د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دویم پړاو سبا په جېنوا کې پیل کېږي. د دواړو هېوادونو استازي مخکې له مخکې سویس ته رسېدلي دي. سره له دې چې په سیمه کې د ډیپلوماسۍ هڅې روانې دي، د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ په دریځ کې بدلون لیدل کېږي.

ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې ویلي، که څه هم له ایران سره د خبرو دوام مهم دی، خو په دې هېواد کې د سیاسي نظام بدلون به «غوره تحول» وي. شنونکي باور لري چې واشنګټن ته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروستي سفر د امریکا په دریځ او ادبیاتو اغېز کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، جېنوا ته د «عادلانه او متوازن تړون» د ترلاسه کولو لپاره تللی او د امریکا د ګواښونو پر وړاندې هر ډول تسلیمېدل یې رد کړي دي. نوموړي له خبرو وړاندې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له عمومي رییس رافایل ګروسي سره هم کتلي دي.

د نړیوالو رسنیو له راپورونو سره سم، د سبا د خبرو اصلي تمرکز به د اټومي محدودیتونو په بدل کې د اقتصادي بندیزونو پر لرې کولو وي.

سره له دې چې امریکا هڅه کوي اجنډا پراخه کړي، تهران ټینګار کړی چې د توغندیزو مسایلو موضوع د خپل ملي امنیت برخه ده او له شاملېدو سره یې مخالفت کوي.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي لاریجاني ویلي، مذاکرات به دوام وکړي، خو د توغندیزو موضوعاتو بحث به له دې خبرو جلا وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، امریکا د ایران پر وړاندې کوم برید پلان نه لري او ټرمپ ډیپلوماټیک حل ته لومړیتوب ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو د سي‌بي‌اېس د راپور له مخې، ټرمپ له نتنیاهو سره په لیدنه کې ویلي، که مذاکرات ناکام شي، د تهران پر توغندیز پروګرام د اسراییلو احتمالي برید ملاتړ کوي.

د منځني ختیځ شنونکي محمدفایق هشام په باور د ټرمپ دریځ بدلون او په ایران کې د سیاسي بدلون د ګواښ څرګندونې د نتنیاهو له سفر سره تړاو لري.

هغه وايي: «د نتنیاهو د وروستي سفر وروسته، ښکاري چې امریکا د ایران پر وړاندې د مذاکراتو د ډیپلوماسۍ له تګلارې څخه د زور او فشار پر لور مخه کړې. که مذاکرات ناکام شي، امریکا ممکن د یوه مدیریت شوې شخړې  پر لور لاړه شي.»

بل شنونکی ولي‌زاده، ټینګار کوي چې ټرمپ هڅه کوي د ځواک پر بنسټ سولې ته ورسېږي، خو د مذاکراتو اجنډا پراخول، په ځانګړي ډول د توغندیزو مسایلو او د مقاومت محور، د ایران مخالفت رامنځته کوي. «د ټرمپ دریځ د ځواک له لارې په سیمه کې د سولې دریځ دی او ترڅنګ یې د نورو ممکنه انتخابونو یادونه هم شوې ده. له همدې امله، ټرمپ د هغه قوي پوځي چاپېریال په رامنځته کولو سره هڅه کوي چې خپل غوښتنې پوره کړي.»

د شنونکو په باور، د خبرو بریالیتوب ستونزمن دی او ایران به د توغندیز پروګرام په اړه له خپل دریځه شاتګ ونه کړي چې دا احتمال د دواړو هېوادونو ترمنځ سیمه‌ییز پوځي تاوتریخوالی زیاتوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام