د افغنستان بانک په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره سبا «پنجشنبه، غبرګولي ۲۹مه»، ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

یاد بانک نن (چهارشنبه، غبرګولي ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا پنجشبنه، ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

دا له نږدې کافي ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر بازار ته وړاندې کوي. د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې نښتې، د اسعارو پر بیې هم اغېز کړی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې هېواد کې یو امریکايي ډالر له شاوخوا ۶۹ افغانیو څخه څه باندې ۷۱ افغانۍ ته پورته شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام