د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې اوکراین باید د روسیې پلازمېنې مسکو باندې برید ونهکړي.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر د اوکراین لهخوا پر مسکو د برید مخالفت کړی دی.
الجزیرې خبري شبکې (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) راپور ورکړی چې ډونالد ټرمپ، پرون په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرو کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې «زلنسکي باید مسکو هدف وګرځوي؟» وویل: «نه باید دا کار ونهشي.»
ټرمپ زیاته کړې چې د پاټریوټ دفاعي توغندیو سېسټم دامهال د اوکراین پر لور په حرکت کې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ولسمشر ټرمپ، دوشنبه– د چنګاښ ۲۳مه – د اوکراین جګړې په اړه په خپل دریځ کې ناڅاپي بدلون راوستی او اعلان یې کړی چې واشنګتن به اوکراین ته ورې وسلې هم واستوي.
ټرمپ، همداراز ګواښ کړی که، مسکو په راتلونکو ۵۰ ورځو کې له کېیف سره د سولې هوکړې ته ونهرسېږي، پر روسي وارداتو به ۱۰۰سلنه تعرفې ولګوي او د مسکو پر تجارتي شریکانو به هم سختې تعرفې پلې کړي.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته څو ځله د واشنګتن ملاتړ له اوکراین سره د امریکا د کمزورې کېدو عامل بللی او زېلېنسکي یې په دې تورن کړی چې د سولې د هڅو مخه نیسي.


