هرات کې یوشمېر مېرمنو د غالیو اوبدلو د کارخونو په جوړولو سره یوشمېر نورو ښځو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

یادې کارخونې نه یوازې د کورنیو معیشت برابرولو کې مرسته کوي، بلکې د مېرمنو او نجونو لپاره یو خوندي چاپېریال هم دی چې د غالۍ اوبدلو مهارتونه زده‌کوي، څو له روحي انزوا او زیانونو په امن پاتې شي.

په هرات ښار کې د پخوانیو او لرغونو کوڅو په منځ کې یوه زړوره او هیله‌منده ښځه، مریم عیاني، شاوخوا لس کاله وړاندې د ښځو د توانمندۍ په هدف د غالۍ اوبدلو یوه کارخونه د «فاتح فاتحی» په نوم جوړه کړه. د دې کارگاه بنسټ د هغې د نه ستړې کېدونکو هڅو، پیاوړې ارادې او د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ په اړه د ژور باور پایله وه.

نن د دې کارخونې له فعالیت څخه نږدې لس کاله تېرېږي او په دې موده کې لسګونه ښځې هلته د غالۍ اوبدلو مهارتونه زده‌کوي او د کار څښتنې شوې دي. د مریم عیاني کوچنۍ کارخونه د هغو ښځو لپاره چې د ژوند اقتصادي فشارونه یې درانه دي، د نوې هیلې څرک شوی دی.

اوس مهال شاوخوا ۷۰ ښځې په دې کارخونه کې پرغالۍ اوبدلو بوختې دي. په دوی کې د کورنیو سرپرستې کونډې ښځې او هغه نجونې هم شاملې دي چې د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې دي. دغه ښځې نن د خپلو هنرمندو ګوتو پرمټ له هر ګره سره د ژوند نوې کیسې او د راتلونکي لپاره هیلې څنډه په څنډه اوبدي.

هغه وايي: «له بده‌مرغه عاید دومره کم دی چې یوازې د سوال کولو لاره په زور بندوو. هغه نجونې او ښځې چې دلته کار کوي، په عزت او ابرو ژوند کوي؛ نه غواړي غرور یې مات شي او لاس سوال کولو لپاره نورو ته اوږد کړي.»

زینب فیروزي هم د هغو هاندمنو ښځو له ډلې ده چې لسګونه نورې ښځې یې له اقتصادي ستونزو راایستلې دي. هغې پنځه کاله مخکې د هرات ښار په څنډه کې په لږه پانګه یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړه. د وخت په تېرېدو سره، دا کوچنۍ کارخونه د لسګونو ښځو د کار او زده‌کړې مرکز باندې بدله شوه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اوس مهال نږدې ۷۰ ښځې په دې کارخونه کې بوختې دي؛ ښځې چې ډېری یې د کورنۍ سرپرستې دي یا د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې دي. زینب فیروزي وايي چې د غالۍ اوبدلو ترڅنګ په دې کارخونه کې د ګل‌جوړونې او خیاطۍ مهارتونه هم ور‌زده‌کېږي.

د هغې په خبره، تر دې دمه شاوخوا ۲۶۰ ښځې له دې کارخونې فارغې شوي او ډېری یې اوس خپلو کوچنیو کارخونو کې کار کوي او نورو ښځو او نجونو ته مسلکي مهارتونه ورښيي.

هغه وايي: «که دولت او سوداګر له موږ ملاتړ وکړي، موږ کولای شو د غالۍ اوبدلو دود په ساتلو کې لابریالي شو. د دې صنعت ډېره وړه برخه موږ، ښځې، پر اوږو وړو، خو کوم ملاتړ نه شته. موږ ښځې مجبوره یوو چې یو هنر زده‌کړو، ځکه یوازې د همدې له لارې کار موندلی شو او د هڅې او مبارزې په لرلو سره په ژوند کې کامیابېدای شو.»

د هغو ښځو په منځ کې چې د غالۍ اوبدلو له لارې یې خپل ژوند بدل کړی، سمیه احمدي یوه له هغو نجونو څخه ده چې د افغانستان د ښوونې او روزنې له محدودیتونو سره مخ شوې ده. سمیه چې ۱۶ کلنه ده، وايي، کله چې ښوونځي وتړل شول، کورناستي، د هغې لپاره درانه رواني زیانونه درلودل.

هغې وویل: «کله چې مکتبونه وتړل شول، زما روح او روان د کور دننه زیانمن شو. هېڅ کار مې نشو کولی، ځکه چې غالۍ اوبدل له ځوانۍ راهیسې زما خوښه وه، کله چې مې ولیدل چې زموږ په نږدې سیمه کې یو کارخونه پرانیستل شوې، راغلم او دې هنر ته مې ځان وقف کړ.»

د اقتصادي چارو کارپوه، محمد هارون احمدي د غالۍ اوبدلو صنعت ته د ښځو د ژوند د ښه‌کولو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ګڼي. هغه باور لري چې غالۍ اوبدل یوازې د ښځو لپاره د کار او عاید یوه وسیله نه ده، بلکې دا صنعت کولای شي، د ښځو لپاره د موادو د تولید په برخه کې غیرمستقیمه د کار زمینه هم برابره کړي.

احمدي د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د ښځو مهم رول ته اشاره کوي او وايي «د غالۍ اوبدل ښځې نه یوازې د هېواد د کلتور، هنر او ملي هویت په ساتنه کې مهم رول لري، بلکه د افغانستان د قالین صنعت شهرت ته هم خورا حیاتي او پراخ ارزښت لري.»

د هرات د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشره بهناز سلجوقي، د ښځو د غالۍ اوبدلو صنعت ته د پام وړ ستونزې په ډاګه کوي. هغې ویلي چې د بودیجې او کافي ملاتړ نشتوالی، د داخلي بازار د اخیستلو وړتیا کمزوري او د صادراتو لپاره مناسب شرایط نشتوالی، د دې صنعت اصلي او سترې ستونزې دي.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه د افغانستان غالۍ زموږ د داخلي برانډ لاندې نه پلورل کېږي، بلکې د ایراني او پاکستاني سوداګرو له لارې نړیوالو بازارونو ته داخلیږي او د دوی د هېواد د تولیداتو په نوم وړاندې کېږي.»

له دې محدودیتونو سره سره، ښځې په دې صنعت کې په کلکه کار کوي او د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره له غالۍ اوبدلو څخه عاید ترلاسه کوي.

په داسې حال کې چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان خلک د فقر او تنګسیې له ستونزو سره مخ شوي او محدودیتونه په ځانګړي ډول پر ښځو زیات شوي، ښځې لاهم د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهمه ونډه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام