولې او تلپاتې سوله کې د ځوانانو رول په اړه له شپږو سیاسي کارپوهانو او د نړیوالو اړیکو متخصصانو سره هم خبرې شوي.
د سیاسي مسایلو کارپوهان سلیم پیګیر او سید قریب الله سادات وایي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې ځوانان تر ډېره د جګړو قرباني شوي او نن ورځ هم تر ټولو زیاتې ستونزې ځوانان زغمي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«سمه ده چې نن ورځ جګړه نشته، خو هغه ځوانان چې بېکاره دي، دوی سولې ته په بله مانا ګوري. که کار وي، حکومت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي او زدهکړې ته زمینه برابره شي، نو دا سوله ده. ځوانان د سولې د راوستلو او ساتلو په برخه کې اساسي او مهم رول لري. هغه هېوادونه چې ډېره برخه یې ځوانان دي، باید ورته پاملرنه وشي. عموماً ځوانان په جګړو کې کارول شوي او موږ په تېرو پنځوسو کلونو کې ځوانان له لاسه ورکړي. د اسلامي امارت وظیفه ده چې ځوانانو ته مناسبه ونډه ورکړي. یوازې د جګړې نه شتون د ۱۰۰٪ سولې مانا نهلري.»
«موږ دامهال په سوله کې یو، چېرته چې جګړه نشته، هغه سوله ده، خو تلپاتې سوله هغه ده چې ځوانانو مثبت رول ولري، ځوانانو ته د زدهکړې، کار او دندې فرصتونه ورکړل شي. دولت، بنسټونه او مدني سازمانونه باید د زدهکړې او امکاناتو زمینه ورته برابره کړي، ترڅو موږ وکولی شو د سولې غږ په ښارونو، کلیو او سیمو کې لوړ کړو او د مقابلو پر ځای د تفاهم لاره ومومو.»
د چارو کارپوهان وړاندیز کوي چې حکومت، بنسټونه او مدني ادارې باید د ځوانانو لپاره د زدهکړې او اړینو امکاناتو زمینه برابره کړي، څو ځوانان په حکومت کې برخه ولري.
د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیر په دې اړه وایي:
«سوله یوازې د جګړې نهشتون نهدی، سوله داسې مانا لري چې ځوانان کار ولري، زدهکړه وکړي، د راتلونکي لپاره هیله ولري او په سیاسي چارو کې برخه ولري. ځوانان له دې نعمتونو محروم دي، له همدې امله افغانانو ته د سولې نړیواله ورځ بله مانا لري. ځوانان باید ژمن وي، فعاله شي او له خپلو حقوقو دفاع وکړي چې د سیاسي پروسې څخه بېبرخې پاتې نه شي. په نظام کې ځوانانو ته ځای نهورکول کېږي، هغوی ناهیلي کوي او اړ کوي چې کډوالۍ ته مخه کړي.»
دې سره، د نړیوالو اړیکو کارپوهان سید ضیا حسیني او سید عبدالمقدم امین د ملګرو ملتونو د منشور او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر بنسټ، سوله د جګړې د بندېدو، د بشري حقونو د رعایت او د قومونو ترمنځ سولهییز ژوند بولي او وایي:
«د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او نورو نړیوالو سندونو له مخې، سوله هغه حالت ته وايي چې په کې جګړه او وسلهواله تاوتریخوالی پایته رسېدلی وي، د خلکو بنسټیز بشري حقونه مراعت شوي وي، ټولنیز عدالت، برابري او ازادي تضمین شوې وي، فردي او ټولنیز امنیت ټینګ وي او خلک بې له وېرې او ګواښونو خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي. سوله یوازې د جګړې نهشتون نهدی، بلکې داسې حالت دی چې په کې قومونه، مذهبونه او ټولنیزې طبقې په سولهییزه توګه سره ژوند وکړي. د خبرو، مصالحې او تفاهم زمینه برابروي او مخالفین هم د خبرو او ګډون په بهیر کې شامل وي.»
«سوله دوه اړخیزه مانا لري چې دا دواړه اړخونه یې په نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په منشور کې ثبت دي. لومړی اړخ منفي سوله ده، یانې جګړه ختمه شوې او په هېواد یا سیمه کې نښته نهوي. دا یوه بڼه سوله ده. خو حقیقي سوله له جګړې د بندېدو څخه هم پراخه ده او باید اقتصادي پرمختګ، ټولنیزه هوساینه، عدالت او سیاسي ثبات هم پهکې شامل وي. که دغه شرایط برابر وي، نو ویلی شو چې حقیقي سوله رامنځته شوې.»
د سلاموطندار خبریال هڅه وکړه دغه راپور کې د حکومت د ویاند نظر هم ترلاسه کړي، خو په پرلهپسې هڅو سره سره، بریالیتوب نهشو.
په هر حال، د سولې نړیواله ورځ د سپتمبر ۲۱مه هر کال د ملګرو ملتونو له لوري نمانځل کیږي.
د دې ورځې اصلي هدف د جګړې او تاوتریخوال بندول، د خبرو او تفاهم فرصت برابرول او په نړۍ کې د ګډ ژوند کلتور خپرول دي.


