کابل کې پر چینايي وګړو له چاودنې یوه ورځ وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کړې چې د چینايي وګړو، پروژو او موسسو امنیت ډاډمن کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیایون نن سه‌شنبه مرغومې ۳۰مه د خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي چې اسلامي امارت سره یې د تېرې ورځې د چاودنې په اړه خبرې کړې او غوښتنه یې کړې چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي.

په ورته مهال کابل کې د چین سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې تر لنډ مهاله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په دې خبرپاڼه کې چین له خپلو وګړو څخه غوښتنه کړې چې د هستوګنې پرمهال او د تګ‌راتګ پر وخت امنیتي تدابیر جدي ونیسي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې چینايي وګړي دې له ګڼې ګوڼې ځایونو، رستورانتونو، مذهبي سیمو، سترو سوداګریزو مرکزونو او بازارونو څخه ځانونه لرې وساتي.

سره له دې چې داعش ډلې ادعا کړې د دوشنبې د ورځې چاودنه یې د اویغور مسلمانانو د دفاع په هدف کړی، خو د اسلامي امارت مسوولان وایي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کابل د امنیې قومنداني د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د یوه چینايي وګړي په ګډون اووه کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدران وایي، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

نوموړي وویل: «دا رستورانت د یو چینایي مسلمان په نوم عبدالمجید خانمش او د یوه افغان مسلمان په نوم عبدالجبار محمود په ګډه مخته وړي. عبدالمجید به دلته د چینایي مسلمانانو لپاره خواړه تیارول او پلورل یې. د پرونۍ پېښې په ترڅ کې یو چینایي مسلمان او ۶ افغانان شهیدان شول او یوشمېر نور ټپیان دي. چاودنه د پخلنځي ته نږدې شوې ده. د چاودنې د ډول په اړه د څېړنې ټیم پلټنې پیل کړې دي، خو تراوسه نه دي بشپړې شوي.»

د کابل ښار اوسېدونکی احمدضیا ورور یې په دې پېښه کې ټپي شوی، نوموړی له اسلامي امارت غواړي د برید عاملان وپېژني او له قانون سره سم چلند ورسره وکړي.

نوموړي وویل: «هغه له همدې سړک څخه تېرېده چې ناڅاپه چاودنه وشوه او د همدې چاودنې له امله ټپي شوی. ټپونه یې د سر، اوږې، پښې او غاړې په برخو کې دي. الحمدالله حالت یې ښه دی او ټپونه یې سطحي دي، ډېر ژور نه‌دي. زموږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې د دې پېښې عاملین هر څومره ژر وي وپېژني او ونیسي.»

د پېښې عیني شاهدان د چاودنې له شېبې اغېزمن او دردناک روایتونه کوي. که څه هم له دې پېښې یوه ورځ تېرېږي، خو لاهم د هغوی پر څېرو وېره او اندېښنه ښکاري.

چینايي وګړي تر دې وړاندې هم په تاجیکستان او پاکستان کې د داعش له لوري په نښه شوي دي. په وروستۍ پېښه کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د چینايي وګړو د امنیت د ټینګښت لپاره به ځانګړې امنیتي ډله جوړوي.

د پوهنتون استاد حبیب الله جعفري وايي، د چین د ځواکمنو سیالانو رول اغېزناک دی. «هغه تروریستي پېښه چې  د کابل شهرنو کې وشوه، دښمن له بېلابېلو کمزوریو او تشو استفاده کوي. د امنیتي ستونزو رېښه د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اړیکې دي. استخباراتي او کشفي سکتور باید له خلکو سره همکاري وکړي، څو خلک له حکومت راضي شي. هغه کمزورۍ او تشې چې د خلکو او حکومت ترمنځ پیدا کېږي، دښمن له همدې کمزوریو او تشو ګټه اخلي. زموږ استخبارات باید د نن ورځې ټکنالوژۍ سره سم تجهیز شي.»

ویل کیږي چې داعش خراسان ډله د سیمې او سیمې هاخوا د ځینو هېوادونو له ملاتړ څخه برخمنه ده او هڅه کوي په یوشمېر هېوادونو کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.

خو د اسلامي امارت وايي، له واک ته رسېدو وروسته، دا ډله په بې‌سارې توګه ځپل شوې او د عملیاتو وړتیا ترې اخیستل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام