د افغانستان په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان کې تېره شپه زورورې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ او د ټپیانو بیا ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې تر دې دمه لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي او له ۵۰۰ زیات نور ټپيان دي.
د شرافتزمان په وینا، یاد ټپيان یوازې په دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې شوي او ځینې نور په شخصي روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
زلزله د شپې شاوخوا یوه بجه رامنځته شوه او شدت یې د ۶.۳ ریښتر درجې و. د بلخ-سمنګان لاره په تاشقرغان تنګي کې بنده شوې او ګڼ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړي.
د سمنګان د خُلم ولسوالي ځینې اوسېدونکي وايي چې د زلزلې تر ټولو زیات زیان د دوی کورونو، دوکانونو او سیمو ته اړولی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمې اوسېدونکی حیاتالله وایي: «شپه یوه بجه وه چې زلزله وشوه، په یوه موټر کې چې شاوخوا ۳۰ کسان وو، ډبرې پرې را ولوېدې، یوازې درې تنه ټپيان وتل او پاتې ټول مړه شول.»
مهرالله وايي: «د زلزلې وروسته ډبره پر سر مو ولوېده، موټر مې وسوځېد، باور وکړئ لکه جهنم مې ولیده.»
رحیم شاه او احسان، د خلم ولسوالۍ نور اوسېدونکي، دي، دوی وايي: «زما د انارو دوکان په بشپړه توګه ویجاړ شوی او مرستې ته اړتیا لرم.» «زموږ په کلي کې له ۱۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي، اوس ځای هم نه لرو چې کېنو.»
د بلخ والي ویاند عطاالله زید هم وايي چې د حضرت علي منسوب زیارت او ځینې نورې ودانۍ د زلزلې له امله تخریب شوي دي. بلخ کې په ټولیزه توګه ۱۲ کسان مړه شوي او سلګونه ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې دا زلزله په شمال کې د مالي او ځاني زیانونو سربېره د نورو ولایتونو لپاره هم خبرداری دی چې مخکې یې په سیمو کې ورته پېښې ثبت شوې وې.


