د ملګروملتونو د امنیت شورا د افغانستان وضعیت د ارزونې لپاره بېګاه شپه یوه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه چې د بېلابېلو هېوادونو د استازیو د متضادو دریځونو له امله بېپایلې پای ته ورسېده.
ناسته د ملګروملتونو لپاره د سرمنشي ځانګړي استازي د راپور له وړاندې کولو سره پیل شوه چې پهکې د افغانستان د بشري کړکېچ ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو یادونه شوې وه؛ خو وروسته دا ناسته د نړیوالو قدرتونو او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د اختلاف ډګر وګرځېده.
په داسې حال کې چې ځینو هېوادونو د افغانستان له حکومت سره د تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ، یوشمېر نورو بیا وویل چې له دې حکومت سره تعامل په وروستیو کلونو کې اغېزناک نهدی پاتې شوی.
په ناسته کې یو ځل بیا د افغانستان پر سر د هېوادونو سیاسي سیالۍ بربنډې شوې. د ایران او هندوستان استازو له افغانستان سره د تعامل اړتیا مهمه وبلله، خو د امریکا استازي وویل، له اوسني حکومت سره تعامل غیرمؤثر او بېګټه دی.
پاکستان بیا خپلې اندېښنې له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو له امله مطرح کړې.
په داسې حال کې چې تمه کېده نړیواله ټولنه به د افغانستان په اړه ګډ دریځ غوره کړي، یو شمېر سیاسي شنونکي او څېړونکي وايي، د هېوادونو د استازو څرګندونې ښيي چې افغانستان لا هم د قدرتونو او د هېوادونو د سیالۍ قرباني دی.
د پوهنتون استاد، حبیبالله جعفري وایي، هېوادونه له افغان حکومت سره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ، جلا جلا تعامل کوي، او د دوی ترمنځ د ګټو ټکر د دې لامل شوی چې د افغانستان په تړاو ګډ دریځ رامنځته نه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «دلته افغانستان د سیمې او نړۍ د سترو قدرتونو د سیاستونو قرباني دی او تر هغو چې دغه قدرتونه د خپلو مسایلو او ګټو په اړه یوې ګډې هوکړې او واحد نظر ته ونه رسېږي، هېڅ امکان نهلري چې د افغانستان په قضیو کې کومه نوې تګلاره خپله کړي او جدي پاملرنه ورته وکړي. له همدې امله هېوادونه د خپلو ګټو پر بنسټ د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل کوي، ځکه اړتیا ورته پیدا شوې ده. د کډوالو موضوع مطرح ده او هم د سوداګرۍ مسأله خورا مهمه ده.»
همداشان د سیاسي چارو کارپوه مقصود حسنزاده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د هېوادونو متفاوت دریځونه د نړیوالو سیالیو ښکارندوی بولي او وايي، د دې سازمان ډېری ناستې چې د افغانستان په اړه شوې دي، بېپایلې پاتې شوې دي.
هغه وویل: «د امنیت شورا د چهارشنبې ناستې بېلابېل لیدلوري لرل. د ملګروملتونو ناستې د افغانستان په اړه په بشپړه توګه بېپایلې پاتې شوې دي. بل لور ته، د افغانستان په تړاو د ملګروملتونو دننه د نظرونو توپیر د نړیوالو قضیو سره تړاو لري. ډېری هغه هېوادونه چې د امریکا او لوېدیځ ملاتړي دي، د امریکا سره په همغږۍ خبرې کوي، او هغه هېوادونه چې له ختیځ سره همغږي لري، هغوی هم خپلې خبرې لري. اوس مهال د افغانستان مخالفین یو واحد آدرس نه لري، څو د یوه منظم اپوزیسیون په څېر نړۍ د هغوی ملاتړ وکړي.»
خو د سیاسي چارو بل کارپوه دوستمحمد پناهي وايي، لوېدیځ هېوادونه له افغانستان سره ارزښتمحوره چلند کوي، خو روسیه او چین بیا د افغانستان د سیاسي واقعیتونو پر بنسټ عمل کوي.
هغه وویل: «په پیل کې، زما په اند د ملي ګټو توپیر شته. د افغانستان په تړاو هر هېواد د خپلو ګټو له لیدلوري مسأله ارزوي. د اوسني افغان حکومت په اړه اختلاف په چلند کې دی؛ لوېدیځ ټینګار کوي چې طالبان هغه وخت په رسمیت پېژندل کېدای شي، که د اساسي حقونو، د بیان د ازادۍ او د ټولو قومونو د سیاسي ګډون ضمانت وکړي. خو روسیه، چین او ځینې ګاونډیان تر ډېره واقعګرا چلند کوي او افغانستان یې د یو سیاسي واقعیت په توګه منلی دی.»
دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له یوه بشري کړکېچ سره مخ دی؛ میلیونونه وګړي د ژمي تر راتګ مخکې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا، د ښځو او نجونو پر وړاندې د حکومت دوامداره محدودیتونه چې په دغه ناسته کې یې هم یادونه شوې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ ژور واټن رامنځته کړی دی.
وموغوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم راواخلو، خو بریالي نهشو.


