د میدانوردګ ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د چک ولسوالي «عربانو چهارشینې» کلي دوه ماشومان د اوبو حوض ته لویدلي او ژوند یې بایللی دي.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د کورنیو د بې احتیاطۍ له امله شوې.
د دواړو ماشومانو عمرونه هم له لسو کالونو کم ښوول شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د میدانوردک د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس له کورنیو وغوښتل چې د خپلو ماشونو د پالنې او ساتنې لپار له غور کار واخلي چې ورته پېښې بیا تکرار نهشي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم یوشمېر ولایتونو کې ماشومان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.