کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال ملامحمد ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې کورنیو چارو وزارت معین او ورسره مل پلاوي سره د ایران په پلازمېنه تهران کې لیدلي دي.
دغه وزارت نن سهشنبه، لړم شپږمه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.
په ناسته کې، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت معین په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ مثبت تغییرات وستایل او وویل چې، د انساني او نشهیي توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونه په پام کې نیولو سره د دوستۍ، همکاریو او متقابلو ګټو د لا پیاوړتیا په لور یو بل مهم ګام ګڼل کېږي.
د ویلو وړ ده چې په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ورسره پلاوي د ستر امنیتي معین هم په دې لیدنه کې ملتیا کوله.


