په مستعار نوم نسترن له ۲۰ کلونو راهیسې نه یوازې د یوې ښځې په توګه، بلکې د یوه نارینه په شان د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه اخیستې او د ژوند په خوښیو او ستونزو کې د خپلو ماشومانو یوازینۍ ملاتړې پاتې شوې.
هغې په دغه موده کې د ګلدوزۍ او خیاطۍ له لارې د خپلو ماشومانو اړتیاوې برابرې کړې دي.
هغې نه یوازې د خپل خاوند د نشتوالي درد زغملی، بلکې د ټولنیزو نابرابریو او د خلکو له ځورونکو نظرونو سره هم مخ شوې ده.
« دغه شل کاله راته ډېر سخت تېره شول. ان دا مې هم نهشو ویلی چې کونډه یم، ځکه وېرېدم. ورځ او شپه مې ګلدوزي کوله، د دې لپاره چې اولادونه مې وږي پاتې نه شي. اوس کمزورې شوې یم او ګلدوزي یا خیاطي کوم. له همدې لارې د کور اړتیاوې پوره کوم.»
نسترن وايي، په تېرو شلو کلونو کې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کول ورته ډېر ستونزمن و؛ خو تر دې هم زیات ځورونکی ورته د کونډې کلمې اوریدل وو او په وینا یې، دغو کلمو د هغې په رواني حالت منفي اغیزه کړې.
«دومره مې د کونډې کلمې اورېدلې او دومره مې سپکاوی شوی چې ان پر دېوالونو مې نوم هم لیکل شوی. که له نارینهوو سره مې خبرې کولې خلک راپسې خبرې کولې. کله چې له کوره وتلم، خلک راته سپکاوی کاوه او حتی تعقیب مې کاوه چې چېرې ځم.»
دغو ټولو ستونزو سره سره، نسترن هڅه کړې چې د خپلو ماشومانو لپاره ښه راتلونکې جوړه کړي.
هغه اوس د ورځې څو ساعته خیاطي کوي او خپلې لور ته هم دغه هنر ور زدهکوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سره له ټولو هڅو، د وروستیو کلونو اقتصادي بحران د نسترن پر کار هم ژوره اغیزه کړې.
هغه وايي، په وروستیو کلونو کې د پیرودونکو کمښت او د خدماتو د بیو راټېټېدو لامل شوي چې د خیاطۍ له لارې یې عاید راکم شي.
«له تحولاتو وروسته د خیاطۍ نرخونه هم ټيټ شوي او خلک لږ فرمایشونه ورکوي. خلک د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري نو څنګه ټوټې واخلي او راوړي. زه شرمېږم چې ووایم ځینې ورځې وږی پاتې کېږم.»
د شلو کلونو کار او د ژوندي پاتې کیدو او د خپلو ماشومانو د لویولو لپاره مبارزې د نسترن پر روغتیا سخته اغیزه کړې او اوس خپلې ورځې او شپې له فزیکي دردونو سره تیروي.
« په دې شلو کلونو کې هېڅوک رانه یو ځل هم ونه پوښتل چې ته څنګه پیاز یا روميانې اخلې، او د دې پیسې له کومه کوې، یا د ماشومانو کالي دې څنګه برابر کړي. سترګې مې هم ضعیفې شوې او زنګونونه مې هم درد کوي، ورځ تر بلې ضعیف کېږم.»
که څه هم د ماشومانو لویېدو د نسترن لپاره ژوند یو څه اسانه کړی؛ خو د شخصي کور نه درلودل لاهم ترې ارامتیا اخیستې.
هغه وايي چې د کور خاوند تازه ترې غوښتي چې کور خالي کړي؛ خو کابل کې د کورونو د کرایې زیاتوالي له امله تر اوسه نهده توانېدلې چې بل ځای کې کور پیدا کړي.


