«دا تنور چې سوځي، یوازې مې همدې ته ژوند خاورې کړ. راځم ډوډۍ پخوم، لږ ډوډۍ مې ماشومانو ته هم وړم. دا هم ژوند دی.»
فاطمه چې شاوخوا ۵۰ کلنه ښکاري، ديارلس کاله کېږي چې يوې ويجاړې شوې خاورینې کوټه کې پر جوړ تنور ډودۍ پخوي.
فاطمه هر سهار د کابل له لوېدیځ دشتبرچي سیمې څخه پلسرخ ته راځي، څو د نورو لپاره د ډوډۍ په پخولو سره، د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغې وویل: «تنور کول مجبوري ده. دلته سهار وختي راځم تنور ګرموم. نور ویده وي، زه راځم، مجبوري ده، نو. مجبوري چې نهوي، نهراځم. کور مې هم لرې دی، له دشتبرچي راځم.»
د فاطمې خاوند چې د سترګو ناروغي لري، نهشي کولای د ګټېوټې کار پیدا کړي. د دغې کورنۍ بېوزلي د فاطمې اولادونه هم دې ته اړ کړي چې کتاب او قلم پرېږدي او کارکولو ته مخه کړي.
د فاطمې یو ماشوم د خیاطۍ هټۍ کې کار کوي او بل یې د څو افغانیو لپاره پر سړکونو د موټرو ښیښې پاکوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فاطمه وايي چې د هغې پخواني پېرېدونکي اوس هم ورته راځي، که څه هم عاید یې ډېر نهدی؛ خو په وینا یې، له خپل کار راضي ده.
نوموړې وویل: «مشتریان پخواني دي، له هغه وخته چې زه دلته راغلې یم، هماغه مشتریان دلته راځي. دوی هم وايي چې ته بېوزله یې، تاته به هم یو څه شي، ستا چاره هم وشي. ته هم له مجبوریت راځې.»
فاطمه د ماښام تر شپږو بجو په خپله نانوايي کې کار کوي او له هغې وروسته ورو ورو په ډېرې ستړيا سره پل سوخته سیمې ته ګامونه اخلي او له هغه ځایه له خپل خاوند سره یوځای د کور پر لوري ځي.
نوموړې وویل: «له کار پرته چاره نشته، کله نا کلنه مې خاوند سره شخړه کوم، خو وروسته پېښمانه کېږم، ځکه هغه هم نابینا دی. یوه سترګه یې نهوي، زنګ راته وهي چې څه وخت ځې، د همدې لپاره پل سوخته ته ځم له لاس یې، نیسم او ځوو»
د فاطمې ژوند هم د هېواد د زرګونو نورو ښځو په څېر هغه څه نهدي چې هغې غوښتل او فاطمه اړه ده چې د لرګیو په څېر خپلې هیلې هم په تنور کې وسوځوي.


