د لغمان محلي مسوولان وايي چې د دې ولایت په مرکز او الیشنګ ولسوالي کې۱۸۱ کورنیو ته یې د استرالیا او انګلستان په مالي او د سرف افغانستان په تخنیکي همکارۍ او د اقتصاد ریاست تر چتر لاندې د کوچنیو کاروبارونو جوړولو چارې پیل کړې.
د لغمان داقتصاد ریاست رییس مولوي جان محمدحامد وایي، یادې کورنۍ چې ۱۰۰ یې په مرکز او ۸۱ په الیشنګ ولسوالي کې دي، د دوکاندارۍ، نجارۍ، خیاطۍ او یوشمېر نورو برخو کې کوچني کاروبارونه جوړوي چې ورسره به د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې کمې او خپل کاروبار به ولري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمداسرار چې د لغمان مرکز مهترلام اوسېدونکی دی او په یاده پروسه کې ورته د دوکان اړوند توکي اخیستل شوي، خوښ دی او وایي، د یاد دوکان په جوړولو سره به یې کاروبار خپل او اقتصادي حالت به یې ورسره برابر شي.
د یادولو ده چې په یاده پروسه کې به هرې کورنۍ ته له ۲۵زرو څخه تر ۳۰زرو افغانیو وسایل واخیستل شي.