سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۳ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې دغه مېرمنې د کوچنیو پوروونو په ترلاسه کولو سره، هڅه کړې چې په خپلو پښو ودرېږي، خو د یادو مېرمنو له ډلې یې، د شپږو هغو تجربې ښيي چې دغو پورونو د فرصتونو ترڅنګ اقتصادي او رواني فشارونه هم له ځان سره لرل.
یادو مېرمنو د خپلو کارونو ودې او پراختیا لپاره له ۳۰ تر یو میلیونه افغانۍ پور اخیستی دی. د موندلو له مخې، پنځو مېرمنو له اکسس بانک، څلورو د کوچنیو پورو له بانکونو، پنځو نورو د اغاخان بنسټ او نهو بیا له بېلابېلو بنسټونو پورونه ترلاسه کړي دي.
په ورته مهال ۱۷ مېرمنو ویلي چې پور دوی سره مرسته کړې چې خپلو کوچنیو کارونو ته پراختیا ورکړي، خو شپږ نورې بیا د بازار رکود، د خرڅلاو کمښت او د ثابت بازار نشتوالي په دلیل، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
لس مېرمنې د خیاطي کارخونو، اووه نورې د اشپزۍ او کلچهپزۍ، شپږ نورې د لبنیاتو تجارت او یوه هم د کلینیک رامنځته کولو برخه کې پور ته لاس کړی دی.
۳۴کلنه رویا محمدي د کابل اوسېدونکې او د یوه تولیدي شرکت مشره ده. هغه وايي چې د بودیجې کمښت له امله، د ماشین الاتو او د کارخونې اړوند خامو موادو د پلور لپاره یې، دوه کاله وړاندې له بانک پور اخیستی او بریالۍ شوې چې هم پور خلاص کړي او هم ګټه ترلاسه کړي.
هغې وویل: «د شرکت د ځینو ستونزو له امله، لکه د اړینو ماشینونو نشتوالی او د خامو موادو لپاره د پیسو کمبود، ونهتوانېدم چې د ډیزاین او تولید چارې په خپله فابریکه کې ترسره کړم. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې پور واخلم. ما له عضنفر بانک څخه یونیم میلیون افغانۍ پور واخیست چې ټول ټال پنځه لکه افغانۍ کېدې. له نېکه مرغه مې وکولای شول، د همدې پور په وسیله خپلې ستونزې حل کړم او د فابریکې چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځوم.»
بلخوا ۳۳کلنه شازیه د کونړ اوسېدونکې او لس میاشتې وړاندې یې، پنځوس زره افغانۍ پور اخیستی چې د خیاطي یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړي، خو اوس یې نه یوازې پور ورکړی، بلکې د خپلې کورنۍ اړتیاوې هم برابرولی شي.
نوموړې وویل: «زما اقتصادي وضعیت خراب و، خاوند مې بېکاره و او د کور لګښتونه ډېر زیات وو. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې پور واخلم. شاوخوا لس میاشتې مخکې مې دا پور له یوې غیردولتي موسسې څخه واخیست چې اندازه یې پنځوس زره افغانۍ وه. زما د خیاطۍ کاروبار پراخ شوی دی، اوس هره میاشت عاید لرم او کولی شم د کور لګښتونه پخپله برابر کړم.»
د جوزجان اوسېدونکې ریحانه امیري وایي چې د خپلې خیاطۍ کارخونې د پراختیا لپاره یې دوه کاله مخکې پور اخیستی و او اوس د هغه د بېرته ورکولو په پړاو کې ده. نوموړې زیاتوي چې د نظام له بدلون وروسته او پر پورونو د سود له لغوه کېدو سره، اوس کولی شي خپل پور په اسانۍ ادا کړي.
ریحانه امیري وایي: «دوه کاله او شپږ میاشتې کېږي چې موږ پور اخیستی او اوس یې یوازې دوه میاشتې پاتې دي. ما دوه لکه او پنځه اویا زره افغانۍ پور اخیستی و. مخکې له بدلون څخه به مو پور د سود سره ورکاوه چې سود او فیصدي یې ۲۵ سلنه وه، خو اوس چې امارت راغلی، هېڅ ډول سود نه اخلي.»

بلخوا، شپږ نورې مېرمنې وایي چې د دوی اساسي اندېښنه د پور د قسطونو د ورکړې فشار دی. فرزان «کوهستاني»، چې د کابل اوسېدونکې او د کېک او کلچو د تولیدي شرکت مشره ده، د قسطونو د ورکړې له سخت فشار او د کوم تخفیف له نشتوالي شکایت کوي.
هغه وویل: «موږ له غاخان بنسټ څخه ۳۵۰زره افغانۍ پور اخیستی و، البته دا پور بې له تضمین (ګرنډ) و او د ضمیر له بنسټ څخه هم کوم تضمین یا مرسته نه وه. له بده مرغه تراوسه مو داسې کوم پور نه دی ترلاسه کړی چې حتی یوه افغانۍ تضمین ولري.»
بلخوا بهشته چې ۲۸ کلنه ده او د فاریاب اوسېدونکې ده، وایي، که څه هم پور د هغې د کار دوام ته مرسته کړې، خو د میاشتنیو قسطونو ورکړه، د بانک پرلهپسې ټیلیفوني اړیکې او د ځینو کارکوونکو ناسم چلند پر هغې سخت رواني فشار راوستی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې وایي: «میاشت ژر رارسېږي او کله چې موږ توکي پلورو یا یې نه شو پلورلی، د قسطونو ورکړه راته ډېره سخته ده. همدارنګه کله چې پیسې ورکوو، بانک بیا هم زنګ وهي او وایي، که پیسې نهلرئ، ولې مو پور اخیستی؟ ان ځینې وخت ناسمې او سپکوونکې خبرې هم کاروي.»
