تخار کې یوې ښځې د خیاطي کارخونې په جوړولو سره لسګونو بې‌وزلو او بې‌سرپرسته ښځو او له زده‌کړو پاتې نجونو ته د خیاطي د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسووله زهره ارین وايي، خوشحاله ده چې توانېدلې د هغو ښځو او نجونو لپاره د خیاطي د زده‌کړې زمینه برابره کړي چې په کور کې د خوړلو لپاره هېڅ نه‌لري.

د ارین په وینا، د خیاطي زده‌کړه دغو ښځو سره مرسته کوي چې د مسلک زده‌‌کولو ترڅنګ، مالي ځان بسیاینې ته هم ورسیږي.

نوموړي وویل: «لومړیو ورځو کې مو له ۵ تر ۴۰ زده‌کوونکي درلودل، اوس ۵۰ دي. له صفر مو پیل کړ، پس کوک، اوتو، د قیچي لیدلو څخه مو پیل وکړ او اوس پنځه زده‌کوونکي لاس په کار دي او د معاش بدل کې کار کوي.»

ارین زیاتوي چې خلکو څخه ډېر فرمایشونه ترلاسه کوي؛ خو د کافي اسانتیاوو نشتوالي له امله نه‌شي کولای، دا ټول فرمایشونه ومني.

د ارین د خیاطي کارخونې چې د ګنډلو لومړني تجهیزات لري، ۵۰ ښځو ته د زده‌کړې او عملي کار زمینه برابره کړې؛ هغو ښځو ته چې مخکې په کور کې بې‌کارې وې او اوس کولای شي، د خپلو کورنیو د ورځني ژوند د لګښتونو یوه برخه پوره کړي.

هغه ښځې چې د خیاطي په دې کارخونه کې کار کوي وايي، دلته کارکولو سره یې ژوند ته نوې هیله پیدا شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادې کارخونې کار زده‌کړې مهسا وویل: «له کله چې راغلې یم دلته له ښوونکو راضي یم، ځکه استاد ښه ښوونه ورکوي. که د ښوونځي دروازې تړلي، له دې لارې کار زده‌کوو او خپل ژوند مخته وړو.»

یوې بلې  کار زده‌کړې نبیلا وویل: «دلته د نورو لاسنیوي ته اړتیا لري، که نور یې، ملاتړ وکړي، دوام به پیدا کړي. کله چې وايي، کارخونه مخته نه‌شو وړی،  موږ د پخوا په څېر ناهیلې کېږو، که دا هم وتړل شي، زړه مو له اندېښنو ډکېږي.»

د تخار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو له‌مخې، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښځو د خیاطي ۵۱ کارخونې فعالیت کوي. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالرحمن غزنوي وايي، په راتلونکي کې د صنعتي پارکونو په جوړولو سره به ښځینه متشبثینو او سوداګرو ته جلا دوکانونه هم ووېشل شي.

هغه وویل: «هغه متشبثین چې د ښځو د خیاطي په برخه کې کار کوي، هغه ادارې چې دلته راځي، موږ ورسره همکاري کوو او هغو ادارو ته یې معرفي کوو. یعنې موږ غواړو چې هغوی وده وکړي او پرمختګ وکړي. زموږ هېواد کې د بې‌وزلو، کونډو او یتیمانو ښځو یوه ډله شتون لري. دوی کولای شي، په دې ډول ژوند وکړي او خپلې ورځې په خوښۍ سره تېرې کړي.»

که څه هم ارین د خپلې کارخونې د پراخولو هڅې روانې ساتلي، خو زیاتوي، که سرپرست حکومت یا خصوصي بنسټونو له‌خوا یې ملاتړ ونه‌شي، شونې ده چې کارخونه به یې وتړل شي، او په وینا یې که ملاتړ یې وشي، دا توان لري چې سلګونو نورو ښځو ته هم د خیاطي د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

هغې وویل: «موږ له دوی څخه غوښتنه کوو چې ملاتړ وکړي چې دا دروازه ونه‌تړل شي. که یوځای زموږ ملاتړ ونه‌کړي، موږ نشو کولای مخ پر وړاندې لاړ شو او موږ د تړل‌کېدو خطر سره مخ یوو. موږ نور ستونزه نه‌لرو. که اداره راشي او زموږ ملاتړ وکړي، موږ کولای شو دا مسلک سل یا دوه سوه مېرمنو او نجونو ته ورزده‌کړو، څو په راتلونکي کې دوی وکولی شي په خپلو کورونو کې کار وکړي.»

په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د نجونو پر زده‌کړې له بندیز وروسته، یوشمېر ښځو بېلابېلو ولایتونو کې هڅه کړې چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارخونې جوړې او نورو ښځو او نجونو سره د مسلک زده‌کړې او مالي خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام