یوشمېر نجونو سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ تبعیض له کبله له ناهیلي، د حقارت احساس، د کورنیو اړیکو څخه د زړه سړېدو او په پایله کې د بېارزښتهکېدو او د حقونو د تر پښو لاندې کېدو احساس سره مخ شوې دي.
ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلند د نجونو پر ځانباوري منفي اغېز کوي او ژورې رواني اغېزې رامنځته کوي. دیني عالمان هم ټینګار کوي چې زامنو ته د لوڼو په پرتله غورهوالی، د اسلامي لارښوونو خلاف دی او له لویو ګناهونو شمېرل کېږي.
ارواپوه شعیب احمدي وايي چې ډېری کورنیو کې هلکان د کورونو د ستنو په توګه پېژندل کېږي او دا لیدلوری لامل شوی چې هلکان د پرمختګ فرصتونه پیدا کړي، خو نجونې حتا د ټاکلو له حق هم محرومې شي.
هغه وویل: «لومړی اغېز د خپلې کورنۍ پر ځان دی؛ ځکه د حق له پاره د نابرابرۍ احساس په ماشومانو، په ځانګړې توګه نجونو کې، د هغوی او والدینو ترمنځ عاطفي تشه رامنځته کوي. دویم اغېز پر ټولنه دی؛ ځکه د ښځو د زدهکړې او کاري فرصتونو څخه محرومیت هغوی له ټولنې څخه بېبرخي کوي. کله چې په یوه کورنۍ کې د چا حق تر پښو لاندې شي، هغه اړ کېږي چې په قهر او خشم غبرګون وښيي او دا د کورنۍ نظم ګډوډوي.»
ټولنپوهان حکمتالله فیاض او عبدالله ریحان، وایي چې د کورنیو لهخوا د هلکانو او نجونو ترمنځ تبعیض د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي زمینه برابروي او د کورنۍ ټینګښت لهمنځه وړي.
حکمتالله فیاض وايي: «که کورنۍ د خپلو ماشومانو ترمنځ، که لوی او کوچني وي یا هلک او نجلۍ، تبعیض وکړي، نو دغه تبعیض د نابرابرۍ سبب ګرځي. نابرابري خپله ګڼ شمېر منفي پایلې لري؛ لکه د ماشومانو د محرومیت احساس او د نورو د برتري غوښتنه. دا احساسات د کورنۍ د غړو تر منځ د ناسم چلند، د برتري هڅې او حتی تاوتریخوالي سبب ګرځي.»
عبدالله ریحان هم وايي: «په کورنیو کې تبعیض د مینې او محبت فضا لهمنځه وړي او ماشومانو کې د حقارت احساس رامنځته کوي. دا حالت کولای شي د کورنۍ د غړو تر منځ دښمني، ناسالمه سیالي او حتی کرکه رامنځته کړي. په اوږدمهال کې، دغه ډول چلند د همکارۍ روحیه، د مسئولیت احساس او د کورنۍ یووالي له منځه وړي او د ماشومانو پر شخصیت منفي او دوامداره اغېز کوي.»
دیني عالمان د نجونو او هلکانو ترمنځ نابرابري لویه ګناه ګڼي او ټینګار کوي چې په اسلام کې د نجونو او هلکانو ترمنځ هېڅ توپیر نشته. دیني عالم امینالله احمدي، وایي چې د نجونو او هلکانو ترمنځ تبعیض ریښه د جاهلیت دورې ته ورګرځي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «د جاهلیت په زمانه کې، کله چې یوه سړي ته د لور د زیږون خبر ورکول کېده، د خپګان له امله یې مخ تورېده او له خلکو پټېدو. خو اسلام راغی، څو دا ناپسند دود لهمنځه یوسي. پیغمبر اکرم صلیالله علیه و اله وسلم فرمایلي: څوک چې دوه لوڼې له ماشومتوب څخه تر بلوغ پورې وروزي، د قیامت پر ورځ زه او هغه به د دوی دواړو په څېر یوځای ولاړ وو. لا هم ډېری کورنۍ د عنعنوي باورونو او نارینهسالار فکرونو له امله، له خپلو ماشومانو سره دوهګونی چلند کوي.»
حقوقپوهان، د قانون پر بنسټ دلیل ورکوي چې ښځې او نارینه مساوي حقوق لري. جمعهخان پویا، د بشري حقونو کارپوه، وایي چې د ملي قوانینو او نړیوالو اسنادو پربنسټ، ښځه او سړی مساوي حقوق لري.
هغه زیاتوي: «په نړیوالو اعلاممیو کېد بشري حقونو او د اسلامي تعلیماتو پر اساس، ښځه او سړی د زدهکړې، کار او د بیان د ازادۍ مساوي حقونه لري؛ هیڅ ډول توپیر باید موجود نه وي. په افغانستان کې د مدني قانون (۱۳۸۲) کې هم په څرګنده د ښځې او سړي د برابري ټینګار شوی، خو عملي کول یې لا هم د کلتوري ننګونو سره مخ دي.»
د ټولنپوهانو تحلیلونه ښيي چې د کورنیو دننه نابرابري سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د ټولنیز پوهاوي کچه لوړه شوې، په واقعي کیسو کې د نجونو د تجربو له لارې څرګندېږي.
۲۹ کلنه امالبنین رحماني چې د درې وروڼو په کورنۍ کې لویه شوې، سلاموطندار ته وایي چې مور یې وروڼه له دې لوړ ګڼل او هغې د یوې لور په توګه تل ټیټ مقام درلود.
هغې وویل: «د کورنۍ دننه د هلک او نجلۍ ترمنځ تبعیض ډېر و؛ په ځانګړې توګه زما مور چې وفات شوې، ډېر تبعیض کاوه. خپلو زامنو ته ډېره ارزښت ورکوله او خپلو لوڼو ته کم ارزښت. زه چې د کورنۍ وروستۍ اولاد وم، هغې ویل چې ته هېڅکله د زامنو پر وړاندې نه شې رسېدلای. مور مې اجازه نه راکوله، او وروڼه مې ویل چې نجلۍ درس وکړي، دا به د هغې څه ګټه ولري؟»
۳۰کلنه زهر چې د دایکندي اوسېدونکې ده، وايي، نه یوازې د وروڼه له لوري د واده د انتخاب او د لباس په اړه محدودیتونه ورته وضع شوي، بلکې مور یې هم په شخصي ژوند کې د تصمیم نیونې برخه کې تبعیض ورسره کړی دی.
هغې وویل: «مور مې ډېر کوښښ کاوه چې موږ داسې کار وکړو او داسې چلند وکړو چې زما ورور یې خوښ کړي او تایید یې وکړي، نه هغه کار چې موږ غواړو. په ځینو تصمیمونو کې، لکه د واده د انتخاب برخه، هم د ورور له خوا چې د کورنۍ مشر و او هم د مور له خوا ما سره تبعیض شوی دی.»
۱۷کلنه تمنا چې د کابل اوسېدونکې ده، هم د کورني تبعیض څخه شکایت لري او وایي چې د کورنۍ لهخوا د پاملرنې نشتوالی یې د بېگانګۍ احساس رامنځته کړی دی. هغې زیاته کړه چې د پلار او مور زیات تمرکز پر وروڼهیې سبب شوی چې په ټولنه کې هم ځان باور له لاسه ورکړي.
هغې وویل: «په کورنۍ کې ډېر تمرکز پر هلکانو کېږي. ډېری هلکان ښوونځي ته لیږي؛ خو کله چې موږ غواړو لاړ شو، ویل کېږي چې پیسې نشته او بېکارۍ ده. کله چې خپلو دوستانو ته ګورم چې د هغوی کورنۍ ښه چلند کوي، زه ناارامه کېږم، ځان باور مې کمېږي او له ځان څخه کرکه پیدا شوې ده.»
په داسې ټولنه کې چې لاهم دودونه د قوانینو څخه مخکې دي، ډېری نجونې د کورنیو ناعادلانه چلند قرباني کېږي؛ هغه تبعیض چې له کورنۍ پیلېږي او ټولنې ته غځېږي.
د کارپوهانو په باور، تر هغه وخته چې عدالت په کوچنۍ ټولنیزه واحده، یعنې کورنۍ کې رامنځته نهشي، د ټولنې په کچه د برابري خبرې یوازې بېبنسټه شعارونه پاتې کېږي.