خو له دې سره سره، اقتصادي کارپوهان وایي چې کوچني پورونه کولی شي د کورنیو اقتصاد، په ځانګړي ډول د ښځو اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي، خو شرط دا دی چې د بېرته ورکړې موده اوږده او مالي فشار کم وي، څو د اقتصادي ودې زمینه برابره شي.
اقتصادي شنونکی ایرج فقیري وايي: «دا د کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو د اقتصادي ودې لپاره یوه ښه لاره بلل کېږي. که بانکونه دا پورونه د اوږدې مودې لپاره ورکړي، نو کولی شي د ښځو، په ځانګړي ډول د کمعاید لرونکو، د کوچنیو کاروبارونو لرونکو او یا هغو کسانو لپاره چې تازه یې کار پیل کړی، د اقتصادي پیاوړتیا ښه فرصت برابر کړي، په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره.»
بل اقتصادي کارپوه قطبالدین یعقوبي وایي: «د ښځو لپاره د بانکونو او اقتصادي بنسټونو له لوري د کوچنیو او منځنیو پورونو ورکول، د اقتصادي بهیرونو د کم پوهاوي، د شته فرصتونو او اقتصادي فورمولونو د نه پېژندنې له امله، که له لازم ملاتړ سره مل نه وي، نه یوازې دا چې د ستونزو حل نه شي کېدای، بلکې ښايي ستونزې لا ډېرې کړي.»
په همدې حال کې، د ښځو د حقونو فعالان وایي چې کوچني پورونه، که له زدهکړې او دوامدار ملاتړ سره یوځای شي، کولی شي د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ښځو د حقونو فعاله، حمېرا فرهنګیار وایي: «په اوسنیو شرایطو کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د کوچنیو پورونو اخیستل یو ډېر ښه انتخاب دی او کولی شي متشبثې ښځې پر خپلو پښو ودروي. ځکه نن سبا ډېری ښځې بېکاره دي، خو ځینې یې مسلکي زدهکړو ته مخه کړې او یا هم کولی شي د لږې پانګې په وسیله د کار بازار ته داخلې شي.»
بلخوا، د افغانستان مرکزي بانک وایي چې د بانکونو او مالي بنسټونو د پور ورکولو بهیر تر څار لاندې لري او مالي اسانتیاوې د شرعي وسیلو او د پوراخیستونکو د بېرته ورکړې د توان پربنسټ برابریږي، څو د خلکو له زیات پور اخیستلو مخنیوی وشي.
د افغانستان بانک ویاند، حسیبالله نوري وایي چې دغه اداره د اسلامي بانکدارۍ د پیاوړتیا، د ډیجیټلي مالي خدمتونو د پراختیا او د مالي شمولیت د زیاتوالي له لارې هڅه کوي، څو د هېوادوالو عادلانه، خوندي او اسانه لاسرسی مالي اسانتیاوو ته زیات کړي.
نوموړی وایي: «د افغانستان بانک پلان لري چې د اسلامي بانکدارۍ د پیاوړتیا، د ډیجیټلي مالي خدمتونو د پراختیا، د مالي شمولیت د زیاتوالي او د عامه پوهاوي د لوړولو له لارې، د ټولنې د ټولو قشرونو لپاره خوندي، شفاف او عادلانه مالي خدمتونو ته لاسرسی زیات کړي. موخه دا ده چې د هېواد ټول وګړي وکولی شي په بشپړ ډاډ سره له مالي اسانتیاوو ګټه واخلي او د هېواد د اقتصادي ودې او ثبات په برخه کې فعال رول ولوبوي.»

د افغانستان د بانکونو ټولنې رییس، نجیب امیري وایي، که مالي اسناد منظم وي او لازم تضمین موجود وي، بانکونه له پېردونکو سره همکاري کوي. هغه زیاتوي، که کومه ښځه د پور د قسطونو په ورکړه کې له ستونزې سره مخ شي، بانکونه هڅه کوي د قرارداد د غځولو او له پېرودونکو سره د همکارۍ له لارې حللار ومومي.
نوموړی وایي: «که ښځې ونهشي کولی د پور قسطونه پر وخت ادا کړي، بانکونه هڅه کوي له پېرودونکو سره همکاري وکړي. که څوک رښتینې ستونزه ولري، د قرارداد د تمدید امکان شته او ان د ځینو شرایطو د تخفیف زمینه هم برابریږي. عمومي موخه دا ده چې سوداګري له منځه ولاړه نه شي او مشتری وکولای شي بېرته پر خپلو پښو ودریږي.»
موږ هڅه وکړه چې د کوچنیو پورونو د ورکولو په تړاو د عضنفر بانک او د اغاخان بنسټ نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره، د دې راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نهکړ.
د نړیوالو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته د افغانستان د کار بازار کې د ښځو ګډون په جدي ډول کم شوی دی. په دغو شرایطو کې، کوچني او کورني کاروبارونه د ښځو لپاره د عاید ترلاسه کولو له محدودو پاتې لارو څخه ګڼل کېږي، هغه کاروبارونه چې د پیل لپاره یې ډېری وخت کوچنیو او منځنیو پورونو ته اړتیا وي.


