کونړ کې د تېرې اوونۍ د یکشنبې شپې وېجاړونکې زلزلې د زرګونه استوګنیزو کورونو د ورانولو ترڅنګ، د ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ هم زیانمنې کړي.
د دغو ښوونیزو بنسټونو په ویجاړېدو سره، سلګونه زدهکوونکي مړه او ټپیان شوي.
د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغې زلزلې له امله په مرکز اسعداباد او ۷ ولسوالیو کې لسګونه ښوونځي وېجاړ شوي چې له امله یې څه باندې ۱۵۷ زره زدهکوونکي له زده کړو بې برخې شوي او د درې ښوونکو په ګډون کابو څلور سوه زدهکوونکي مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د کونړ د پوهنې رییس محبالله حیدري یې په اړه وایي: «۳۹۱ زدهکوونکي او ۳ ښوونکي شهیدان شوي. ۷۸۰ نور ټپیان دي چې دا د معارف ښوونکي او زدهکوونکي دي، په دې کې تقریباً شل ښوونکي زخمیان دي او باقي پاتې ۷۶۰ شاګردان دي. په دغه وخت کې چې د علاج لپاره روغتونونو ته وړل شوي.»
ورته مهال د کونړ زلزله ځپلي او اوسېدونکي وايي، د تېرې اوونۍ زلزلې له امله یې د استوګنیزو کورونو ترڅنګ، ښوونځي هم په بشپړ ډول له منځه تللي چې اولادونه یې له زدهکړو محروم شوي.
دوی اندېښنه لري که په دې برخه کې بېړني ګامونه پورته نهشي د اولادونو راتلوونکی به یې له تیارو سره مخ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کونړ د څوکۍ ولسوالي دوه اوسیدونکي اجمل او زغون یې په اړه وایي: «د زلزلې له وجې مکتبونه او هر څه وران شول او اوس دا ماشومان چې اتمه نهمه ورځ ده، درس یې نیمه کې پاتې او هیڅ امکان نشته. د مکتبونو امکانات نشته او دې خړو خاورو کې لوبیږي او هغه شته درس یې هم له ذهن نه وځي. مونږ غواړو چې دغه برخه کې راسره مرسته وشي چې زمونږ ماشومان بیرته تعلیم شروع کړي.»
«ټول مکتبونه وران شوي او مونږ غواړو چې بیرته دا مکتبونه جوړ شي او بچي مو ښوونځي ووایي او زمونږ مکتبونو ته اوس ډیره اړتیا ده.»
د تېرې اوونۍ زلزله کې د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو ترڅنګ ګڼ شمېر دیني مدرسې هم تخریب شوي چې له امله یې د زرګونه زدهکوونکو درسي بهیر ځنډېدلی.
د دیني مدرسو د استادانو غوښتنې دا دي چې د نورو مرستو ترڅنګ، دې په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وشي، تر څو د زدهکوونکو درسي بهیر بیرته پیل شي.
په څوکۍ ولسوالي کې د یوې دیني مدرسې استاد مولوي شاهدالله وایي چې زرګونه زدهکوونکي له زدهکړو څخه محروم دي.
«مونږ یوه رسمي مدرسه لرله په خپله بانډه کې چې هغه ویجاړه شوې او مونږ چې وزګار ګرځو او ماشومان چې دي هغه هم له مدرسو وتلي، څه شهیدان شوي او څه زخمیان دي له مدرسو وتلي او استادان هم همداسې ګرځي او زمونږ غوښتنه دا ده چې مدرسې بیرته فعاله شي، تر څو بیرته درسونو ته لاړ شو.»
د کونړ د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، د تېرې اوونۍ زلزله کې دغه ولایت ک د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صنوق یونیسف پرمټ جوړ شوي ۵۰۰ سیمهییز ټولګي هم وېجاړ شوي چې له امله یې د لرې پرتو سیمو د زرګونه ماشومانو درسي بهیر ټکنی کړی شوی دی.


