Asset 1SWN

پنجشېر کې تېرکال د ۴میلیونه او ۱۷۸زره ډالرو زمرد پلورل شوي

42200cc8-f1d4-47e5-a3d0-bdc4a4581e12

په پنجشېر کې چارواکي وايي چې په ۱۴۰۴کال کې د ۲۳ مزایدو له لارې ټولټال ۱۱۱زره او ۵۷۰ قیراط زمرد د ۴ میلیونه او ۱۷۸زره امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

له دې درکه شاوخوا ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي چې د دغه ولایت د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا څرګندونه کوي.

په ورته مهال د زمردو او نورو کانونو د استخراج د جواز لګښت له ۹۰زره څخه ۲۵زره افغانیو ته راکم شوی چې دا پرېکړه د کان کېندونکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د قانوني استخراج د پیاوړتیا په موخه شوې ده.

د یاد ولایت د والي ویاند سیف‌الدین لتون سلام‌وطندار ته ویلي چې دا ګام د کانونو د قانوني تنظیم، شفافیت او د پانګونې د جذب لپاره مهم بلل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د ولایت والي محمداغا حکیم ټینګار کړی چې د کانونو تخنیکي او معیاري استخراج به دوام ومومي، څو د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

چارواکي همداراز وايي چې په تېرکال کې له بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې، امریکا، روسیه، جرمني، ترکیه او چین څخه له پانګوالو سره لیدنې شوي او د کانونو په برخه کې یې وړاندیزونه ارزول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د رسمي شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۳ ډوله قیمتي ډبرې تثبیت شوې دي چې ځینې یې دامهال استخراجېږي. سربېره پر دې، د پریان ولسوالي په یوه ۳۰کیلومتره سیمه کې د سرو زرو یو کان هم پېژندل شوی چې د لازمې ارزونې تر بشپړېدو وروسته به یې د استخراج چارې پیل شي.

ځایي اوسېدونکي وايي چې د کانونو د استخراج له پراختیا سره نږدې ۱۵زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او تر ۵۰۰ زیات ځوانان د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د زمردو، د پېر او پلور پر کاروبار بوخت دي.

په ټوله کې، د جواز د لګښت کمېدل، د زمردو لوړ پلور او د عوایدو زیاتوالی ښيي چې د پنجشېر د کانونو معیاري مدیریت کولای شي د کارموندنې د پراخېدو تر څنګ، د سیمه‌ییز او ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام