لمر په کږه کرښه رڼا غورځوي او هوا هر ساعت تودېږي، خو هغه اړ دی چې دا تودوخه وزغمي. د چاریکار د ابتداییه محکمې څنګ ته، له لرګي جوړې یوې زړې څوکۍ کې ناست دی. مخامخ یې بله څوکۍ د مراجعه‌کوونکي لپاره ایښې ده.

په لاس کې یې یوه کوچنۍ کڅوړه ده چې په‌کې څو قیچي، یوه کُمنز، څو پاکي او یوه ماته هنداره پرته ده.

دا سړی شاه‌محمد نومېږي او سلمان «نای» دی. هغه د ژوند څلور لسیزې د ښار د کوڅو په دوړو او د لمر تر سوځنده وړانګو لاندې تېرې کړي؛ یو مسلک چې یوازې دومره عاید ترې ګټي چې د کور دسترخوان له لوږې خالي پاتې نه‌شي.

کله چې د کار د حالت پوښتنه ترې کوم، سترګې یې د اوښکو ډکې شي. ساه راوباسي، په ژړه غوني غږ وايي: «مشکل دا دی چې کار نه وي، اته کسیزه کورنۍ مې ډوډۍ غواړي. وس او توان مې نه‌رسي. زه سپین‌‌ږیری شوی یم، څلوېښت – پنځه څلوېښت کاله کېږي چې دا کار کوم. د لمر لاندې ناست یو، نه په اوړي او نه په ژمي کې څه جوړوی شو او څه نشته چې د باد او باران پر وړاندې ځان خوندي کړو. ځینې ورځې سل – ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوو، ځینې ورځې هېڅ نه وي.»

د شاه‌محمد قیچي زنګ وهلې، خو د لاسونو مهارت یې لاهم ژوندی دی. د کلونو تجربه یې د ګوتو په نوکو کې زېرمه ده. وايي، ډېر داسې وختونه راغلي چې د ویښتو د پرېکولو په بدل کې ورته یوازې لس افغانۍ ورکړل شوي او ده پرته له اعتراضه منلي دي.

شاه‌محمد دا مسلک له پلار څخه زده‌کړی، خو د فقر او دوکان د کرايې د نشتوالي له امله یې کار د ښار پر پیاده‌رو برابر کړی دی.

هغه وویل: «خدای شاهد دی، لس روپۍ هم کار کړی، پنځلس روپۍ هم کار کړی. خلک په پنځوس روپۍ ږیره جوړوي، زه په شل یا دېرش روپۍ جوړوم، خو بیا هم خلک وايي چې نه لرو. د کور مالک کرايه غواړي، موږ خو د کور کرايه هم پوره نه شو کړای.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه د سلګونو کارګرو له ډلې دی چې د بېکارۍ او د ټولنیز ملاتړ د نشتوالي له امله د ژوندي پاتې‌کېدو لپاره مبارزه کوي. کار په ازاد فضا کې د روغتیا جدي خطرونه لري، خو شاه‌ محمد بله لاره نه‌ویني او اړ دی د لمر او باد ترڅنګ، د ورځې اوږدې شیبې تېرې کړي.

هغه وویل: «وسایل پاک ساتو، صفا کار کوو چې نه خپله ناروغ شو او نه بل څوک. که د مشتري په سر کې دانې یا کومه ناروغي وي، کار نه پرې کوو، ځکه نور هم مسلمانان دي او موږ هم په خطر کې یو. خلکو ته تور زېړی او نورې ناروغۍ ډېرې ورغلې دي.»

د ښاروالي د مامورینو تګ‌راتګ، د خپلوانو خبرې، د مشتریانو بې‌پروايي او د لمر تودې وړانګې، ټول د شاه‌ محمد د ورځې یوه برخه ده، خو دی بیا هم هر سهار د وسایلو کڅوړه پر اوږه کوي او د خپل عادت شوي ځای په لور روانېږي.

نوموړي وايي: «که اقتصاد مې ښه وای، مسلک مې بدلوه. ډېر خلک پېغور راکوي، حتی ورور مې، کاکا مې ویلي چې ته وروسته پاتې یې، سپین‌ږیری یې، کار نه شې کولای.»

لمر ورو ورو د افق پر لور نږدې کېږي، د دیوال سیوری اوږدېږي. شاه‌محمد په حوصله وسایل په کڅوړه کې اچوي، د پیاده‌رو دوړې له جامو لرې کوي او د کور په لور ګام اخلي او سبا به یوځل بیا همدا ځای، همدا څوکۍ او همدا قیچي وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام