د افغانستان بانک سبا «یکشنبه، وري ۱۷مه» د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (شنبه، وري ۱۶مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا «یکشنبه، وري ۱۷مه» ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام