سلام‌وطندار په هېواد کې د مېرمنو ترمنځ د ځان‌وژنې د پېښو څېړنې په تړاو په دې راپور کې له  اوو داسې کورنیو سره خبرې کړي چې د کورنۍ یوې غړې یې، ځان‌وژنه کړې ده.

د دې راپور موندنې ښيي چې جبري وادونه، د ښوونځیو تړل‌کېدل، فقر او د کورنیو فشار، نجونې ناهیلۍ ته اړ کړي او دا چاره لامل شوې چې دوی خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

په دې راپور کې مرکه شوي، وايي چې ټولو دغو نجونو افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، ځان‌وژنې کړې دي چې درېوو یې، ځانونه زندۍ کړي، دوو تېزاب خوړلي، یوې ځان ته اوراچولی او یوې بلې هم د لاس رګ پرې کړې دی.

عبدالستار چې ۲۸کاله عمر لري او د جوزجان اوسېدونکی دی، د خپلې ۲۰ کلنې خور «خالده» د ځان‌وژنې په اړه وایي: «دا پېښه د ورځې په نیمایي کې وشوه. زما مور د ترور کور ته تللې وه. خالده ملېمستون کوټې ته تللې، د رسۍ په واسطه یې، ځان زندۍ کړی و. هغې د مهمان‌خانې دروازه قلف کړې او ټول ځایونه یې بند کړي و او دوشکې او بالښتونه یې، اېښی و او ځان‌وژنه یې کړې؛ موږ هېڅ نه‌یوو پوه شوي. وروسته له دې چې زما مور د خاله له کور راغله او خالده یې ولیدله، پوه شو چې هغې خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی.»

خالده د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه، خو د نجونو د زده‌کړو بندېدو سره، هغه له ښوونځي پاتې شوه او د کورنۍ له‌خوا، د دې له خوښې پرته کوژدن شوه. د هغې ورور عبدالستار وایي چې ټولنیز فشارونه، د کورنۍ ستونزې او په خپګان د خور اخته‌کېدل یې، د هغې د ځان‌وژنې اصلي لاملونه بولي.

هغه زیاتوي: «هو، خالده څو ځله راته ویلي وو چې بالاخره به ځان‌ ووژني. موږ هغه نامزاد کړې وه، خو ډېره خوشاله نه وه. پلار مې یو څه سخت‌گیر و. په دې وروستیو کې ډېره خاموشه وه، خبرې یې کمې کړې وې او یوازېتوب ته تللې وه. د رواني ستونزو ښکار شوې وه. مکتبونه وتړل شول، د ورزش مخه ونیول شوه، له بل‌خوا د کورنۍ اقتصادي ستونزې او بې‌کاري هم ورسره یوځای شوې وه. همداسې زرګونه نورې ستونزې وې چې په پایله کې دې غمجنې پېښې ته ورسېده.»

نسرین محمدي چې د تخار اوسېدونکې ده، وايي، د خپلې نږدې ملګرې د بې‌ساه بدن لیدل چې د کور په انګړ کې په ونې پورې ځوړند و، د ژوند تر ټولو دردناکې شېبې وې.

د هغې په وینا، د تره لور یې چې ۱۷ کلنه وه، تېرکال د کورنۍ له‌خوا د جبري او وخت نه مخکې واده له امله، د خپل ژوند پای ته رسولو هڅه وکړه او ځان یې وواژه.

نسرین زیاتوي: «د هغې د ځان وژنې طریقه داسې وه چې د کور په انګړ کې یې ځان په رسۍ ځړولی و، موږ بهر وو. له ځان‌وژنې مخکې کله ناکله د جبري واده او خپګان خبرې کولې، خو هېڅکله یې نه‌و ویلي چې د ځان‌وژنې نیت لري. زما په اند د هغې د ځان‌وژنې اصلي لامل د جبري واده او د کورنۍ له پرېکړې سره ناخوښي وه. د ډېر فشار لاندې وه، خو هېڅکله یې د ځان وژنې هڅه یا ګواښ نه‌و کړی. پېښه په ناڅاپي ډول رامنځته شوه. هغې ته د رواني خدمتونو لاسرسی نه‌و، که لاسرسی یې درلود، باور لرم چې ښايي ځان یې نه وای وژلی.»

۲۵کلن جمعه‌ګل د غور  اوسېدونکی چې د خپلې ورېندارې د ځان‌وژنې په اړه وايي: «دا پېښه تېرکال رامنځته شوه. د کورنۍ دویمه لور وه او تر دولسم ټولګي یې زده‌کړې کړې وې. د لاس رګونه یې پرې کړل، ډېر وینه یې توی کړې او ژوند یې له لاسه ورکړی و. په خبرو او چلند کې مې کومه جدي نښه نه لیدله، یوازې لږ ستړې او خپه ښکارېده. په کور کې زموږ کومه ستونزه نه وه. که یې کوم درد یا ستونزه لرله، موږ پرې نه پوهېدو. ښايي له خپل پلارګنۍ څخه یې ستونزه درلوده. مخکې یې، یو روی‌بار درلود چې کورنۍ یې مخالفت کړی و.»

د ښځو د ځان‌وژنې دغه پېښې په افغانستان کې په داسې حال کې راپور کېږي چې د کارپوهانو په باور، اغېزمنې برنامې او عملي ګامونه کولای شي، د ښځو د ځان‌وژنې د زیاتېدو مخه ونیسي. هغوی خبرداری ورکوي چې د ښځو پر رواني روغتیا بې‌پروايي، د ټولنیز ملاتړ نشتوالی او د کورني تاوتریخوالي دوام کولای شي ټولنه لا ژور کړکېچ ته یوسي.

کارپوهان وړاندیز کوي چې د جبري او وخت نه مخکې ودونو مخنیوی، د نجونو د مکتبونو بېرته پرانیستل او د زده‌کړې فرصتونو برابرول، د وړیا مشورتي او روان‌درملنې خدمتونو وړاندې کول، د زیان‌منو کورنیو اقتصادي او ټولنیز ملاتړ، د ټولنې د لیدلوري بدلون د رواني روغتیا په اړه او د تابوګانو پای ته رسول، کولای شي د ځان‌وژنو کچه راکمه کړي.

د بشري حقونوکارپوه عبدالله احمدي، د هغو حقوقي مکلفیتونو په اړه وایي چې دولتونه یې د ځان‌وژنو د مخنیوي لپاره لري:  «دولتونه مستقیمه دنده لري چې د خپلو وګړو د ژوند او روغتیا ساتنه وکړي. دغه اقدامات کولای شي، د صحې او رواني خدمتونو وړاندې کول، ټولنیز ملاتړ رامنځته کول او د فقر کمول پکې شامل وي. د اقتصادي او ټولنیزو حقونو د کنوانسیون دولسمه ماده دولتونو ته سپارښتنه کوي چې خپلو وګړو ته وړیا رواني خدمتونه برابر کړي. له بلې خوا، د افغانستان په اړه چې دا یوه جنډري موضوع ده، د ښځو د ټولو ډولونو د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون ځانګړې سپارښتنې لري په تړاو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع کولو. دولتونه باید د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي او د زده‌کړې او کار په برخه کې د محدودیتونو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره کړي.»

محمد  چې دا یې (مستعار نوم) دی، د بشري حقونو یو بل کارپوه دی. هغه د ځان‌وژنو د کموالي لپاره د لارو چارو په اړه ټینګار کوي او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته، په ټولنو کې د جنډري تبعیض د له‌منځه وړو، د کورني او ټولنیز تاوتریخوالي پر ضد مبارزې، د ښځو لپاره د حمایوي قوانینو تصویب او د ښځو د خوندي مرکزونو جوړولو ته اشاره کوي او زیاتوي: «په درېیمه ماده د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې په څرګند ډول راغلي: «هر انسان د آزادۍ، ژوند او شخصي امنیت حق لري». دوی ټینګار کوي چې دولتونه مکلف دي د خپلو وګړو له ژوند او حقونو ساتنه وکړي او د ځان وژنې د مخنیوي په موخه لازم ګامونه پورته کړي. دغه اقدامات کولای شي د رواني روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برابرول، د ټولو وګړو لپاره د سالم او مناسب زده‌کړیز چاپېریال رامنځته کول، د اقتصادي او ټولنیز امنیت تأمین، د کورني او ټولنیز تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه، د جنسي تبعیض له منځه وړل او د هغو عواملو مخنیوی پکې شامل وي چې د ځان وژنې لامل ګرځي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ارواپوهان باور لري چې ځان‌وژنه یوه‌بعدي پدیده نه‌ده او نشي کېدای یوازې له یوې ځانګړې دلې سره وتړل شي. د هغوی په وینا، رواني ستونزې، یوازېتوب او ناهیلي د هغو مهمو عواملو له ډلې دي چې انسانان د ځان‌وژنې پر وړاندې زیان‌منو او د کورنۍ او ټولنې شرایط هم په دې برخه کې بنسټیز رول لري.

کارپوهان زیاتوي چې د کورنۍ په کچه، د خوندي چاپېریال رامنځته کول، د ښځو د غږ اورېدل او د تبعیض کمول ځانګړې ارزښت لري.

په ټولنیز ډګر کې، د کار او زده‌کړې برابر فرصتونه او د عامه پوهاوي لوړول د خطر د کچې په کمولو کې مرسته کوي. همدارنګه، په فردي کچه د روحي او رواني وړتیاوو پیاوړتیا د دې لامل ګرځي چې وګړي له ستونزو سره په سالمه او مثبت ډول مقابله وکړي.

سویتا حبیبي او هیبت‌الله ابراهیم‌خېل، دواړه ارواپوهان دي او د ځان‌وژنې د لاملونو او د مخنیوي د لارو په اړه داسې وايي: «موږ ویلی شو چې له څلوېښتو زیات عوامل شته چې انسان دې ته اړ کوي نور هېڅ لاره نه ویني او ځان وژنې ته لاس واچوي. د رواني ستونزو انباشته کېدل، یوازېتوب، ناامیدي او دا احساس چې نور د ځان لپاره کوم حل نه شته، هغه مهم عوامل دي چې د ځان وژنې لامل کېږي. په لومړي سر کې، کورنۍ باید د ښځو لپاره یو خوندي ځای رامنځته کړي، داسې ځای چې دوی پکې واورېدل شي، خپلې احساسات څرګند کړي او په اسانۍ سره خپل درد ووایې. همدارنګه، د جنسي تبعیض کمول په کورنۍ او ټولنه کې اغېزناک رول لري.»

هیبت‌الله ابراهیم‌خېل زیاتوي: «هغه کسان چې د سرحدي شخصیتي اختلال یا ژور خپګان لري، د ځان وژنې خطر یې ډېر لوړ وي. هغه کسان چې د کورنۍ له خوا نه منل کېږي، یا تل تر نیوکې او سرزنش لاندې وي، د ځان د بې‌ارزښته کېدو احساس کوي. له دې ډلې سره، هغه نجونې چې په جبري ډول واده کېږي او له ویجاړونکو چلندونو سره مخ وي، هم ډېر ځله ځان وژنې ته مجبوریږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سلام‌وطندار د راپور له مخې چې د روان کال د وري پر درېیمه نېټه خپور شوی، د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې په افغانستان کې د ښځو د وژنې او ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. د یادې سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په دې موده کې ټولټال ۳۲۳ پېښې د ښځو د وژنې او ځان‌وژنې ثبت شوې دي. د ۱۴۰۰کال دویمه نیمایي کې یوازې ۱۶ پېښې ثبت شوې وې، خو په ۱۴۰۱کال کې دغه شمېر ۸۴ پېښو ته لوړ شوی دی. په ۱۴۰۲کال کې شمېر ۱۳۱ پېښو ته ورسېد، خو په ۱۴۰۳ کال کې بیا یوازې ۹۲ پېښې ثبت شوې چې د تېرکال په پرتله د کموالي ښکارندوینه کوي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي چې کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه، جنسي تبعیض او کلتوري فشارونه د ښځو د ځان وژنې له مهمو عواملو څخه دي. هغوی ټینګار کوي چې کورنۍ باید نجونو ته د خپلواکې پرېکړې حق ورکړي، رسنۍ د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې رول ولوبوي او مسؤل بنسټونه د مشورې مرکزونه او د ملاتړ پناهځایونه جوړ کړي، څو د ښځو د ځان وژنې د پېښو د کمېدو زمینه برابره شي.

د ښځو د حقونو فعالانې، طیبه رضایان او وژمه یعقوبي وايي: «کورنۍ باید خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې په ازاد ډول ژوند وکړي او خپلې پرېکړې وکړي؛ یعنې د جبري ودونو مخنیوی وشي، لوڼې پخپله وټاکي چې چیرته ژوند وکړي او له چا سره ګډ ژوند ولري. هغه ژوند چې ښځې تجربه کوي د نارینو ژوند سره توپیر لري. همدارنګه، که نجونې او ښځې د رواني ستونزو سره مخ شي، باید وکولای شي د روانپوهانو سره مشوره وکړي او د خپلې ستونزې د بیان فرصت ولري.»

یعقوبي وايي: «ښځې تل د جنسي تبعیض، نابرابرۍ، د منابعو نشتوالي، کلتوري فشارونو او ناعادلانه تمو سره مخامخ دي. د ستونزو په وړاندې د سکوت فرهنګ، چې ښځې یې زغمي، هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو حقونو دفاع وکړي. دغه فشارونه د ښځو په رواني حالت ژور اغېز کوي او ځینې وختونه یې د ځان وژنې پر لور سوقوي.»

له شرعياتو فارغه او د دين ښوونکې، منیژه حبیبي د ځان‌وژنې په اړه د دیني حکم په تړاو وايي: «د اسلام له نظره، ځان‌وژنه او د خپل ژوند اخیستل، بشپړ حرام او له کبیره ګناهونو څخه شمېرل کېږي او هېڅ جواز نه‌لري. په حقیقت کې ځان‌وژنه دې ته ورته ده چې انسان ځان له توبې کولو فرصت څخه محروم کړي. الله جل جلاله په سوره بلد، آیه ۴ کې وايي: «موږ انسان په ستونزو او سختیو کې پیدا کړي، نو څرګنده ده چې د هېڅ انسان ژوند له ستونزو خالي نه دی؛ انسان باید زغم او حوصله ولري.»

هڅه  مووکړه چې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د برنامو په اړه معلومات ترلاسه کړو، په ځانګړي ډول د پوهاوي پروګرامونه، رواني مشورتي خدمتونه او د روغتیایي کارکوونکو روزنیزې برنامې د زیان‌منو کسانو د پېژندنې او ملاتړ لپاره، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

په داسې حال کې چې د افغانستان په کچه د ښځو د ځان‌وژنې شمېر زیات شوی، هرکال د سپتمبر په ۱۰ نېټه د ځان‌وژنې د مخنیوي نړیواله ورځې په توګه لمانځل کېږي.

دغه ورځ د «د ځان‌وژنې د مخنیوي نړیوالې ټولنې» په نوښت او د «نړیوال روغتیا سازمان» په ملاتړ ټاکل شوې ده. د دې ورځې موخه د ځان‌وژنې د عواملو په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د تابوګانو ماتول، د رواني ستونزو په اړه خبرې هڅول او هغو کسانو ته د ملاتړ لارې برابرول دي چې په خطر کې دي. د دې ورځې کلني شعارونه زیاتره د ټولنیز ملاتړ، همغږۍ او رواني خدماتو ته د لاسرسي ټینګار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام