د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته، بدخشان کې د پوهنتون یوې زده‌کړیالې د فیض‌اباد ښار په یوه څنډه کې د جامو او د ښځو وسایلو پلورنځي پرانېستلو سره، نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې.

شهره تمنا د بدخشان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د دویم کال زده‌کړیاله وه چې نجونې له زده‌کړو څخه محرومې شوې او هغې د ښځینه جامو د پلورنځي له پرانېستلو پرته بله لاره نه درلوده.

تمنا سلام‌‌وطندار ته وايي، د دې کار پیل ورته اسانه نه‌و او په خبره یې، مالي ستونزو او ټولنیزو خنډونو د هغې پر لاره لوی خنډونه رامنځته کړي وو.

وروسته له هغه چې تمنا د ښځو لپاره یو ځانګړی پلورنځی جوړ کړ، یوشمېر نورو نجونو چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې وې، د رسټورانټونو، خیاطۍ، د جامو او سينګارتوکو پلورنځیو جوړولو ته مخه کړه چې دغه اقدام د بدخشان په فیض‌ابادښار کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازار د جوړولو لامل شو.

شهره تمنا وايي، فیض‌اباد ښار کې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار جوړولو نورې نجونې هم وهڅولې چې انګېزه واخلي او د پیسو ګټلو او کسب‌ زده‌کولو لپاره هڅه وکړي.

نوموړي وویل: «زه فکر کوم چې دې خوځښت، د یاد بازار جوړولو، نورې نجونې وهڅولې چې راشي او زده‌کړي چې څنګه پیسې وګټي او څنګه وروزل شي. بالاخره، دوی (نجونې) راغلې او وروزل شوې، هرې یوې خپل دوکان، ورکشاپ جوړ کړ او کار یې پیل کړ چې له نېکه مرغه د نورو نجونو لخوا یې تود هرکلی وشو.»

تمنا زیاتوي، پلان لري چې په راتلونکي کې هم هغو نجونو لپاره چې زده‌کړې یې نمیګړې پاتې، د کسب‌ زده‌کولو لپاره نوي او ورته پروګرامونه وړاندې کړي.

هغې اوس د خپلو هیلو د پوره کولو سربېره، لسګونو نورو نجونو لپاره د کار زمینه برابره کړې؛ نورو نجونو هم د تمنا د کار په لیدو سره، ځان لپاره نوي اهداف ټاکلي او د ودې او پیاوړتیا په لور یې ګامونه پورته کړي.

خدیجه یوه له هغو نجونو څخه ده چې د اغلې تمنا د فعالیتونو په لیدو سره یې خپل ژوند کې یوه نوې لاره پرانیستې.

هغې د بدخشان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم کال زده‌کړیاله وه چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګول شو.

خدیجه وايي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو له تړل‌کېدو وروسته مایوسه شوې وه؛ خو په وینا یې، کله چې د ښځو له بازار سره بلده شوه، پریکړه یې وکړه چې د ځان د پیاوړتیا لپاره یوه لاره ومومي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خدیجې لومړی د ښځو لپاره په ځانګړي بازار کې خیاطۍ زده‌کړه، او بیا یې دغه بازار کې خپله دوکان پرانیست.

خدیجه وايي: «زه وتوانېدم چې مالي ازادي ترلاسه کړم او اوس زه کولی شم، البته، خپل خوبونو په حقیقت بدل کړم، پدې معنی چې موږ هر هغه څه ترلاسه کولای شو چې موږ یې غواړو، موږ کولای شو، هغه پخپله ترلاسه کړو، پدې معنی چې موږ اړتیا نه‌لرو چې چا ته لاس اوږد کړو او کله چې موږ دا کار پیل کړ، زموږ ذهن مثبت شو او زموږ په رواني او احساساتي حالت کې ډیر بدلونونه راغلل.»

د بدخشان په فیض‌اباد ښار کې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار جوړول د دې لامل شوي چې ګن‌شمېر نجونې دغه بازار ته ورشي او د خپلې راتلونکي لپاره یوه لاره ومومي.

د بدخشان پوهنتون د ټولنپوهنې پوهنځي محصله سلوا ثاقب وايي، د خپلې وضعیت د بدلولو او د ژوند له ستونزو څخه د خلاصون لپاره د یوې حل‌لارې په لټه کې وه.

هغه چې اوس د کلچې پخولو مهارتونه زده کوي او یو باثباته او ګټور کار لري، زیاتوي: «اوس خپل کار لرم او مالي خپلواکي لرم، وه دا لاره ستونزمنه وه او ژوند لوړې او ژورې لري. د کورنۍ ستونزې، ځکه دا ستونزې افغانستان کې شته، د کورنۍ ترمنځ د باور مسله او ما دا باور رامنځته کړ او کار مې پیل کړ.»

پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته، نجونې ناهیله شوې؛ خو یو شمېر یې وتوانېدې چې یوه نوې لاره غوره کړي او کوچني کاروبارونه پیل کړي.

دغو نجونو نه یوازې ځان لپاره؛ بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته‌کولو سره یې لسګونو نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام