جهېز د افغانانو د کلتور هغه پخوانی دود دی چې د نجونو پر ژوند او د هغوی پر کورنیو یې سیوری غوړولی دی.
یوشمېر نجونې او ښځې وايي، که څه هم دغه دود ظاهرآ د ګډ ژوند پیلولو لپاره د چمتوالی ښکارندويي کوي، خو په عمل کې د هغوی لپاره په یوې لویې مالي او کورنۍ ننګونې بدله شوې.
دغو ښځو وویل، سره له دې چې د جهېز چمتو کول یې پر کورنۍ اقتصادي فشار ډېروي، د دوی لپاره رواني اغېزې هم لري او ځينو مواردو کې د کورنیو ترمنځ اختلافونو ته هم لمن وهي.
کابل کې له شپاړسو ښځو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې اکثریت دوی نه پوهېږي چې د افغانستان د مدني قانون پر اساس، د جهېز چمتو کولی اختیاري بڼه لري.
له کابل څخه ۲۸کلنه مرسل په ۲۴کلنۍ کې واده کړی او وايي، د واده پرمهال یې کورنۍ اړ شوه چې د جهېز چمتو کولو لپاره، ډېر پور وکړي.
«پلار مې مجبوره شو چې پور واخلي، ځکه موږ ډیر زیات ولور نه وو اخیستی. له واده وروسته د مېړه کورنۍ تل ویل چې تا ولې څه نه دي راوړي او هغوی به ځورولم. که چېرې طلاق وشي، هغوی به ماته هېڅ را نه کړي او زه د خپل قانوني حق (په جهیز) نه یم خبره.»
د کابل بله اوسیدونکې ناهید هاشمي چې له واده یې اته کاله تېر شوي، وایي چې د مېړه کورنۍ کې ښځې ته هغومره درناوی او احترام کیږي، څومره چې جهېز یې وړی وي.
د هغې په وینا، سره له دې چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، خو د دوی په ولایت کې کورنۍ ان د سختو اقتصادي شرایطو لرلو سره سره هڅه کوي چې خپلو لوڼو ته جهېز برابر کړي، څو د مېړه په کور کې یې د لور ځای او احترام وساتل شي.
«په پروان کې دا رواج دی چې نجونې باید حتماً له جهېز سره د مېړه کور ته ولاړې شي، ځکه که یوه نجلۍ بې له جهېزه ولاړه شي، د مېړه کورنۍ منفي نظر پیدا کوي. جهېز د نجونو لپاره هم د درناوي نښه ده او هم د ژوند ښه سمبالښت لپاره یو وسیله ده.»
اخوا، ۳۳ کلنه عزیزه چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده وایي، د واده پر مهال یې د مېړه کورنۍ هغې ته د ولور پر ځای، د یو لک او شل زره افغانۍ په ارزښت جهېز برابر کړی وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: «سره له دې چې ځینې وړې ستونزې وې، خو زما ژوند دوام لري. کله چې زه د مېړه له کورنۍ بېله شوم، ټول د جهېز وسایل مې له ځان سره یووړل او خپل مستقل ژوند مې پیل کړ. هغه کورنۍ چې وایي موږ ولور نه ورکوو، تاسې هم جهېز مه راوړئ، بیا هم که نجلۍ بې له جهېزه د مېړه کور ته ولاړه شي، هغوی پرې نیوکې کوي او اجازه نهورکوي چې د کور له وسایلو استفاده وکړي. آن داسې هم شوي چې له خسرخېلو بېله شوې، خو هېڅ یې نه دي ورکړي، وایي: تا خو د خپل پلار له کوره څه نهوو راوړي، موږ یې ولې درکړو؟»
په همدې حال کې، د حقوقي چارو کارپوهان د جهېز د مالکیت پر حق ټینګار کوي او وایي، د واده پر مهال د نجلۍ کورنۍ لپاره د جهېز برابرول اختیاري عمل دی.
حقوقپوه مدثر ممتاز وایي: «هر هغه وسایل چې ښځه یې د مېړه کور ته وړي، د هغې شخصي ملکیت ګڼل کېږي او که اختلاف پېښ شي، ښځه حق لري چې د جهېز د بېرته اخیستلو لپاره محکمې ته عریضه وکړي. که مېړه یا د هغه کورنۍ دا ادعا وکړي چې دا وسایل د دوی دي، نو باید له اسنادو سره یې ثابته کړي؛ که اسناد وړاندې نهکړي، بیا نو اموال د ښځې دي. حتا که دغه وسایل له منځه تللي وي، محکمه کولی شي مېړه دې ته مکلف کړي چې د هغو وسایلو ارزښت پرې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې دیني عالم مولوي عبدالاحد عتید وایي، په اسلام کې د ژوند د اړتیاوو برابرول د مېړه مسؤلیت دی، نه د ښځې.
هغه وایي: «الله ج فرمایلي چې نارینه د کورنۍ سرپرست او مسؤل دی. هغه څه چې نجلۍ یې له خپلې پلارګنۍ راوړي، یوازې یو دود دی، او که مېړه ترې ګټه هم واخلي، دا شیان د هغه ملکیت نهګرځي، بلکې دا د ښځې مسلم حق دی. رسول الله ص حضرت فاطمې رض ته یو ساده جهیز برابر کړی وو، خو دا د شرعي مکلفیت په مانا نهوو، بلکې یوازې یوه مرسته وه. بناءً هغه وسایل چې ښځه یې له خپل پلارني کوره راوړي، د هغې حق دی او مېړه یوازې د ښځې په رضا پرې ګټه اخیستلی شي.»
اخوا، د ټولنیزو چارو کارپوهان د هغو دودونو د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي چې پر نوې جوړې مالي فشار راوړي او وایي، جهېز او ورسره تړلي دودونه ډېر وخت د خوښۍ پر ځای پر کورنیو مالي او روحي فشارونه واردوي.
ضیا نیکزاد، یو ټولنپوه وایي: «موږ افغانستان کې داسې سخت او درانه دودونه لرو؛ جهېز او ولور د کورنیو لپاره ژوند ستونزمنوي. ډېری وختونه کورنۍ د منفي سیالیو او ځان ښودنې له امله پور کولو ته غاړه ږدي، حال دا چې دا کار له لومړیو ورځو څخه د ښځې او مېړه آرامي اخلي.»
په همدې حال کې، د امارت اسلامي مشر شیخ هبتالله اخندزاده د ۱۴۰۳ کال د حوت په ۲۹مه نېټه په یوه رسمي فرمان کې، د ناوې او زوم لپاره لوړ مهر، قیمتي مراسم، شیرینيخورۍ او درنې ډالۍ اخیستل منع اعلان کړي.
د دې فرمان موخه دا ښوول شوې چې د واده پر مهال د کورنیو مالي فشارونه کم شي.


