غور کې ډاکټران وايي چې مېرمنو کې د «تخمدان کیست» عامه ناروغي ده چې پر تخم‌دان  او د تخم‌دان دننه رامنځته کېږي. په ځانګړي ډول د اومېندوارۍ پرمهال د هر عمر کچې مېرمنې ورسره مخ شي.

د نسايي-ولادي برخې ډاکټره فریبا مشفق سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې ناروغي نښې او نښانې د غېټې لاندې درد، د خېټې نفخ، د میاشتني عادت بې‌نظمي، خون‌ریزي او د پښو دردونه دي.

هغې وویل: «که ناروغ د هګۍ دانې (تخم‌دان) کیست ولري، هغه ممکن لاندې نښې تجربه کړي: د خيټې لاندې برخه کې بادکیدنه، ورم، فشار یا درد حس کول. درد کولای شي کمزوری یا شدید وي او کله نا کله پېښ شي. که کیست ووېشي، ناروغ د شدید او ناڅاپي درد سره مخ کېږي. که کیست د هګۍ دانې چرخیدنه رامنځته کړي، ناروغ ممکن د شدید درد، کانګې او استفراق تجربه کوي. ځینې نادرې نښې کېدای شي، د لگن په برخه کې درد وي. تر ټولو عامه نښه د کیست د هګۍ دانې کمزوری درد په ملا، رانونو او پښو کې دی.»

د نسايي-ولادي برخې یوه بله ډاکټره فاطمه وايي چې کیستونه ډېری وخت خواصي ګواښ نه‌لري، خو ډېری وخت د تخم‌دان او د مېرمنو د شنډېدو لامل کېږي.

نوموړي وویل: «د هګۍ دانې کیستونه مختلف ډولونه لري. ځینې کیستونه عملي شوي وي او خپلواکه د حمل سبب نه ګرځي، او کوم خطر هم نه‌لري. خو ډېری کیستونه داسې وي چې د شنډېدو سبب ګرځي، په ځانګړي توګه که کیست د هګۍ‌دانې د سندروم (Polycystic Ovary Syndrome یا PCOD) سره مل وي، یا که کیستونه ډېر لوی او زیات شمیر وي. دا حالتونه کولای شي د لېو وړونکي لارې وتړي او د حمل په پروسه کې ستونزې رامنځته کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


غور کې ډاکټران همداراز وايي چې ډېری مېرمنې دغه ولایت کې د تخم‌دان کیستونو نښو په اړه هېڅ ډول پوهاوی نه‌لري او ډېری وخت، د ډاکټر له مشورې پرته او په خپل‌سري توګه یې، درملنې ته اقدام کوي.

یوشمېر مېرمنې بیا وايي چې دوی لومړی دغه ناروغي جدي نه‌ ګڼله او د میاشتني عادت په څېر ستونزه یې، بلله.

د غور اوسېدونکې ګل‌چهرې وویل: «زه ډاکټر ته لاړم، وې ویل چې ته کیست لرې. ما تراوسه ماشوم نه دی لرلی. کله چې حیض ډېر دردناک وي، ډاکټر ته ځم، ځینې وخت دوا ورکوي او ښه کېږم، خو ځینې وخت بیا درد زیاتېږي او ستونزمن وي. ډاکټران وايي چې دا کیست یوازې د عملیاتو له لارې حل کېدای شي، نه یوازې د دوا له لارې.»

د یاد ولایت یوې بلې اوسېدونکې ستارې وویل: «ما څه وخت مخکې د خيټې په برخه کې ډېر شدید درد احساس کاوه او زما حیض هم بې‌نظمۍ لرله. ډاکټر ته لاړم، ډاکټر وویل چې زه د هګۍ دانې (تخم‌دان) کیست لرم. بیا مې د ډاکټر له‌خوا دوا واخیسته او څو ورځې د ډاکټر تر څارنې لاندې وم. خوشبختانه، د هغه درد شدت چې مې درلود، کم شو او زما ناروغي ښه شوه.»

د دغو ښځو تجربه ښيي چې ډاکټر ته وخت په وخت مراجعه او په سمه توګه تشخیص کولای شي د هګۍ دانې (تخم‌دان) کیست د ناوړه پایلو څخه مخنیوی وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام