په تخار کې یوشمېر ډاکټران وايي چې د اومېندوارۍ اړوند مراقبتونو او درملیزو خدمتونو نشتوالی لامل شوی چې مېرمنې د جنین هیدروسیفالي ناروغۍ سره مخ شي.

په ورته مهال د ډاکټرانو په وینا، د مېرمنو ناپوهي او د اومېندوارۍ اړوند مراقبتونو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ځینې مېرمنې پر هیدرسیفالي ناروغۍ اخته جنین نړۍ ته راوړي.

 ډاکټران زیاتوي چې د یادې ناروغۍ درملنه په دغه ولایت کې شونې نه‌ده، او اړتیا ده چې ناروغ کابل ته ولېږدوي.

ډاکټران د درملنې د امکاناتو د نشتون او د عامه پوهاوي د کمښت له امله اندېښنه څرګندوي، وايي چې د دې ناروغۍ ناروغان له جدي ستونزو سره مخ دي او له مسؤلینو غواړي چې د روغتیايي خدماتو د برابرولو او د میندو د پوهاوي د زیاتولو لپاره پروګرامونه پيل کړي.

تخار کې د ماشومانو متخصص ډاکټر فضل‌کریم صاحب‌زاده وايي: «هیدروسفالي یوه اکتسابي یا زیږیدلې ناروغي ده چې په کې د مغزو په کوټو کې د CSF مایع ډېر راټولیږي او د ماشوم سر غټوي. دا ماشومان معمولا په راتلونکي کې د ودې ستونزې، کم عقلۍ، انتانات او د خوړو ستونزې لري. تر جراحي عملیاتو پورې باید د ځانګړي مراقبت لاندې وي. له بده مرغه، د کورنیو پوهاوی په اړه د دې ناروغۍ خورا کم دی، ښايي له ۵٪ څخه هم کم وي.»

بل‌خوا د ماشومانو بل متخصص ډاکټر محفوظ نوري وايي چې هیدرسیفالي هغه مهال رامنځته کېږي چې د ماشوم په سر کې تر حده زیات مایع راټوله شي او په غیرطبیعي توګه د سر د غټېدو لامل کېږي.

هغه وویل: «که د مغزو مایع کم وي، د استازولوماید ټابلیټونه ورکول کېږي. که عملیات ترسره شي، ډېر ماشومان د قیصري عملیاتو له لارې زیږدول کېږي< ځکه د هغوی سر غټ وي. لږ شمېر ماشومان مړه کېږي. په کليو او ولسوالیو کې د ټلویزیوني معاینې سهولت نشته، نو ماشومان د زیږون پر وخت مړه کېږي او وروسته پوهېږي چې د ماشوم سر د بدن په نسبت غټ دی. باید هغه ډاکټران چې الټراسونډ کوي، مورانو ته خبر ورکړي چې د ماشوم سر غټ دی، او مور باید عملیات وکړي څو سم تصمیم ونیول شي.»

په ورته مهال دغه ولایت کې یوشمېر مېرمنې وايي چې د هیدرسیفالي ناروغۍ له تشخصیدو وروسته دوی ته وېره او اندېښنه پیدا شوې او د امکاناتو او عامه پوهاوي نشتوالي، په دې اړه پرېکړه نیول ورته ستونزمن کړي دي.

د تخار د قلبرس کلي اوسېدونکې زرمینه وايي: «زه د حمل شلمه اوونۍ کې یم، په ټلویزیوني معاینه کې ډاکټر وویل چې د ماشوم په سر کې اوبه راټولې شوي او کېدای شي هیدروسفالي وي. ما نورې معاینې وکړې، خو ځکه چې په تخار کې امکانات ډېر نه وو، مجبور شوم چې بل ولایت ته د درملنې لپاره لاړ شم. ډاکټر وویل چې باید تر مراقبت لاندې واوسم او کېدای شي ماشوم جراحي ته اړتیا ولري او همدارنګه ته خپله هم عملیات کېږې. خو د ویرې او اندېښنې سره سره، خپله حمل ته ادامه ورکوم او ګورم چې برخلیک څه کوي.»

د صوفیایي کلي اوسېدونکې منیژه حمیدي وايي چې د حمل په شپږم میاشت کې پوهه شوه چې ماشوم یې هیدروسفالي لري. سره له وېرې او اندېښنې یې حمل ساتلی او اوس یې ماشوم د جراحي عملیاتو وروسته د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «ډاکټرانو وویل چې باید عملیات وشي. د زیږون او عملیاتو ډېره وېرېدم، خو بالاخره عملیات ته لاړم. وروسته ماشوم مو په موټر کې ولېږدوه، ویې ویل چې اوبه ډېرې راټولې شوې او باید سمدستي عملیات شي. اوس د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې دی، خو نه پوهېږو چې ژوندی پاتې کېږي که نه. د دې ناروغۍ په اړه هیڅ معلومات نه لرم، زموږ په کورنۍ کې هم سابقه نه وه، دا لومړی ځل دی چې تجربه کوم یې.»

د تخار د خسکپه کلي اوسېدونکې بي‌بي‌ګل وايي: «کله چې وزېږېد، موږ شفاخانې ته یووړ، ماشوم مو په موټر کې ولېږدوه. ډاکټران وویل چې وضعیت یې خراب دی او باید عملیات وشي، کېدای شي ژوندی پاتې شي یا نه. خو د عملیاتو پر وخت ماشوم مړ شو. زه ډېره خپه وم، ځکه موږ په یوه کلي کې ژوند کاوه او د دې ناروغۍ په اړه هېڅ پوهه مو نه درلوده، ډاکټر هم ډېره تجربه نه درلوده. که زه د دې ناروغۍ په اړه پوهېدای، شاید کولی مې شوی وای چې ماشوم مې وژغورم.»

په ورته مهال د درملیزو امکاناتو نشتوالی له هغې ډلې د اېم‌ار‌ای او سي‌ټي‌سکن دستګاوې د دې لامل شوي چې ډاکټران ناروغانو ته پر وخت درملنه ونه‌شي کړای او د هیدروسیفالي ناروغۍ ناروغان مرکز کابل ته ولېږدوي.

متخصص ډاکټر محفوظ نوري وايي: «موږ د نیوسرجري څانګه په شفاخانه کې نه لرو. زموږ شفاخانه یوه تخصصي برخه ده، خو هر ناروغ چې موږ ته راځي او د ماشوم سر غټ وي، موږ ورته وایو چې درملنه یې دلته نه کېږي او اړ دي چې ناروغ بل مرکز ته ولیږدول شي، ځکه هلته MRI او CT سکین شته او د مایعاتو وضعیت کنټرول کېږي. وضعیت جدي دی، موږ ناروغان کابل ته انتقالوو.»

د روغتیايي بنسټونو د راپور له مخې، په افغانستان کې ښځې، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري. د تشخیصي تجهیزاتو نشتوالی، د ښځینه متخصصینو کمښت او د روزنیزو پروګرامونو نشتون له امله، د جدي ناروغیو لکه هیدروسفالي تشخیص او درملنه ناوخته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام